Add new comment

کندهار- مزارشريف (پژواک، ۲۴ وږی ۹۷): اعتراض کوونکو په کندهار او بلخ ولايتونو کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون دفتر تړلی او ګواښ یې کړی چې تر هغه به دفتر پرانیستو ته اجازه ور نه کړي څو یې غوښتنې نه وي منل شوې.
د کندهار اعتراض کوونکي چې شمېر یې تر ۷۰ کسانو رسېده او د ولایتي شورا مشر او غړي، قومي مشران او نور په کې شامل دي، د افغانستان د لوی ملي ایتلاف تر نامه لاندې یې د ټاکنو کمېسیون د دفتر مخې ته پرلت وواهه او د ټاکنو کمېسیون د دفتر دروازې یې وتړله.
د دغه ایتلاف یوه غړي تورن نېک محمد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا د کندهار د ولس د حق غوښتنې غږ دی.
هغه زیاته کړه، په کندهار کې ۵۶۵ زره کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره پر خپلو تذکرو سټېکرونه لګولي، په داسې حال کې چې د دغه ولایت ټول نفوس له ۴ میلیونه ډېر دی.
د ده په خبره، ولس همدا وايي چې دا پاتې کسان خپل حقوق څنګه او له کومه ادرس ترلاسه کړي.
نوموړي دغه راز یادونه وکړه چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي هېڅ ضمانت نشته او د دوی غوښتنه دا ده چې ټاکنې دې په بایومټریک بڼه وشي.
د دې تر څنګ ده دا یادونه هم وکړه چې ولسشمرۍ، ولسي جرګې، ولایتي شوراګانو او ولسوالۍ شوراګانو ټولې ټاکنې دې پر یوه وخت وشي، څو له اقتصادي پلوه لګښت کم شي.
د دغه ایتلاف نورو غړو هم ورته څرګندونې وکړې او ویې ویل تر هغه چې د ولس دا غوښتنې نه وي منل شوې په کندهار کې د ټاکنو کمېسیون دفتر پرانیستو ته اجازه نه ورکوي.
په کندهار کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال هارون کلیوال پژواک خبري اژانس ته تایید کړه چې شاوخوا ۷۰ تنو چې په کې د ولایتي شورا غړي او قومي مشران شامل دي، د دوی د دفتر مخې ته د اعتراض په توګه خېمه ووهله او دفتر یې وتاړه.
هغه زیاته کړه، اعتراض کوونکو ورسره د ټاکنو اړوند خپلې ټولې غوښتنې وړاندې کړې او دوی له مرکزي دفتر سره شریکې کړې دي.
دی وايي، د اوس لپاره له دفتره ټول کارکوونکي وتلي او خپلې چارې يې درولې دي.
د کندهار د والي ویاند عزیزاحمد عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ټاکنو کمېسیون د دفتر له تړل کېدو خبر شوي خو له ولایتي ادارې سره مخکې له مخکې چا دا موضوع نه ده شریکه کړې چې ګواکې دغه دفتر تړل کېږي.
 
د يو بل خبر له مخې، د بلخ ولايت مرکز مزار شريف ښار کې هم يو شمېر معترضينو د دغه ولايت د ټاکنو د ولايتي کمېسيون مخکې د اعتراض خېمې ودرولې.
دغه معترضين چې ځانونه د افغانستان ژغورنې د لوی ايتلاف غړي بولي وايي چې اعتراضونه به يې تر هغې دوام وکړي څو چې حکومت د ټاکنو په پروسه کې د درغليو مخنيوی نه وي کړی.
يوه معترض حسن دهقانزاده پژواک ته وويل چې دغه خېمې د افغانستان د لويو ګوندونو له خوا چې د افغانستان ژغورنې ايتلاف تر چتر لاندې راټول شوي، درول شوې دي.
نوموړي زياته کړه: ((جمعيت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي او يو شمېر نور ګوندونه او شوراګانې، چې د افغانستان ژغورنې د ايتلاف غړيتوب لري، دغه اعتراضي خېمې يې درولې دي.))
هغه زياتوي چې د افغانستان خلک له درغليو ډکې ټاکنې نه غواړي.
نوموړی همدا راز وايي چې د افغانستان ژغورنې ايتلاف غړي به له ټولو ممکنه لارو کار واخلي څو په اوسني وضعيت کې د راتلونکو پارلماني ټاکنو مخنيوی وکړي.
د وحدت ګوند استازي سيد قاسم سالار پژواک ته وويل، وروسته له هغه يې د ټاکنو کمېسيون د ولايتي دفترونو د تړلو پرېکړه وکړه چې حکومت يې غوښتنو ته ارزښت ورنه کړ.
نوموړی زياتوي چې خلک رڼې ټاکنې غواړي او حکومت ژمن دی څو خلکو ته دغه زمينه برابره کړي.
اعتراض کوونکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې به خپل اعتراضونه پراخ کړي.
سره له دې چې اعتراض کوونکي په بلخ کې د ټاکنو کمېسيون د دروازې تړلو خبره کوي خو د پژواک خبريال له معترضينو سره تر خبرو کولو وروسته ټاکنو کمېسيون ته ورغلی او هلته يې د دغه کمېسيون له رييس سره خبرې کړې دي.
د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس فضل احمد حياتي پژواک ته وويل چې دوی به د ټاکنو کمېسيون د مرکزي دفتر له امر سره سم خپلو چارو ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړه چې دغه کمېسيون هڅه کوي څو راتلونکې پارلماني ټاکنې په شفاف ډول ترسره شي.
هغه له معترضينو هم غواړي چې د دې ملي پروسې پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي.
حياتي وويل: ((د وخت د کمښت له امله موږ نه شو کولای چې ټاکنې په الکترونيک ډول وکړو، خو خلکو ته دا ډاډ ورکوو چې هېڅ ډول درغلي به په کې نه کېږي.))
نوموړي زياته کړه چې د بلخ له سيمه ييزو چارواکو او د يو شمېر ګوندونو له استازو سره يې خبرې کړې او هغوی ډاډ ورکړی چې د کمېسيون د چارو پر وړاندې به څوک خنډ جوړولو ته نه پرېږدي.
د راپورونو پر اساس، د بلخ تر څنګ په کندهار او هرات ولايتونو کې هم د افغانستان ژغورنې ايتلاف د پلويانو له خوا د ټاکنو ولايتي دفترونو مخکې د اعتراض خېمې درول شوې دي.
د ولسمشر يوه وياند شاه حسين مرتضوي په خپله فېسبوک پاڼه د ټاکنو پروسې پر وړاندې خنډ جوړوونکي د طالبانو پلويان ياد کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.