Add new comment

Child marriages show increasing trend in Ghor

فيروزکوه (پژواک، ١٩ تله ٩٤): "غواړم چې خپلې مور او پلار ته ورشم او له ماشومانو سره په کوڅې کې لوبې وکړم، خو ما نه پرېږدي."
دا د ٨ کلنې سليمې خبرې دي چې د غور ولايت مرکز د فيروزکوه مدرسې اصلي اوسېدونکې ده، چې يو کال وړاندې د خپل پلار له لوري يو پنځلس کلن هلک ته واده کړل شوې ده.
سليمه وايي چې د مور او پلار له کوره لرې د خپل مېړه په کور کې سختې شپې ورځې سبا کوي.
د سليمې پلار چې ٣٥ کلن دى، د خپلې لور په بدل کې يوه نجلۍ د سليمې له خوسرګنۍ څخه ځان ته په نکاح کړې چې ياده نجلۍ د هغه دويمه ښځه ده.
ياده نجلۍ چې تر اوسه ماشومه ده او د مور او پلار له مينې او د ماشومانو له لوبو بل هېڅ نه پېژني، پژواک خبري اژانس ته وويل، يوازې هغه څه چې ورباندې پوهېږي، د مور او پلار جلاوالى دى چې همېشه يې له امله ځوريږي.
هغه چې ان د ښځې او مېړه په کليمه هم نه پوهېږي او تر اوسه پورې د ماشومانو په دنياګۍ کې ډوبه ده؛ زياته کړه: "له خپلې خواښې او يور سره کار کوم او له ډېر وخت راهيسې مې خپل مور او پلار نه دي ليدلي."
يادې ماشومې چې لا يې سمې خبرې هم نه شوى کولى او ډېره ستړې تر سترګو کېده، په سترګو کې يې ډنډ-ډنډ اوښکې ودرېدې او په ژړا شوه، خو يو څه موده وروسته يې په ژړغوني اواز سره وويل چې غواړې خپلې مور او پلار ته ورشي او له ماشومانو سره لوبې وکړي.
د سليمې د خسرګنۍ يوه ګاونډي عبدالرحيم وويل چې ياده کورنۍ سليمه ان خپلې پلارګنۍ کره هم نه پرېږدي؛ ځکه پلار يې د دوى لور ته اجازه نه ورکوي چې خپلې پلارګنۍ کره راشي.
هغه زياته کړه: "سليمې ته يې خواښې او بن اجازه نه ورکوي چې له نورو ماشومانو سره لوبې وکړي، ډېر وخت له دوى سره په کور کې کار کوي او ډېرى وخت د خواښې، لېورونو او يوڼو له لوري ځورل کېږي او پر هغې سياست کوي، خو سليمه له ژړا پرته بل کار نه شي کولى."
هغه زياته کړه چې سليمه له تېر يوه کال راهيسې واده شوې، اسرايل (د سليمې مېړه) په درنو کارونو بوخت دى او تر اوسه پورې د ښځې فکر نه کوي او نه غواړي او يا نه پوهېږي چې له خپلې ښځې ملاتړ وکړي.
عبدالرحيم زياته کړه، د دوى په کلي چې شاوخوا سل کورنۍ ژوند کوي، د ټيټ عمر ودونه رواج ګرځېدلي او په دغه کلي کې تر اوسه پورې د ورته ودونو ٥٠ موارده تر سترګو شوي دي.
په اساسي قانون کې د نجونو د واده عمر ١٨ کاله او په مدني قانون کې ١٦ کاله ذکر شوى چې نجونې ياد عمر ته له رسېدو وړاندې بايد واده نه شي.
يوازې سليمه نه ده چې په ماشوماتوب کې نکاح شوې ده.
٢١ کلنې خديجې چې يوولس کاله وړاندې يې واده کړى، وويل: "يوه ماشومه وم او په څه نه پوهېدم، پلار مې زه د وريندارې په بدل باندې چې پېغله وه، ورکړم او د واده پر مهال زما مېړه يوازې څلور کاله له ما مشر و، په پنځلس کلنۍ کې مور شوم، اوس درې اولادونه لرم او څلورم بچى مې هم په خېټه دى."
هغې زياته کړه چې تر اوسه پورې له تاوتريخوالي سره نه ده مخ شوې، خو دا چې په ماشومتوب کې يې واده کړې او د اولادونو مور ده، ډېرى وخت ناروغه وي، تر اوسه پورې کابل ته دوه ځلې د درملنې په موخه تللې، خو روغه شوې نه ده.
يادې مور زياته کړه، همېشه د سر او معدې درد ورسره ملګرى وي او د يوه زوى سترګه يې هم معيوبه ده.
خديجې زياته کړه: "نه مې له ماشومانو خوند اخيستى، نه له واده او اوس هم ناروغه يم."
د غور د ښځو چارو رياست شمېرې څرګندوي چې تېر کال د ټيټ عمر ٤ موارد، خو سږ کال ١٢ موارد ثبت شوي دي.
د غور د ښځو چارو مشرې معصومې انوري وويل چې دغه شمېرې د ټيټ عمر له هغو ودونو پرته ثبت شوې چې خلک يې ثبتول نه غواړي.
