Add new comment

شورای ولایتی کندز خواهان بازپسگيری مناطق از دست رفته است

کندوز (پژواک، ٢٥ زمرى ٩٤): د کندوز ولايتي شورا د دشت ارچي او ځينو نورو سيمو له لاسه وتل د ځايي چارواکو د بې کفايتۍ پايله ګڼي او غوښتنه کوي چې دا ساحې دې له طالبانو بېرته ونيول شي.
دشت ارچي د روان کال د چنګاښ په لومړۍ نېټه وسله والو طالبانو ونيوله، خو دولت تر اوسه هم نه دى توانېدلى چې دا ولسوالي بېرته ونيسي.
د کندوز ښار ته څېرمه د ګورتپه سيمه له تېرو دوو مياشتو راهيسې، د خان ولسوالۍ اقتاش سيمه او د قلعه زال ځينې برخې له څه کم يوې مياشتې راهيسې د وسله والو مخالفينو په واک کې دي.
د کندوز ولايتي شورا مشر محمديوسف وايي چې د ځايي چارواکو د کاري وړتيا او د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره د پرېکنده ادارې او اړينې همغږۍ نشتوالى د دې سبب شوى چې وسله وال مخالفين پياوړي شي او دا سيمې ونيسي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((موږ څو ځله ددې ولسوالۍ د احتمالي سقوط په اړه ځايي او مرکزي چارواکو ته خبر دارى ورکړى او ويلي مو دي چې اعتراض کوو، سړکونه تړو، د خداى لپاره! کوښښ وکړئ چې هېڅ سيمه د طالبانو لاس ته ورنه شي، خو زموږ غږ هېڅ وا نه ورېدل شو.))
د کندوز ولايتي شورا مشر زياته کړه، که څه هم له کابل نه ددې سيمو د بېرته نيولو لپاره پوره امنيتي ځواکونه را واستول شول، خو له عملياتو پرته بېرته ووتل.
ايوبي زياته کړه چې د له لاسه وتلو سيمو بېرته نيول د ځايي امنيتي ځواکونو له توان نه لوړه ده او حکومت بايد په دې برخه کې ډېر ژر اقدام وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د دشت ارچي ولسوالۍ اوسېدونکو اوس اوس ويلي چې طالبان له خلکو نه سرتېري او باج غواړي او څوک چې ورسره مقاومت وکړي، له وهلو ډبولو سره مخ کېږي.
يوه ځايي اوسېدونکي چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل چې طالبانو د سيمې د وګړو شمېر ته په پام سره په هر جومات له ١٥ څخه تر ٥٠ زرو پورې افغانۍ ټاکلې چې بايد دوى ته ورکړل شي.
د سرچينې په خبره، د دوى په سيمه کې سل کورنۍ ژوند کوي او د کلي ارباب له هرې کورنۍ نه ١٥٠ زره افغانۍ دده په ګډون ټولې کړې او د لېست له مخې يې طالبانو ته سپارلې، په داسې حال کې چې خلک بېوزلي دي او د دې پيسو د ورکړې توان نه لري.
د کندوز ولايتي شورا منشي زرګل عالمي وويل: ((د تېرو کلونو جګړې د زرګونو کورنيو د بې ځايه کېدو سبب شوې او دولت ورسره اړينه مرسته نه ده کړې، هغوى په مياشتو مياشتو تر شنه اسمان لاندې په سوځوونکي لمر کې پاتې شوي، له ځينو سره يې مرستې شوې او ځينې نور يې له کومې مرسته پرته بېرته د جګړې د اور په منځ کې خپلو کورونو ته ستنې شوې دي.))
د روان کال په جګړو کې څه باندې ١٨ کورنۍ چې شمېره يې شاوخوا سل زره تو رسېږي، له دشت ارچي، قلعه زال، خان اباد، امام صاحب او چهاردرې ولسوالۍ څخه د کندوز ښار په ګډون خوندي سيمو ته بې ځايه شوې چې د ځايي چارواکو په خبره، نيمايي برخه يې بېرته خپل کور کلي ته ستنې شوې دي.
د کندوز د ولايتي شورا منشي وويل چې خلک له سختو ستونزو سره مخ دي او غواړي چې سيمې يې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکې شي.
هغه زياته کړه: ((امنيتي ځواکونه بايد ډېر ژر پراخه چاڼيز عمليات پيل کړي او د دې ساحو له بېرته نيولو وروسته د سيمې اوسېدونکو ته اړينې اسانتياوې برابرې کړي.))
د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وويل چې امنيتي ځواکونه د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو لپاره پياوړې اراده لري.
هغه زياته کړه چې امنيتي ځواکونه په نږدې ورځو کې د له لاسه وتلو سيمو د بېرته نيولو په موخه پراخه او همغږي عمليات پيلوي چې په تر سره کېدو سره به يې ټولې سيمې بېرته ونيول شي.
حسيني زياته کړه، کوښښ کوي چې په دې عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.
د ويلو ده چې د شال ختيځ زون د بشري حقونو خپلواک کميسيون له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې د وسله والو شخړو پرمهال دې د هڅه وکړي چې ملکي وګړو ته زيان ونه رسېږي.
د کميسيون شمېرې څېرګندوي چې د روان کال په اوږدو کې په دې زون(کندوز، تخار او بغلان) کې ٤٤ ملکي وګړي وژل شوي او څه باندې ٦٠٠ نور ژوبل شوي دي.
دا مرګ ژوبله د ځانمرګو بريدونو، چاودنو، نښلوونکو ماينونو، سړک غاړې او موټر ضد ماينونو، جګړې او وسله والو شخړو په سبب رامنځته شوې ده.
له دې ډلې يواځې ٢٦ تنه چې ښځې او ماشومان په کې دي وژل شوي، ٥٨٩ ژوبل شوي چې د دوو نورو ولايتونو په پرتله د مرګ ژوبلې اوچته کچه ښيي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.