Add new comment

خصومت ٢٥ ساله بين دو خانواده در کنر پايان يافت

اسعداباد (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٤): د کونړ په څوکۍ ولسوالۍ کې د دوو کورنيو تر منځ پنځه ويشت کلنې دښمنۍ ته د پاى ټکى کېښودل شو.
د کونړ د ولايتي شورا مشر دين محمد ســـاپي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دواړه کورنۍ د څوکۍ ولسوالۍ د ديوګل درې د پادينزو سيمې اوسېدونکي دي.
هغه زياته کړه: ((دغه دواړه کورنۍ په خپلو کې سره تره زامن دي خو  ٢٥ کاله وړاندې د دې دوو کورنيو تر منځ د  يوې ټوټې ځمکې پر سر دښمني پيدا شوه.))
هغه وايي چې په دې موده کې له دواړو لورو ٦ تنه وژل شوي او لس نور ټپيان شوي دي.
د ساپي د معلوماتو له مخې، د حاجي امان خان او حاجي خان جان  د کورنيو تر منځ د يادې شخړې د پاى ته رسېدو په موخه د دغه  ولايت د څوکۍ، نورګل، خاص کونړ او نرنګ ولسواليو قومي مشران او د ولايتي شورا غړي سره يو ځاى شوي وو.
هغه زياته کړه: ((د جرګې غړو پرېکړه وکړه چې له دواړو لورو څخه په مساوي توګه کسان وژل شوي او ټپيان شوي دي نو دښمني بايد پاى ومومي او ځمکه يې هم د دواړو په منځ کې په مساوي توګه ووېشله.))
ده وويل چې د پرېکړې د عملي کېدو په موخه له دواړو لورو دوه دوه ميليونه افغانۍ ضمانت اخيستل شوى دى.
د حاجي امان الله خان د کورنۍ يوه غړي کوچي حقاني پژواک ته وويل: ((دا ډېره لويه فتنه وه ښه شوه چې په خير ترې خلاص شو.))
ده له نورو خلکو هم غوښتنه وکړه چې په ورځنيو معاملاتو کې له زغم څخه کار واخلي تر څو له ورته ستونزو سره مخ نه شي.
دغه راز د حاجي خان جان د کورنۍ غړي عسکر خان وويل: ((موږ هم له دې پرېکړې خوښ يو، موږ له ټولو هغو مشرانو مننه کوو چې زموږ د شخړې په حل کې يې ډېرې هلې ځلې وکړې او موږ يې بېرته په يوه ټغر سره کېنولو.))
د کونړ مرستيال والي قاضي محمدنبي احمدي وويل، د ولس او حکومت دنده ده چې د دغه شان ستونزو د حل په برخه کې جدي هلې ځلې وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.