Add new comment

وکيلان: د حکومتي چارواکو بې غوريو هلمند کې ناامني ډېره کړې

لښکرګاه (پژواک، ٤ وږی ۹۴): د هلمند د ولایتي شورا ځيني غړي وايي چې حکومتي چارواکي يې د چارو په برخه کې مشورې نه اوري نو ځکه له ستونزو سره مخ کېږي.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزي د وږي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د موسى کلا او ځينو نورو ولسواليو د امنيت د ټينګښت په اړه يې امنيتي چارواکو ته مشورې ورکړې دي خو هغوى پرې عمل نه دى کړى.
دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه موسى کلا ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ او لسګونو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه وايي: "اوس امکان لري چې نورې شمالي ولسوالۍ هم یو په بل پسي د دولت د وسله والو مخالفینو لاس ته ورشي."
هغه زياتوي: "موږ د میډیا له لارې په مرکزي دولت غږ کړی چې د ولسوالیو امنیتي مسوولینو د دندو ځایونه تغیرکړي، کمزورتیاوې په نښه کړي، خو دولت دا کار نه دی کړی.))
عليزي وويل که حکومتي مسوولين دغه شان د ولايتي شورا د غړو د مشورو په برخه کې بې غوري وکړي نو امکان لري چې ډېر ژر د لښکرګاه ښار هم نا امنه شي.
نوموړي زیاته کړه اوس مهال له مرکز څخه چارواکي د پیسو او واسطو پر بنسټ پر دندو ګومارل کېږي، مسلک، تجربې او د خلکو غوښتنې په نظر کې نه نیول کېږي چې له امله يې ورځ تر بلې ستونزې ډېریږي.
هغه وويل: "زموږ دنده دا ده چې د خلکو ستونزې راټولې کړو، د هغوی غوښتنې تر والي، قوماندان او نور مسوولینو ورسوو چې دا کار مو کړی دی خو مسوولينو ورته پاملرنه نه ده کړې.))
دغه راز د هلمند د ولایتي شورا بل غړي عطاء الله افغان هم وايي چې حکومتي چارواکي د دوى غوښتنې او مشورې په پام کې نه نيسي.
هغه وايي چې د هلمند د امنيت د ټينګښت لپاره بايد د امنيتي ځواکونو تر منځ همغږي رامنځته شي او دا کار بايد حکومتي مشران وکړي.
افغان وویل: "موږ په هلمند کې ۳۰زره وسله وال پوځ لرو، خو د کمزورې ادارې له امله سمه ګټه نه ده ترې پورته شوې، هره ورځ سرتېري وژل کېږي، سیمې طالبان نیسي چې دا ټولې ستونزې د یوه غښتلي مدیریت نه شتون دی چې د پرمختګ پرځای دولت پر شا روان دى او سیمې د دولت د وسله والو مخالفينو په لاس ورځي."
نوموړي زیاته کړه، هلمند ته په ښکاره د پاکستان له کوټې ښار څخه وسلې رالېږل کېږي، رهبري يې له هغه ځایه کېږي او په دې کار کې طالبانو پرمختګ کړی دی.
نوموي وویل: "له ولسمشر څخه غوښتنه کوو چې د ده دوهم مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له خوا د زرګونو سرتېرو او امکاناتو په درلودلو سره په شمالي ولایتونو کې د طالبانو په ضد جګړه کوي، هلمند ته دې هم راشي، که دی نه وي، وزیر داخله، وزیر دفاع او یا هم نور امنیتي لوړپوړي مسوولین دې ولایت ته راشي او امنيت دې ټينګ کړي."
هغه وايي چې په دغه ولايت کې اوس جګړه ځکه ډېره ګرمه شوې چې پاکستان او د نشه يي توکو قاچاق وړونکي په ښکاره له وسله والو طالبانو سره مرستې کوي.
د هلمند د ولايتي شورا بل غړي او د موسى کلا ولسوالۍ اوسيدونکي عبدالمجید اخندزاده هم وویل چې د موسى کلا د امنيت د ټينګښت په اړه يي د ولسي جرګې له غړو او امنيتي چارواکو سره خبرې کړې خو دې ولسوالۍ ته هېڅ ډول پاملرنه نه ده شوې.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.