Add new comment

امنيت نسبى زمينۀ بازسازى در جوزجان را فراهم کرده است

شبرغان (پژواک، ٢٠ زمرى ٩٤): د جوزجان ولايتي شورا له نسبي امنيته خوښي څرګندوي او وايي چې همدا شته امنيت د پراختيايي او ټولګټو پروژو د پلي کولو لپاره زمينه مساعده کړې ده.
ولايتي شوراګانې د خلکو او حکومت تر منځ د پله حيثيت لري او د ځايي ادارو له کارونو څارنه کوي، مسووليت يې دا دى چې د خلکو ستونزې دولت ته ورسوي او د حل په برخه کې يې اقدام وکړي.
د جوزجان ولايتي شورا مشر مولوي عبدالحى حيات وايي چې په تېرو ديارلسو کلونو کې د نسبي امنيت د شتون سربېره هم د ناڅرګندو لاملونو له امله د بيارغونې پروژې نه دې عملي شوې.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٠ ولسواليو کې پوخ سړک نشته، دولت د عامه ګټو په برخه کې خلکو ته خدمت نه دى کړى او تر څنګ يې له لسګونو نورو ستونزو سره هم لاس او ګرېوان دي.
خو مولوي حيات ټينګار وکړ چې د نوي حکومت په رامنځته کېدو سره امنيت ښه شوى او د پروژو د عملي کولو لپاره زمينه مساعده شوې ده.
د ولايتي شورا مشر وويل: ((پراختيايي پروژې پخوا ډېرې پيکه وې، خو اوس مو ورته هيله زياته شوې ده.))
هغه زياته کړه چې اوس اوس حکمت د لسو ښوونځيو ‎، د جوزجان پوهنتون د ودانۍ جوړولو او د پوش تپې ولسوالۍ د ٤٠ کيلومتره سړک د پخولو لپاره اقدام کړى دى.
د شبرغان- قوش تپې سړک ٤٠ کيلومتره اوږدوالى لري چې اوسمهال يې لومړني کارونه د ټولګټو وزارت له خوا روان دي او په راتلونکي کې به پوخ شي.
مولوي حيات زياته کړه چې نورې مهمې پروژې هم اوسمهال د جوزجان په مرکز شبرغان کې د عملي کېدو په حال کې دي، د جامع جومات او تخنيکي انستيتيوت ودانۍ د ترکيې په مرسته جوړېږي.
دغه جامع جومات د څه باندې دوه زره لمونځ کوونکو د ځايښت ظرفيت لري او د ترکيې د عثماني خلافت د مهال جوماتونو په ډيزاين په شبرغان ښار کې جوړېږي.
د ياد جومات لګښت شاوخوا درى نيم ميليونه امريکايي ډالر کېږي چې ترکيه يې ورکوي او د جوړولو کار يې د روان کال په غويي مياشت کې پيل شوى او د ٢٠١٦ کال په وروستيو کې بشپړېږي.
جومات په دوو پوړونو کې جوړېږي، ١٨ ستنې، ١٨ ګنبدې او دوه ١٥٠ متري منارونه لري، د جومات په دېوالونو او انګړ کې له مرمر ډبرو کار اخيستل کېږي چې پورتنى پوړ يې ښځو ته ځانګړى شوى دى.
خو د جوزجان ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې په دې موده کې د خلکو لپاره دعامه ګټو پروژې نه دي عملي شوې او اوس چې د وسله والو مخالفينو خوځښتونه حس کېږي، نو د پروژو هيله هم نه لري.
د اقچې ولسوالۍ اوسېدونکي سرداش وويل: ((امنيت په خرابېدو دى او د طالبانو خوځښتونو پراختيايي پروژې په ټپه درولې دي.))
دغه مدني فعال زياته کړه چې بايد امنيت تامين شي او د سړک، کلينيکونو، ښوونځيو اوبو رسولو او برېښنا په څېر پروژې پلې شي، ځکه چې دا پروژې د خلکو لومړنۍ اړتياوې جوړوي.
هغه هم په دې اند دى چې د حامد کرزي د حکومت پرمهال امنيت په نسبي ډول ښه و چې د پروژو د عملي کولو لپاره يې غوره فرصت رامنځته کړ و، خو د هغه د کاري ټيم له خوا د عامه ګټو خدمتونو تر سره کولو ته پاملرنه ونه شوه.
سرداش زياته کړه چې اوسمهال وضعيت داسې شوى چې د شپې له خوا د شبرغان ښار تر دوه کيلومترۍ پورې تګ راتګ نه شي کېدى.
د شبرغان ښار اوسېدونکي شهاب الدين وويل چې د نورو ولايتونو په پرتله په شبرغان ښار او ولسواليو کې امنيت ښه دى، خو ودانيز کارونه د خلکو اړتيا ته په پام سره نه دي ترسره شوي.
هغه زياته کړه: ((موږ ښوونځى او کلينيک نه لرو او له ډېرو خدمتونو بې برخې يو.))
سرچينې زياته کړه، هيله لري چې په راتلونکي کې امنيت ښه شي او د پروژې د عملي کولو لپاره زمنيه مساعده شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سړک جوړونې د شرکتونو پر ځينو کار کوونکو بريدونه شوي او مرګ ژوبله ور اوښتې ده.
تېره مياشت د شبرغان- قوش تپې پر لويه لاره د سړک جوړونې د يوه شرکت پر موټر بريد وشو چې يو کارګر يې ووژل شو او اووه نور ژوبل شول.
تر دې وړاندې هم د سړک جوړونې د همدې پروژې څلور کارکوونکي د ناپېژانده وسله والو له خوا وتښتول شول چې وروسته خوشي شول.
تېره اوونۍ هم د خواجه ګوګرک د ګازو فابريکې درې ساتونکي شبرغان ښار ته څېرمه د شپې له خوا  د وسله والو مخالفينو  په يوه بريد کې ووژل شول او يو بل ژوبل شو.
خو د جوزجان مرستيال والي عبدالرحمن محمودي وايي چې پخوا يې د عامه ګټو پروژې عملي کړې، خو د خلکو د غوښتنې په پرتله کمې دي.
محمودي وويل، پلان لري څو د تمويلوونکو موسسو کنفرانس جوړ کړي، څو د پراختيايي او عامه ګټو پروژو لپاره بوديجه ترلاسه شي.
هغه له دولت نه غوښتنه وکړه چې د جوزجان بيا رغونې ته پاملرنه وکړي.
جوزجان د هېواد له شمالي ولايتونو څخه دى چې له ترکمنستان سره پوله لري. د احصائيو د وروستيو شمېرو له مخې د دغه ولايت د وګړو شمېر ٤٦٠ زره کسه ښودل شوى دى.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.