Add new comment

30 Pakistanis killed in Durand Line clash

جلال اباد (پژواک ١٦ غويى ٩٢): د ننګرهار په سرحدي ولسوالۍ ګوشته کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ يو ځل بيا نښته پيل شوې ده.
د دغه ولايت يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط د غويي په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار اته نيمې بجې يو ځل بيا د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ نښته پيل شوې ده.
سرچينه زياتوي، چې پاکستاني ځواکونو له پرون راهيسې يو ځل بيا پر نړېدلې دروازې کار پيل کړى و، چې له امله يې نن د دواړو ځواکونو ترمنځ لومړى لفظي او بيا وروسته وسله واله نښته رامنځته شوه.
د ګوشتې يوه اوسېدونکي نبي ګل مومند پژواک اژانس ته وويل، چې نښته روانه ده او ان د دوى په کلو د درنو او سپکو وسلو ډزې اورېدل کېږي.
ياده دې وي چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په سرحد کې اړيکې وروسته له هغه ترينګلې شوې چې پاکستاني ځواکونو په ګونڅړۍ کې دروازه ولګوله او نور تاسيسات يې جوړ کړل.
تېره اونۍ دواړو هېوادونو ترمنځ جګړه کې يو سرحدي پوليس ووژل شو او درې ټپيان وو، دغه راز نږدې لسو پاکستاني ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.