Add new comment

Afghan, Pakistani forces clash in Goshta

جلال اباد (پژواک ١٢ غويى ٩٢): د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د پاکستاني او افغان ځواکونو تر منځ اوه ساعته نښته شوې، چې په پايله کې يې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې ده.
يوې امنيتي سرچينې د نوم نه ښودو په شرط پژواک اژانس ته وويل، تېره شپه د پاکستاني عسکرو له لوري د افغان سرحدي پوليسو پر پوسته بريد وشو او له هغه وروسته جګړه پيل شوه.
سرچينه زياتوي، چې د جګړې په ترڅ کې پنځو افغان سرتېرو او تر لسو زياتو پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
سرچينه وايي: ((يو سرتېرى زموږ شهيد شوى او څلور ټپيان دي.))
د سرچينې په خبره، چې د مقابل لوري تر لسو زياتو سرحدي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
دى وايي، چې افغان ځواکونه همدا اوس په هغه ځاى کې موقعيت لري په کوم ځاى کې چې پاکستاني ځواکونو دروازه جوړه کړې ده.
د ګوشتې ولسوال عسى خان ځواک هم ياده نښته تاييدوي خو د نورو معلوماتو له ورکړې ډډه کوي.
د سيمې اوسېدونکى بلال کريم مومند پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې عامو وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې، مګر د جګړې دواړه لوري مرګ ژوبله لري.
د بلال په وينا، چې په نښته کې له ډېرو درنو وسلو کار اخيستل شوى او جګړه د سهار تر لمر ختو روانه وه.
ياده دې وي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحد ګڼې ناندرۍ رامنځته شوې، تېره ورځ هم د تورخم د دروازې د بندښت له امله څلورو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.