Add new comment

Pakistan reopens Torkham border

جلال اباد (پژواک ١١ غويى ٩٢): پاکستاني سرحدي ځواکونو د تورخم دروازه د قانوني اسناد لرونکو پر مخ خلاصه کړه.
په تورخم کې د پاکستاني پوله ساتونکو يوه چارواکي د نوم نه ښودو په شرط د غويي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن شاوخوا لس بجې يې د تورخم لاره د قانوني اسنادو لرونکو مسافرو پر مخ خلاصه کړې ده.
هغه زياته کړه، چې له مرکزه ورته امر شوى او اوس يې لاره خلاصه کړې ده.
بلخوا د افغانستان لوري تورخم کې د سرحدي ځواکونو کميسار سمونمل هدايت اوريا پژواک اژانس ته د لارې خلاصېدل تاييد او زياته يې کړه، چې لاره يواځې د قانوني اسناد لرونکو پر مخ خلاصه شوې ده.
دى وايي، کوم کسان که مهاجر کارت هم ولري پاکستاني پوله ساتونکي يې نه پرېږدي.
خو پاکستاني پوله ساتونکي بيا وايي، چې مهاجر کارتونه يواځې د پاکستان په خاوره کې د اعتبار وړ دي نه په بندر کې.
خاکسار چې په تورخم کې هټۍ لري وايي، چې لا هم سلګونه هغه کسان چې قانوني اسناد نه لري د پولې دې غاړې ته ولاړ دي.
دى وايي: ((ماشومان، ښځې او سپين ږيرې لا هم ولاړ دي او يوه لويه ستونزه موجوده ده.))
ياده دې وي، پرون کرۍ ورځ د تورخم دروازه د قانوني او غير قانوني اسنادو لرونکو پر مخ تر نن سهاره تړل شوې وه، چې له امله يې څلورو ناروغانو خپل ژوند د تورخم په دروازه کې له لاسه ورکړ.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.