Add new comment

Effective security, uplift plans drawn up: Wardak governor

 ميدانښار ( پژواک، ١٧ زمرى ٩٤ ) :  د ميدان وردګو والي حيات الله حيات وايي چې دا ولايت د هېواد په کچه له ناامنو ولايتونو څخه دى، خو ده ورته امنيتي پلان جوړ کړى دى.
حيات له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د والي په توګه ددې ولايت لپاره چې کله ټاکل کېده، نو فکر يې کاوه چې ميدان وردګ به ځکه با امنه ولايت وي چې د کابل له څلورو دروازو څخه يوه ده.
خو هغه وايي ، کله چې والي شو او له يوې نيمې مياشتې ارزونې او څېړنې څخه وروسته ورته جوته شوه چې که د هېواد په کچه دوه  ډير نا امنه ولايتونه وي نو  يو به يې ميدان وردګ وي .
د والي په وينا، ددې ولايت دايميرداد ولسوالۍ سل په سلو کې نا امنه ده، جغتو، نرخ ولسوالۍ ډېرې زياتې  نا امنه دي، په چک او جلرېز ولسواليو کې هم امنيت ښه نه دى.
حيات وايي چې يواځې ددې ولايت د بهسودو دوه  ولسوالۍ په امن کې دي، خو هلته د قانون حاکميت تر سوال لاندې دى.
ده زياته کړه، دا په دې مانا چې هلته بې باکه او ناپېژانده وسله وال  وجود لري ، خو دوى نه پوهېږي چا پورې تړاو لري، ولسونه ځوروي حتى په تېره اوونۍ کې د پوليسو يو منصبدار يې تر وهلو وروسته په عام بازار کې  لوڅ ګرځولى و.
د ميدان وردګو والي وايي چې ددې نا مسوولو وسله والو په اړه يې دامنيت شورا  ته راپور ورکړى او هيله لري چې په اړه به يې اقدام وشي.
د هغه په وينا، ددې ولايت په اړه يې له والي کېدو مخکې چې کوم تصور درلود، هغه په کلي ډول  تغير کړى دى.
حيات زياتوي، چې همدې نا امنيو ته په کتلو سره يې پخوا په اوونۍ کې يوه امنيتي غونډه درلوده، خو اوس دوه ځلې امنيتي غونډه جوړوي .
دى وايي : (( له دې موخه داده، څو دوى وکولى شي د خلکو خوندي کولو ته رسيدګي وکړي او دا غونډې ددې پيغام ورکوي چې دلته نا امني زياته شوې ده. ))
والي که څه هم د امنيتي اقداماتو ترسره کولو په اړه د امنيتي ملحوظاتو  له امله ډير معلومات ورنه کړل خو ډاډ يې څرګند کړ، چې د نرخ، دايميرداد، چک، جغتو ، جلرېز ولسواليو او نورو نا امنو سيمو لپاره يې ځانګړي امنيتي پلانونه جوړ کړي دي.
د هغه په وينا، دا امنيتي پلانونه يې له امنيت  شورا او اړوندو ادارو سره شريک کړي او دوى هيله من دي چې د مثبت ځواب له  ترلاسه کولو سره به خلکو ته د امنيت په فضا کې د ژوند کولو زمينه برابره کړي.
حيات وايي چې د ميدان  وردګو له ولسونو سره يې چې تر اوسه څومره ناستې کړي ولسونه له امنيتي ادارو سره پوره همکاري لري چې دغه کار دوى ته هيله مندي ورکړې .
نوموړي وويل چې د امنيتي حالت او له ولس سره د لا ښه نږدې کېدو په موخه پلان لري چې د هرې ولسوالۍ له ټولو قشرونو سره ځانګړې ليدنې وکړې او ورسره اړونده مسايل شريک کړي .
د والي په وينا، په دې ليدنو کې به د خلکو نظرونه او وړانديزونه هم واوري او د هغو په رڼا کې به بيا پرې عمل وکړي.
دى زياتوي چې په دې ناستو کې به  د امنيتي مسوولينو ترڅنګ د څلوېښت ادارو چارواکي هم له ځانه سره ولري چې ولس له هرې ادارې سره ستونزه لري هملته به يې ځاى پر ځاى حل کړي.
د ميدان وردګو والي وايي چې په دې ولايت کې د امنيتي ادارو ترمنځ ښه همغږي شته ، خو له نظم عامې سره په دې برخه کې يو څه ستونزه لري.
