Add new comment

تظاهراتى به مخالفت و حمايت والى غور برگزار شد

فېروزکوه (پژواک، ٢٦ تله ٩٤):  نن په غور کې د والي په مخالفت يو لاريون او د هغه په ملاتړ دوه لاريونونه ترسره شول او والي وايي چې د مخالفينو فشار ته به تسليمه نه شي.
د ولسي جرګې پخوانۍ غړي سيما جوينده چې د روان کال چنګاښ مياشت کې د غور د نوې والي په توګه کار پيل کړ، له فساد سره مبارزه، د شخړو هوارول او د امنيت ټينګښت يې له  خپل کاري لومړيتوبونو څخه بللي دي.
نن سلګونو کسانو د ولايتي شورا او علماوو شورا غړو په ګډون، د ولايتي شورا له دفتره د غور مرکز،  فيروز کوه ښار تر چوک پورې لاريون وکړ او د مېرمن جوينده د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه.
د ولايتي شورا مشر فضل حق احسان وويل چې والي د مديريت کمزورتيا لري او دولت بايد بل کس د والي په توګه وټاکلي.
هغه زياته کړه چې يوه ښځه والي د ادارې وړتيا نه لري او له کومې مودې يې چې کار پيل کړى دى، نه ده توانېدلې چې د غور د خلکو ستونزو ته ځان ورسوي.
د دغه لاريون کوونکو له ستنېدو وروسته، سلګونو ښځو د والي له دفتره لاريون پيل کړ او د ښار په چوک کې يې خپل ملاتړ له والي څخه څرګند کړ او ويې ويل چې له ښځو سره توپيري چلند نور بس دى.
ګل پيدا يوې مدني فعالې وويل: "تبعيض بس دى، د ښځې جرم په نوم بايد له خپلو حقونو څخه محروم نه شو."
دې مېرمنې زياته کړه، له څو مياشتو راهيسې چې والي کار پيل کړى دى، کار يې ښه دى او نه شي کولى چې ټولو ستونزو باندې يو ځل برلاسى ومومي.
له دې وروسته د ځوانانو، ښوونکو او د ښار اصنافو په ګډون شاوخوا زرو کسانو له جامع جومات څخه تر چوک پورې لاريون وکړ او له والي څخه پر ملاتړ يې ټينګار کاوو.
ستار سنجر يوه مدني فعال وويل: "اوسمهال چې په هېواد کې جګړه روانه ده او په دولينه ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده، د ولايتي شورا خوځښتونه دښمن ته موکه په لاس له ورکولو پرته، بل پيغام نه لري."
هغه زياته کړه چې ولايتي شورا او يو شمېر سيمه ييز قوماندانان، د سيند اړوند ځمکه او زرغونه سيمه خپلو اړوندو او مشخصو کسانو باندې ووېشله، کله چې د غور والي د دغه کار مخنيوى وکړ، په لاريونونو يې لاس پورې کړ چې لاريونونه يې د توجيه وړ نه دي.
سيما جوينده هم وايي، کومو کسانو چې د دې پر ضد لاريون کړى دى، له دندې څخه وړاندې يې هم غور ته له ورتګ سره مخالفت کاوو.
د غور والي پژواک خبري اژانس ته وويل چې هغوى له قانون څخه پورته غوښتنې لري او نه غواړي چې د هغوى نامشروع غوښتنو ته غاړه کېږدي.
هغه چې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والي ده، زياته يې کړه: "زما پيغام دا دى چې يوه ښځه کولى شي مديريت وکړي او قانون پلى کړي او که يوه ورځ هم دغه مقام کې پاتې شم، فشارونو ته به سر ټيټ نه کړم."
مېرمن جوينده چې لوړې زده کړې لري، د ښوونکې او د کليو پراختيا وزارت کارکوونکي په توګه يې دندې ترسره کړې دي، په ډاګه کړه چې د غور د ښځو وضعيت ته لږ پاملرنه شوې ده او هغه هڅه کوي چې په سيمه ييزه اداره کې د ښځو نقش پياوړى کړي.

 

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.