Add new comment

دو منطقه ستراتیژیک در فارياب به کنترول دولت در آمد

مېمنه (پژواک ٢٢ زمرى ٩٤): سيمه ييزو چارواکو د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کې له طالبانو څخه د خواجه کنتي او شاخ په نومونو د دوه ستراتيژيکو سيمو له نيولو خبر ورکړى دى.
د فارياب ولايت مرستيال او سرپرست عبدالستار بارز وايي چې د ملي اردو په مشرۍ ګډ عمليات پيل شوي او يو ساعت وړاندې يې د خواجه کنتى او شاخ بازار سيمې له ګاونډ سيمو سره نيولې او طالبانو ته يې پکې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
نوموړي د ښکېل لوري د مرګ ژوبلې په اړه معلومات ورنکړل او پژواک خبري اژانس ته يې وويل چې سيمې ته تازه دمي ځواکونه راغلي او په دې اړه يې تر اوسه پورې کره راپور نه دى ورکړى.
ورته مهال د ولايتي شورا مشر سيد عبدالباقي هاشمي چې د جګړې په لومړۍ ليکه کې يې شتون درلود، وويل چې دولتي ځواکونو د ولسي ځواکونو په مرسته نن سهار له دريو لوريو (تګاب ايرک، بارکزى او ارکليک) د شاخ پر بازار بريد پيل کړ.
هاشمي وويل، چې د شاخ له بازار پرته د غوره، زيارتګاه، يکه باغ، تويمست، زغفران او لسګونه نور کلي پاک شوي او طالبان له ډېرې مرګ ژوبلې وروسته د ترکستان تيربند غرونو ته تښتېدلي.
خواجه کنتي چې ٢٠ کلي لري، دوه کاله وړاندې او د شاخ بازار چې يوه عايداتي سيمه ده، له ياد کلي سره يو ځاى يو نيم کال وړاندې د طالبانو لاس ته غورځېدلي و.
د ولايتي شورا مشر د طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه معلومات وړاندې نه کړل، خو ويې ويل چې يو ملي پوليس په جګړه کې او دوه ملکيان په يوه کور باندې د وسلوالو طالبانو د راکټ لګېدو له امله وژل شوي او دغه راز يو پوليس ټپي شوى دى.
د قيصار يوه مخور چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، د دولتي ځواکونو له لوري د شاخ بازار او ګاونډ سيمې نيول ومنل، خو وايي چې خواجه کنتي تر اوسه پورې د طالبانو په لاس کې ده.
هغه وويل، شا وخوا ٢٥ وسلوال طالبان چې د جګړې پر مهال تسليم شوي؛ د قيصار مرکز ته لېږدول شوي دي.
د قيصار په کلينيک کې يوه سرچينه وايي، چې تر اوسه پورې کلنيک ته د درملنې په موخه د امنيتي ځواکونو دوه ټپيان راوړل شوي دي.
طالبانو تر اوه اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د خواجه کنتي او شاخ سټراټيژيکې سيمې په داسې حال کې د دولت لاس ته ورغلې، چې د ولسمشر لومړى مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم له تېرې يوې اونۍ راهيسې د امنيتي ځواکونو د مشورې او لارښوونې لپاره د قيصار ولسوالۍ په عملياتو کې ګډون لري او طالبانو ته يې ګواښ کړى چې که چېرې تسليم نه شي نو د دولتي سرتېرو او ولسي ځواکونو له لوري به وځپل شي.
له دې وړاندې د المار په ولسوالۍ کې د قرايي او تربت مهمې سيمې هم د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوې دي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.