Add new comment

مېرمن عالمي: له طالبانو سره د کندوزه له دننه مرسته شوې ده

مزارشريف (پژواک، ١٤ تله ٩٤): د  کندوز ولايتي شوار منشي وايي، د کندوز په سقوط کې په شعوري او غير شعوري توګه له وسله والو طالبانو سره په هر اړخيزه توګه مرسته شوې ده.
د يادونې ده، د تېرې اوونۍ د دوشنبې په ورځ، وسله والو طالبانو تر ډله ييزو بريدونو وروسته د کندوز ښار ونيو؛ که څه هم د کورنيو چارو وزارت د ښار د بېرته نيولو ادعا کوي، خو نن هم د ښار په مرکزي څلورلارې کې د جګړو راپورونه ورکړل شوي دي.
د کندوز ولايتي شوار منشي مېرمن زرګل عالم چې د دغه ولايت له جګړو وروسته مزارشريف ښار ته په وتلو مجبوره شوې، د تلې په ۱۴مه يې له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، که چېرې د کندوز له دننه له وسله والو طالبانو سره لاسونه ملګري نه وای؛ نو دغه ښار سقوط نه کاوه.
هغې زياته کړه: ((د کندوز د سقوط اوازه د مرکز تر مسوولينو هم رسېدلې وه، دا چې ولې پر وخت لاس پر کار نه شول، نه پوهېږم؛ خو يواځې مرکزي اداره هم ملامته نه ده، د کندوز خلکو هم له وسله وال طالب سره د کندوز په سقوط کې يا له وېرې او يا هم په شعوري توګه مرسته کړې ده.))
د نوموړې په وينا، هغو خلکو چې د کندوز په سقوط کې د کندوزه له دننه له وسله والو طالبانو سره مرسته کړې وه، خپل ځانونه ښه پېژني.
هغه وايي: ((دا هغه کسان دي چې کله مقامات يو په بل پسې تبديلېږي، نو دوی ورځي، پر وږو يې چپن وراچوي او اوږې ته يې زور هم ورکوي چې موږ درسره يو.))
مېرمن عالمي وويل، طالبان مرخېړي نه دي چې په خپله په ځمکه کې شنه شي، له دوی سره عامو خلکو، مافيايي کړيو، زورواکو، مجاهدينو او ډېرو اړخونو کې مرسته کړې، که هر چا ورسره کومک کړی، بايد محاکمه شي.
نوموړې زياته کړه، ښکاره ده چې د مرکزي دولت تر څنګ چې مسووليت يې لري، د کندوز خلک او ځينې کړۍ د کندوز په سقوط کې پړه دي.
د هغې په خبره، په کابل کې مرکزي حکومت پر دې ملامت دى چې سربېره پر دې چې په کندوز کې دننه هغه کړۍ پېژني چې له وسله والو طالبانو سره مرسته کوي، خو بيا يې هم چارې د کمېسيون تر جوړېدو پورې رالنډې دي.
د ولايتي شورا منشي په کندوز کې د وسلو له وېش څخه هم اندېښنه وښوده.
نوموړې د پوښتنې په توګه وويل، يو وخت د "ډي ډي ار" په نوم له قومندانانو وسلې ټولې شوې وې؛ اوس ولې په بېلابېلو نومونو بېرته وسلې وېشل کېږي؟
هغې زياته کړه: ((همدا پوښتنه ده چې ولې د خيزش مردمي، محلي پوليس، اربکي او داسې نورو نومونو باندې وسلې وېشل کېږي. اول دې ولې ټولوله او اوس يې ولې په دې نومونو بېرته وېشې؟))
مېرمن زرګل، په جګړه کې د "خيزش مردمي" په نوم له افغان ځواکونو سره د غير مسوولو وسله والو د شريکېدو په تړاو وويل، کله چې نظام وي، افغان ځواکونه وي، جګړه هم کولی شي؛ نو بيا نورو اړخونو ته اړتيا نشته چې جګړې ته راننوځي.
خو نوموړې په کندوز کې د ولسمشر د استازي په توګه د کندوز پخوانی والي عمر ساپی هم ګرم وباله چې له خلکو سره يې د امنيت ژمنې کړې وې، خو ترسره يې نه کړې.
د کندوز د ولايتي شورا منشي، ځينې رسنۍ او د ټولنيزې ميډيا يو شمېر اړخونه هم ګرم وبلل، چې د وسله والو طالبانو د وېرې او وحشت په خپراوي کې يې له دوی سره مرسته کړې ده.
هغې زياته کړه، وسله وال طالبان چې هڅه کوي د خپل وحشت او وېرې له لارې عام خلک وډار کړي، تېښتې ته يې چمتو کړي، په دې برخه کې ورسره ځينو رسنيو په شعوري او غير شعوري توګه مرسته وکړه.
د دې په خبره، د کندوز په پېښه کې د وسله وال طالب د بريد تر څنګ، ځينو رسنيو او د ټولنيزې ميډيا ځينو کارکوونکو حالات داسې تعبير کړل چې کندوز بايد دغه حالت ته ورسېږي.
د کندوز د ولايتي شوار منشي وويل، په کندوز کې بايد يواځې د وسله وال طالب نه، بلکې د ټولو هغو اړخونو پر وړاندې عمليات وشي، چې له وسله وال طالب سره په يوه نه، يوه بڼه مرسته کوي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.