Add new comment

No need to worry about post-2014 scenario, says Ghani

جلال اباد (پژواک ٣١ غويى ٩٢): افغان ځواکونو ته د امنيت د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، چې په سياسي اجماع سره حالات ښه کېداى شي.
نوموړي دغه څرګندونې د  غويي په ٣١مه د ننګرهار پوهنتون په هغه کنفرانس کې وکړې، چې په کې د پوهنتون سلګونو استادانو او محصلينو ګډون کړى و.
ډاکټر اشرف غني تر ٢٠١٤ کال وروسته اندېښنې بې ځايه وبللې او زياته يې کړه ، چې ملي ځواکونه پياوړي شوي او د هېواد د ملي حاکميت لپاره کار کوي.
هغه وويل، چې د افغانستان ملي پوځونه بايد ملي پاتې شي او له دغه ځواک څخه بايد هېڅوک د  خپلې شخصي ګټې لپاره استفاده ونه کړي.
نوموړي زياته کړه، چې د افغانستان ټول وګړي دې په راتلونکو لسو مياشتو کې له عاقلانه سياست څخه کار واخلي، ځکه چې د افغانستان د ټولو وګړو پر وړاندې  تر ټولو لوى او ستونزمن کار د ټاکنو رامخې ته کېدل دي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي زياته کړه، چې په هېواد کې سياسي اجماع ته زياته اړتيا ليدل کېږي او په کار ده ، چې دې برخې ته کار وشي.
نوموړى وايي: ((که چېرې سياسي اجماع  وشي، دا ډاډ درکوم چې حالات به ښه کېږي.))
د ده په خبره، يو شمېر افغانان له دې اندېښمن دي ، چې ګواکې د ٢٠١٤ کال په رارسېدو سره به په افغانستان کې يوه لويه ګډوډي رامنځته شي.
خو هغه وويل، اوس هغه وخت را رسيدلى، چې افغانان بايد سره لاسونه ورکړي او نور په هېواد کې په ګډه سره  کار وکړي.
ډاکټر اشرف غني وويل، په ټاکنو کې يوه ګډه مقابله رامنځته کېږي، خو دا مقابله بايد داسې ونه اوسي، چې يو يې وګټي او بل يې وبايلي او بايللى يې بيا مخالفت وکړي.
هغه زياته کړه: ((دغه کلتور بايد په ځان کې رايج کړو، که چېرې موږ لوبه وبايلو بيا يې مخالفت ونه کړو.))
دى وايي، چې بايد په ډېرې سړې سينې سره ګټونکي ته مبارکي او د هېواد په جوړېدو کې ورسره برخه واخيستل شي.
د لېږد د کمېسيون مشر وويل: ((تاسو بايد ٢٠١٤ نه، بلکې ٢٠١٩ ياد کړئ  او له دې پورته ٢٠٢٤ ياد کړى،  ستاسو دولت يو پياوړى ملي ځواک لري.))
اشرف غني پر ټولو افغانانو غږ وکړ، چې د هېڅ ستونزې اندېښنه دې نه کوي او په راتلونکو ټاکنو کې دې په پراخه کچه په عاقلانه ډول برخه واخلي.
هغه زياتوي: ((نور به احساساتي برخورد پرېږدو، هر قدم  چې اخلو بايد عاقلانه وي.))
ټاکل شوې ،چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټولټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري په ١٦مه ترسره شي.
ياده دې وي، چې تېره ورځ د افغانستان د لېږد د پروسې مشر ډاکټر اشرف غني احمدزي له نورستان ولايت څخه ليدنه وکړه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.