هغې زياته کړه: "کله چې نجلۍ د مېړه کور ته لاړه نو له ښوونځي محروميږي. په هغې درانه کارونه کوي. له هغې سره خراب چلن کوي. د مور او پلار له مينې لرې کېږي. له رواني پلوه له ستونزو سره مخ کېږي. کله چې د ټيټ عمر پر مهال اميندواره کېږي او دا چې له جسمي او رواني پلوه چمتو نه وي؛ له ډېرو ستونزو سره مخ کېږي. کله چې لويه شي، يا نجلۍ او يا هلک ناراضه وي او دا کار بيا د تاوتريخوالي او له کور څخه د تېښتې لامل کېږي."
مېرمن انوري زياته کړه چې په غور کې د ټيټ عمر د ودونو ناوړه فرهنګ ډېر رواج دى او ان ماشومې نجلۍ د ورور، پلار او تره لپاره د واده لپاره د لويو نجونو په بدل کې، وديږي او د تاوتريخوالي ډېرې پېښې د ټيټ عمر د ودونو په اړه رامنځته کېږي.
د ښځو چارو مشرې څرګنده کړه، که چېرې د تاوتريخوالي په منع قانون کې د ټيټ عمر واده غيرقانوني وي، نو بيا ولې تر اوسه پوې د دې کار په اړوند څوک نه دي محاکمه شوي او د افغانستان په څېر په يوه سنتي ټولنه کې د دغه حکم پلي کول يو سخت کار دى.
مېرمن انوري زياته کړه: ((په ګڼو مواردو چې ښځې له تاوتريخوالي سره مخ کېږي، خپل غږ نه شي وچتولى او نه دولت ته مراجعه کولى شي، اړ دي چې تاوتريخوالى وزغمي او له دې تاوتريخوالي سره له نړۍ سترګې پټې کړي.))
د ښځو چارو رياست شمېرې څرګندوي چې سږکال د تاوتريخوالي کچه د تېر کال په پرته لوده ده.
د دې شمېرو له مخې، د تېر کال تر تلې مياشت پورې ٢١ موارد او په ټول کال کې د ښځو پر وړاندې ٣٦ موارد ثبت شوي وو چې ځان وژنه، له کوره تېښته، وهل ډبول او له د نفقې نه ورکول په کې شامل وو.
خو د روان کال له پيل نه تر اوسه پورې (د تلې مياشت) د تاوتريخوالي ٨٦ موارد ثبت شوي چې شپږ وژنې، يوه ځانوژنه، درې د ژوبلېدو، يوه د تښتونې پېښه په کې شامل دي، په همدې توګه په بدو کې ورکول، وهل، نفقه نه ورکول او له کوره تېښه يې نور موارد دي.
د ښځو چارو مشرې وويل: ((دې د پام وړ زياتوالي موږ سخت اندېښمن کړي يو چې بايد پر وړاندې يې مبارزه وشي.))
په ټيټ عمر کې ودونه او د ځان وژنه هڅې هم په کې دي.
٣٣ کلنې ګل اندامې چې په کم عمر کې يې واده کړى، وويل چې ١٣ کلنه وه چې خسر يې خپله کوچنۍ لور د دې ورور ته ورکړه او دا يې خپل زوى ته نکاح کړه.
هغې زياته کړه: ((وروسته چې لويه شوم، د خسرګنۍ او پلارګنۍ تر منځ مې دعوه رامنځته شوه. د طالبان د حکومت زمانه وه، د خسرګنۍ مې طالبانو ته عريضه وکړه، طالبانو مې پلار ته امر وکړ چې بايد خپله لور ورکړي، د خسر کورنۍ مې له وريندارې سره په موټر کې زموږ کورته راوستله ، زه يې له واده پرته له تاوتريخوالي سره د خپل خاوند کور ته يوړم.))
دې مېرمنې زياته کړه چې خاوند يې د خپلې عمه لور هم نکاح کړه او د دوو ښځو خاوند شو، له دې سره يې تاوتريخوالى زيات کړ، تر دې چې تېر کال يې څاه ته وغورځوله، په څاه کې اوبه نه وې، کله يې چې بېرته را و ايستله، نو ملا مې ماته وه، کابل ته يې ولېږدوله او بيا يې عمليات کړه.
ګل اندام وويل: ((اوس د خپل پلار په کور کې يم، پښې مې وچې شوې، نور په لاره د تګ توان نه لرم، شپه ورځ هم خپله او هم کورنۍ راسره په عذاب ده.))
هغې زياته کړه چې ماشوم لري، د دې او خاوند تر منځ يې لا هم جنجالونه شته، اوس يې يور هم له کوره شړلې، د خاله په کور کې ژوند کوي، همدا دې ټيټ عمر او له وخته وړاندې واده پايله ده.
په دې وروستيو کې په غور کې د ښځو له حقونو د دفاع، مدني بنسټونو، عدلي، قضايي او روغتيايي ادارو په کم عمر کې د وادونو سره د مبارزې په موخه غونډه وکړه ، څو ددې ناوړه فرهنګ د له منځه وړلو لپاره چې د ماشومانو پر وړاندې ښکاره تاوتريخوالى دى، لارې چارې ولټوي.
