Add new comment

پروژه هاى بزرگ در هلمند عملى ميشود

لښکرګاه (پژواک،٦ تله ۹۴): د هلمند والي وايي چې د دغه ولايت لپاره ځيني لويې پروژې منظورې شوې او په نږدې راتلونکي کې به يې د پلې کېدو چارې پيل شي.
 د هلمند والي میرزا خان رحیمي پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې په دې پروژو کې د برېښنا او سړکونو جوړولو تر څنګ ځينې نورې بنسټيزې پروژې هم شاملې دي.
هغه وويل چې د دې پروژو په پلې کېدو سره به ډېرو کسانو ته د کار زمينه برابره او په اړوندو برخو کې به د خلکو ستونزې هوارې شي.
د رحيمي د معلوماتو له مخې، د ګرشک او نوزاد تر منځ به ١٥ کيلومتره او د ګرشک او لښکرګاه تر منځ به ٣٢ کيلومتره سړک په اساسي ډول ورغول شي.
ده وويل په پام کې لري چې ډېر ژر له کجکي ولسوالۍ تر لښکرګاه او د کندهار تر ښاره د برېښنا د مزو پروژه هم پلې کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، پر يادې پروژې ١٢٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښټ راځي او دغه پروژه به هغه ستونزې هوارې کړي چې تر دې وړاندې د برېښنا د لېږد په برخه کې يې شتون درلود.
رحيمي وايي چې په دې پروژو کې په لښکرګاه ښار کې د يو درى سوه بستريز روغتون او د روغتيا په برخه کې د انسټيټيوټ جوړول هم شامل دي.
هغه زياته کړه: ((د دې ټولو پروژو قراردادونه په کابل کې شوي دي او د لوی اختر تر وروځو وروسته به يې ګټونکي شرکتونه د پلي کولو چارې پيل کړي.))
ده وويل چې د يادو پروژو د پلې کېدو له چارو څخه به دوى او خلک په ګډه څارنه کوي.
دغه راز د دغه ولایت د فواید عامې ریيس اهل الله عبیدي پژواک ته وويل چې د نوزاد، ګرشک او بُست کلا سړکونه په اساسي ډول د فوايد عامې وزارت له لوري د نړيوال بانک په مالي مرسته ورغول شي.
نوموړي وویل، د ناوې او ګرمسېر ولسوالیو تر منځ ۲۰ کیلومتره او په نادعلي کې ۱۲ کیلومتره د جغل اچونې سړکونو پروژې هم منظورې شوې چې په نږدې راتلونکي به يې د جوړونې چارې پيل شي.
د نادعلي ولسوالۍ د ټولنیزې شورا غړي غیاث الدین پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې د سړک جوړونې ځينې پروژې د ملي شورا د غړو او سيمه ييزو چارواکو تر منځ د خپلمنځي ستونزو له امله پاتې دي.
هغه د بېلګي په توګه وويل: ((د همدې شخصي ستونزو له امله د ګرشک ولسوالۍ او چاه انجير سيمې تر منځ د ٣٢ سړک د جوړونې چارې پاتې دي.))
هغه له اړوندو چارواکو غوښتنه وکړه چې په دغه شان پروژو کې د بې ځايه لاسوهنو مخه ونيسي.
د هلمند ولايت د فوايد عامې رياست د چارواکو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو کلونو کې په دغه ولايت کې څه د پاسه څلور سوه کيلومتره سړک په اساسي ډول رغول شوى خو اته سوه کيلومتره نور سړک هم رغولو ته اړتيا لري.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.