Add new comment

د سپين غر په لمنو کې د مخالفينو د ځپلو لپاره عمليات پيل شوي

جلال اباد ( پژواک، ٢٩ وږى ٩٤ ) : د ننګرهار والي وايي چې د سپين غر په لمنو کې يې د وسله والو مخالفينو د ځپلو په موخه تعرضي عمليات پيل کړي دي.
نوموړي دغه څرګندونې د مشرانو جرګې له رييس فضل هادي مسلميار سره د يوې ليدنې پر مهال کړې دي.
وروسته له هغه چې د طالبانو او داعش ډلو د ظلمونو او وحشتونو په اړه د خلکو شکايتونه زيات شول، د مشرانو جرګې رييس د ننګرهار له والي سره پر امنيتي موضوعاتو خبرې وکړې.
د ننګرهار ولايت مقام له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د مشرانو جرګې رييس له يو شمېر نورو سناتورانو سره پرون جلال اباد ته سفر وکړ او ناوخته يې له والي سليم خان کندوزي سره وليدل.
سرچينې زياته کړې، د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار په دې کتنه کې وويل چې ننګرهار د هېواد په کچه ډېر مهم ولايت دی ، په دې وروستيو کې يې امنيتي ستونزې زياتې شوي او ولسونه له کړاوونو سره مخ دي.
د مسلميار په وينا، د دې ولايت د امنيت د ټينګښت په موخه يې په کابل کې له امنيتي چارواکو   سره دغه ستونزه شريکه کړې.
هغه وايي، مرکزي چارواکو ته يې سپارښتنه کړې چې د ننګرهار ولايت د وګړو سر او مال ساتنې ته بايد ځانګړې پاملرنه وشي.
د ننګرهار والي سليم خان کندوزي زياته کړه چې د ولسونو سوکاله ژوند لپاره يې د امنيتي ارګانونو مسوولينو سره نوبتي او فوق العاده غونډې ترسره کړي.
هغه وويل چې د ولايتي ادارې اوامنيتي مسوولينو د ګډو غونډو له نتيجې وروسته پرېکړه وشوه چې د سپين غر په لمنو کې به د مخالفينو ځپلو لپاره پلان ترتيب او عملا يې تعرض پيل کړ.
د والي په وينا، امنيتي ارګانونو ته يې لارښوونه کړې چې د عملياتو پرمهال د ملکي وګړو ژوند خونديتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي، تر څو د عملياتو پرمهال زيانمن نه شي.
د يادونې ده چې په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې يې پرون چاڼيز عمليات پيل کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې نوې را پيدا شوې ډلې داعش د ننګرهار د شينوارو د ولسواليو ترڅنګ په خوږياڼو، پچير اګام، چپرهار،اچين او نورو سيمو کې فعاليتونه کړي او د خلکو پر ځورونو يې پيل کړى دى.
د ولسي جرګې مرستيال او د ننګرهار ولايت وکيل حاجي ظاهر قدير پرون ولسي جرګې ته د وينا پر مهال ادعا وکړه چې حکومت د ننګرهار امنيت ته پاملرنه نه کوي، ځکه ولسونو په خپله له ځانه  د دفاع پرېکړه کړې ده.
ددې ترڅنګ په ټولنيزو شبکو کې هم د ننګرهار د خراب امنيت په اړه د خلکو اعتراضونه او شکايتونه زيات شوي دي.
د ننګرهار په سوېلي ولسواليو کې د طالبانو او داعش ډلو له خوا پر خلکو د ظلمونو او وحشتونو له امله سلګونه کورنۍ کډوالې شوې دي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.