غورکې د نداى زن موسسې مشرنصرت الله نصرتيار د ماشومانو يا په ټيټ عمر کې د ودونو کې د ټولنيز او ښځو پر وړاندې د تاوترخوالي يو لامل بولي.
هغه وويل چې په همدې موخه يې تېره اوونۍ تر ((د ماشومانو ودونه او منفي پايلې يې)) تر نامه يو روزنيز سيمينار جوړ کړ، څو د خلکو د پوهاوي کچه لوړه شي.
هغه وويل: ((موږ غواړو چې له دولتي ادارو سره کار وکړو او د دې ستونزې لپاره عدالت وغواړو.))
د ((نداى زن)) دفتر له خوا د لوېديځ زون په ګډون چې غور هم په کې دى د افغانستان پنځو زونونو کې د شوې سروې له مخې، په دغه ولايت کې ٤٥ سلنه ودونه په ټيټ عمر کې کېږي چې د ماشومانو او ښځو پر وړاندې يو له سترو ستونزو او تاوتريخوالو څخه ګڼل کېږي.
نداى زن يوه غير دولتي موسسه ده چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د مشورې او د ښځو له حقونو څخه د دفاع په برخه کې فعاليت کوي او د (امن کور)) مسووليت هم ور د غاړې دى.
نصرتيا وويل چې تر اوسه پورې شاوخوا ٢٠ نجونې او ښځې د خپلو ستونزو له حل وروسته له امن خونې وتلې او اوسمهال ١٣ نورې په دې کور کې پاتې دي.
په ښکته عمر کې واده کول د زېږون پر مهال هم خطرونه لري.
د غور ولايتي روغتون مشر ډاکټر جمعه ګل يعقوبي وويل د ١٥-١٨ کاله عمر لرونکو اميندوارو مېرمنو زېږون کې د ١٨-٣٥ عمر لرونکو مېرمنو د زېږون په پرتله د مرګ دوه چنده خطر لري او له بلې خوا يې نوي زېږېدلي ماشومان معيوب او کمزوري وي او يا هم له خوارځواکۍ سره مخ کېږي، ځکه چې له رواني او جسمي اړخه نه شي کولى چې سالم ماشوم وزېږوي.
هغه زياته کړه چې خپله مور هم د وينې له کموالي او نورو ستونزو سره مخ کېږي او نه شي کولى چې خپل ماشوم وپالي. ددې ترڅنګ د کورنيو اړيکو او کوروالې لپاره هم چمتو نه وي، له رواني او جسمي تاوتريخوالي سره مخ کېږي، څو له ناروغۍ سره مخ شي.
په ټيټ عمر کې واده د درنو کارونو سبب ګرځي.
دغور د کار او ټولنيز چارو رييس ډاکټر ګل احمد عثماني په ټيټ عمر کې واده کول يو نامنلى فرهنګ بولي او وايي چې ځينې کورنۍ لويې لوڼې نه لري او له مالي ستونزو سره مخ وي، نو کوچنۍ لوڼې په بدل ورکوي، يا ماشومانې بدلوي او د پيسو په بدل کې يې ورکوي، کله چې ماشومه واده وکړي، له ښوونځي محرومېږي، درانه کارونه ورباندې کېږي او له روانې او جسمي اړخه وده نه کوي.
عثماني وويل: ((موږ د يوې ناروغې ټولنې او ناروغو ښځو او ماشومانو سره مخ يوو، دا کار بايد عالمان، دولتي ادارې، خلک، مدني ټولنې او رسنۍ په ګډه وکړي، څو د خلکو د عامه پوهاوي کچه لوړه او له دې تاوتريخجنې پديدې سره مبارزه وشي.
د تاوتريخوالي زياتېدو او په ټيټ عمر کې د ودونو کولو شمېرو له کمېدو څخه داسې مهال خبرې کېږي چې غور چارې ښځينه والي سمبالوي.
سيما جوينده چې په چنګاښ مياشت کې د غور د والي په توګه وټاکل شوه، په غور کې يې له ادارې فساد سره مبارزه، د شخړو حل، د امنيت خوندي کول او د ښځو د رول پياوړتيا له خپلو کاري لومړيتوبو وګڼل.
مېرمن جوينده چې د هېواد په کچه دويمه ښځينه والۍ او د پارلمان پخوانۍ غړې ده، د خپلې پېژندنې په غونډه کې يې د ښځو له حقونو دفاع، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي سره مبارزه له خپلو کاري لومړيتوبو وګڼله او ويل چې د خپل قانوني واک په چوکاټ کې به د ښځو سره د تاوتريخوالي قضيې وڅېړي.
جوينده چې د ښوونکې او کلو بيا رغونې او پراختيا وزارت د کار کوونکې په توګه يې کار کړى، وويل په دې ولايت کې د ښځو وضعت ته کمه پاملرنه شوې او کوښښ به وکړي چې په ځايي ادارو کې د ښځو رول پياوړى شي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.