Add new comment

Pakistan rebuilding Goshta gate

جلال اباد (پژواک ١٥ غويى ٩٢): د ننګرهار چارواکي او د سرحدي پوليسو مسوولين په ګوشته کې د پاکستان د پوستو د څرنګوالي په اړه سم معلومات نه ورکوي.
د افغانستان له خوا له سخت غبرګون سره سره پاکستان د ګوشتې په سرحدي سيمه کې دروازه او نور تاسيسات جوړ کړل، خو تېره اونۍ د دواړو خواوو ترمنځ په دې سيمه کې نښته رامنځته شوه، چې له امله يې د سرحدي پوليسو يو سرتېرى ووژل شو او درې نور ټپيان شول.
که څه هم پاکستاني لوري د خپلې مرګ ژوبلې په اړه کره معلومات نه دي ورکړي، خو د ننګرهار امنيتي سرچينې وايي، چې په دې نښته کې اوه پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.
د ګوشتې ولسوال عيسى خان ځواک د غويي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ګوشته کې د پاکستان له خوا جوړه شوې دروازه ويجاړه شوې او په دې سيمه کې پنځه پاکستانۍ پوستې د افغان سرحدي ځواکونو په ولکه کې دي.
ځواک زياتوي: ((تېره ورځ سرحدي پوليسو هم دغه خبره اعلان کړې او زه يې هم تاييدوم.))
نوموړى زياتوي، چې له دروازې شا ته پاکستاني ځواکونه موجود دي، خو دروازه د دوى له لوري تخريب شوې ده.
خو په ختيځ کې د لومړي سرحدي زون درستيزوال ايوب حسين خېل پژواک ته په دې اړه له څرګندونو ډډه وکړه.
هغه زياته کړه: ((ته په خپله ورشه او ويې ګوره، چې دروازه د چا په واک کې ده او پوستې چا نيولې دي.))
ده وويل، چې اوس په رخصتۍ تللى او پر ځاى يې سرپرست ټاکلى دى.
دى دا خبرې په داسې مهال کوي، چې له دې وړاندې هم څو ځلې نوموړي پژواک ته له خبرو کولو ډډه کړې او ويل يې، چې په رخصت کې دى.
خو په ګوشته ولسوالۍ کې د لومړي نمبر سرحدي زون د څلورم کنډک قوماندان ډګروال عبدالبصير کاموي پژواک ته وويل، چې دروازه لا هم د پاکستاني پوله ساتونکو په واک کې ده، او دوى يواځې د پاکستاني ځواکونو څو پوستې سوځولې، خو نيولې يې نه دي.
هغه زياتوي: ((موږ ته اجازه نه وه، نو ځکه مو هغه پوستې ونه نيولې.))
بلخوا د ګوشتې اوسېدونکى حاجي نظام پژواک ته وويل، چې پوستې او نور تاسيسات ټول پر خپل ځاى ولاړ دي، يو ځلې سرحدي پوليسو دروازه په راکټونو ويشتې چې لږه تخريب شوې ده.
نوموړى مني، چې د پاکستاني ځواکونو يو شمېر پوستې سرحدي پوليسو سوځولې خو پوستې يې نيولې نه دي.
د حاجي نظام په وينا، ملي اردو ځواکونو له سرحدي پوليسو سره د جګړې پر وخت مرسته نه ده کړې، کنه دوى کولى شول ډېر وړاندې ولاړ شي.
هغه زياته کړه: ((زه دقيق خبر يم چې سرحدي پوليسو له ملي اردو نه مرسته غوښتې خو هغوى مرسته نه ده کړې.))
بلخوا د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک ته وويل، چې سرحدي ځواکونو په ګوشته کې د دفاع او جګړې توان لاره نو ځکه يې مرسته نه ده کړې، خو د دوى ځواکونه يې تر شا پراته وو.
دى وايي: ((که څه هم موږ ته اړتيا نه وه، خو که ملي اردو جنګ پيل کړى واى ، دا د دواړو هېوادونو تر منځ په يو رسمي جنګ بدلېده.))
د هاتفي په وينا، په دې موخه يې جګړه ونه کړه، چې هسې نه د دواړو هېوادونو تر منځ رسمي جګړه رامنځته نه شي.
همداراز قوماندان عبدالبصير هم وايي، چې د تېرې شپې په جګړه کې دوى د ملي اردو مرستې ته هېڅ اړتيا نه لرله نو ځکه يې ترې کومک نه دى غوښتى.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي پژواک ته وويل، چې په دې اړه معلومات نه لري.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.