Add new comment

والي : په هلمند کې د پوليسو مرموزه وژنه زياته شوې ده

لښکرګاه(پژواک،۱۵وږی۹۴): د هلمند والي وايي چې په دې وروستيو کې  د امنيتي  چارواکو  د نه پاملرنې له امله په مرموز ډول د پوليسو وژنه ډيره شوې خو زياتوي چې د مخنيوي لپاره يې هڅې پيل کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره يو مياشت کې د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ، سنګين، ګرشک او ګرمسير ولسواليو ٣٣تنه پوليس په مرموز ډول وژل شوي دي.
د اړوندې موضوع په اړه د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د وږي په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل،په دې وروستيو کې پوليس په مرموز ډول وژل کيږي او د دې کار لاملونه هم ډير دي.
هغه زياته کړه : (( ددې پېښو لاملونه هم ډير دي، د امنيتي مسوولينو نه  پاملرنه او له خپلو پوستو او پرسونل  څخه ناخبري ده، چې له مخې يې د دولت وسله وال مخالفين د پوليسو ليکو ته ننوځي او بيا پوليس وژني.))
د رحيمي په وينا، د کورنيو چارو وزارت له لوري د پوليسو ټولو امنيتي چارواکو ته امر شوى چې وخت په وخت له پوستو څخه ليدنه وکړي خو ځينې چارواکي په دې کار کې غفلت کوي.
ده وويل : (( ځينې وختونه يو شمېر کسان د طالبانو له خوا وګومارل شي، د مېلمه په نوم او يا هم د ناسوقه پوليس په نوم پوستې ته راځي او بيا پوليس وژني.))
هغه وايي چې د پوليسو د مرموزو وژنو د مخنيوي په موخه يې يو پلاوى ګومارلى ترڅو په دې برخه کې غفلت کوونکي کسان په نښه کړي.
ده وويل چې د ياد پلاوي تر څېړنو وروسته به ټولو هغو کسانو ته له قانون سره سم سزا ورکړل شي چې په دې برخه کې يې غفلت کړى دى.
د رحيمي په وينا، پلان لري چې د ولسواليو او د پوستو د قوماندانانو په ليکو کې هم د پام وړ بدلونونه رامنځته شي.
دغه راز د ګرمسير ولسوالۍ اوسېدونکي ژيړګل پژواک ته وويل : ((  درې ورځې وړاندې مې زوی د ښايسته ګل په نوم له شپږو نورو پوليسوسره يوځاى په پوسته کې ووژل شو.))
د هغه په وينا،  دغه ډول پېښې د چارواکو د کمزورې رهبرۍ له امله رامنځته کيږي.
هغه وايي : (( بې تجربې کسان په لوړو پوستونو ګومارل کيږي، فساد په کې دوام لري، چې له امله يې وسله وال طالبان په اسانۍ سره کولی شي، خپل هدف ته ور سيږي.))
دغه راز د لښکرګاه ښار اوسېدونکي عبدالمالک بارکزي وويل چې د پوليسو ټول لوړ پوستونه د سيمه ييزو چارواکو ترمنځ ويشل شوي دي.
خو هغه په دې برخه کې نور جزئيات ورنه کړل.
ده زياته کړه : (( دغه ډول فساد د دې لامل کيږي چې وسله وال طالبان د پوليسو ليکو ته ننوځي او پوليس و وژني.))
هغه له حکومتي چارواکو څخه غوښتنه وکړه چې د پوليسو په ليکو کې د پام وړ بدلونونه راولي ، ترڅو د مرموزو وژنو او نورو پېښو مخنيوى وشي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې د هلمند ولايت په ځينو ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتې وشوې ، چې له امله يې يو شمېر سرتېري ووژل شول.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.