Add new comment

"حکومت مکلف به دستگيرى و مجازات عاملان سربريدن ها است"

باميان (پژواک ، ٢٠ عقرب ٩٤): د باميانو والي او مدني فعالانو، حکومت په ځانګړې توګه امنيتي ځواکونه د اوو کسانو سر پرېکوونکو پر نيولو او هغوى ته د سزا پر ورکولو باندې مکلف وګڼل.
هغه غونډه چې نن په باميانو کې د مدني ټولنې د غونډو په دفتر (مجما) کې ترسره شوه، هغوى د قربانيانو له کورنيو سره د خواخوږي تر څنګ وويل چې حکومت بايد په دې اړه چوپ پاتې نه شي.
د (مجما) مشر حسين داد احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې حکومت دې د دې خونړۍ او زړه بوږنوونکې  پېښې قاتلان تر نيولو وروسته مجازات کړي او د يادو اوو کسانو خاورو ته د سپارلو په مراسمو کې دې برخه واخلي.
د راپورونو له مخې، داعش وسله والو تېره مياشت دا کسان د غزني ولايت له جاغوري ولسوالۍ څخه تښتولي وو چې د لړم په ١٧مه د ملا اخترمحمد منصور په مشرۍ د وسله والو طالبانو او ملا منصور جنګياليو تر منځ نښتو له امله،  داعش وسله والو له تښتول شوو کسانو څخه  د زابل ارغنداب ولسوالۍ سردرې سيمه کې سرونه غوڅ کړل.
په قربانيانو کې درى ښځې او د لږ عمر يوه نجلۍ هم شامل دي.
همداراز نن مازديګر د باميانو والي په يوه خبري ناسته کې د سرپرېکولو دا پېښه په کلکه وغندله او هغه يې غير انساني عمل وباله او ويې ويل: "حکومت په ځانګړې توګه امنيتي ځواکونه مکلف دي چې  د يادو اوو کسانو وژلو عاملين چې ماشومان او ښځې هم په کې شامل دي او ټول مسافر وو، د قانون منګلو ته وسپاري."
هغه په دې ناسته کې چې د باميانو ولايت امنيتي مسوولينو، د ولايت مرستيال او ملي امنيت رييس هم ګډون درلود، زياته کړه چې سوله ييز لاريون د خلکو حق دى او خلک بايد د خپل حق غوښتلو غږ د حکومت غوږونو ته ورورسوي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د مدني بنسټونو په ګډون سلګونو کسانو پرون په باميان ښار کې لاريون وکړ او د اوو کسانو وژلو عاملان يې محکوم کړل او دولت يې پر دې ګرم وباله چې د داعش وسله والو له منګلو يې خلاص نه کړل.
د يادونې ده چې نن د ښځو په ګډون زرګونو کسانو کابل ښار کې لاريون وکړ او د ارګ په مخ کې راغونډ شوي وو چې د حکومتي مشرانو د استعفا او د دې پېښې عاملانو ته يې د مجازاتو غوښتنه کوله.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.