Add new comment

"حملۀ طالبان در راغستان عقب زده شد"

فيض اباد (پژواک،٢١ وږى ٩٤): د بدخشان امنيتي مسوولين وايي چې په راغستان ولايت کې يې د طالبانو بريد پر شا تمبولى او د نښتې پر مهال ٣٠ وسله وال مخالفين، پنځه ملي پوليس او درى ملکي کسان وژل شوي دي.
د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند لعل محمد احمدزي نن (وږي ٢١مه) پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دولتي ځواکونو او وسله والو مخالفينو ترمنځ د سختې نښتې له امله، د وسله والو مخالفينو ٣٠ کسان وژل شوي، پنځه ټپيان دي او زياتوي چې د ١٨ وسله والو مړي په سيمه کې پاتې دي.
نوموړي وويل چې امنيتي ځواکونه اوسمهال په راغستان ولسوالۍ کې د پرمختګ په حال کې دي او وسله وال د دې ولسوالۍ په کليو کې تعقيبوي.
بل پلو، د ولايتي شورا منشي او د راغستان خلکو استازي احمد جاوېد جاوېد هم پژواک ته وويل چې د نښتې پر مهال د دې ولسوالۍ درى ملکي وګړي هم وژل شوي دي.
خو د بدخشان د امنيې قوماندانۍ وياند په جګړه کې د دريو ملکي کسانو وژل کېدل نه تاييد او نه هم رد کړل؛ خو ويې ويل چې ښايي دا درى ملکي کسان د طالبانو تر ولکې لاندې سيمو کې وژل شوي وي.
د بدخشان ولايتي شورا منشي همداراز وويل چې امنيتي ځواکونه په راغستان ولسوالۍ کې وتوانېدل څو له درنې جګړې وروسته، د دولت د وسله والو مخالفينو مخه ډب کړي او هغوى د ولسوالۍ لرو پرتو سيمو ته په شا کړي.
هغه برېښناليک چې د طالبانو له لوري پژواک ته رااستول شوى په کې ادعا شوې ده چې د راغستان په جګړه کې يې د دولت وسله والو مخالفينو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
د طالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد ويلي چې لسګونه واړه او لوى کلي او پنځه امنيتي پوستې په دې ولسوالۍ کې د دوى د کسانو لاس ته ورغلي دي.
مجاهد د يادې ولسوالۍ په جګړه کې د خپلو دريو کسانو د وژل کېدو او د څلورو نورو د ټپي کېدو خبر هم ورکړ.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.