Add new comment

جاني خېلو کې درې پوليس ووژل شول

ښرنه (پژواک ٢٦ زمرى ٩٤): د پکتيکا د ولايتي شورا مشر وايي، د دې ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو درې سيمه ييز پوليس وژلي دي.
د ولايتي شورا مشر افسر خان، پژواک خبري اژانس ته وويل، د جاني خېلو په شاطورو سيمه کې وسله والو طالبانو نن مازيګر شاوخوا څلور بجې درې سيمه ييز پوليس وژلي او د هغوى وسلې يې هم له ځان سره وړې دي.
د جاني خېلو ولسوالۍ يوه اوسېدونکى نظرالدين هم وايي، چې دغه پوليس هغه مهال د طالبانو له لوري ووژل شول، کله يې چې خپلې پوستې ته له چينې څخه اوبه وړې.
ده زياته کړه، وژل شوي درې واړه سيمه ييز پوليس د جاني خېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وو.
وسله والو طالبانو بيا د دې پېښې په اړه تراوسه پورې څه نه دي ويلي.
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.