د حيات په وينا، د امنيتي ادارو د تشکيلاتو په برخه کې  ستونزه شته، هغه دا چې که څه هم د  امنيتي  ځواکونو د  تشکيل کچه کافي ده  خو د تشکيل مطابق د سرتېرو د موجوديت په اړه شک لري.
هغه وايي، ميدان وردګو ولايت کې پنځه زره امنيتي ځواکونه په تشکيل کې لري  او د استخباراتي معلوماتو په  اساس ، په دې ولايت د  مخالفينو شمېر له ١٠٠٠ څخه تر ١٥٠٠ پورې دي.
ده زياته کړه : (( که زموږ تشکيل وګورئ او د مخالفينونو، موږ له دومره تشکيل سره بيا هم په دفاعي حالت کې يو.))
والي وايي ، هڅې يې پيل کړي څو معلومه کړي چې ايا د تشکيل مطابق قوه شته او که نه.
والي وايي چې ده ته د امنيتي ځواکونو دغه تشکيل خيالي ښکاري . دى زياتوي : ((موږ يو پلاوى ټاکلى څو معلومه کړو، چې د تشکيل مطابق امنيتي ځواکونه شته او که څنګه ؟))
نوموړي وويل چې  د لرې واټن ويشتلو مجهزو وسلو له کمي سره هم ددې ولايت امنيتي ځواکونه مخ دي.
د هغه په وينا، دغه راز په امنيتي برخه کې بله ننګونه په ميدان وردګو کې د ملي اردو د لوا نه شتون دى.
حيات وايي، که څه هم څلور کنډکه د ملي اردو سرتېري چې د يوې لوا تشکيل دى، لري خو لوا نه لري او ددوى دغه کنډکونه د ګردېز د قول اردو په لوا پورې اړوند دي.
هغه زياتوي، د اړتيا پر مهال دغه کنډکونه لومړى په ګردېز کې له خپلې لوا، بيا له قول اردو او له هغې لارې له وزارت دفاع سره  موضوع شريکيږي چې ډېر وخت ته اړتيا لري او دوى په دې اساس  د پېښو پر وړاندې ژر اقدام نه شي کولى.
والي غوښتنه وکړه، چې دوى ته دې د ملي اردو لوا منظور او دغه لوا دې د ګردېز پر ځاى په کابل  پورې اړوند شي.
حيات وايي چې يادې ستونزې يې له امنيت شورا او اړوندو  امنيتي ارګانونو سره شريکې کړې دي او هيله لري چې په دې اړه به اقدام وشي.
والي ولس ته ډاډ ورکړ، چې دوى ددې ولايت دامنيت د خونديتوب لپاره عملي پلانونه لري چې په پلي کېدوسره به يې وضعيت بدلون وکړي.
د هغه په خبره ، چې وسله وال دا توان نه لري چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې مقابله وکړي. .
حيات الله حيات زياتوي چې  دوى په ميدان وردګو ولايت کې د ريزرف قوه جوړي چې ډېر ژر به فعاله شي او د امنيت ملي تر مشرۍ لاندې به فعاليت ولري چې ډېره به اغېزمنه وي.
په دې ولايت کې د بيارغونې په اړه والي وايي چې په دوو برخو به يې تمرکز ډېر وي، يو هغه پروژې چې دي چې مخکې پيل شوې دي او تکميل شوې نه دي لکه د شهرا د دويم سړک، د چک سړک د دايميرداد او جغتو ولسواليو سړکونه او د چک بند چارې  چې د بېلا بېلو لاملونو له امله يې چارې درېدلې دي، چې بيرته به يې د جوړېدو چارې پيل کړي او تمرکز به يې پرې ډېر وي.
د هغه په وينا، دويم د هرې ولسوالۍ د مسوولينو او خلکو په مشورو او غوښتنه هغه پروژې چې ډيره اړتيا ورته لري، هغه په ګوته او بيا به يې د لومړيتوب په توګه چارې پيلوي
د ده په خبره  : ((  بله مهمه موضوع چې زما پام او پروګرام ورته جدي دى هغه ددې ولايت د ښوونځيو موضوع ده، يو وخت د ميدان وردګو ولايت ښوونځيو او تعليمي بهير نوم درلود، خو اوس ددې ولايت په ځينو ښوونځيو کې دقلم او زده کړې پر ځاى د مرمۍ زده کړه ورکول کېږي چې دا دمنلو وړ نه ده ، لومړى پروګرام مې دادى چې زموږ په ښوونځيو کې د دښمن هغه  نفوذ چې موجود دى ، نو دا ښوونيز بهير به د هغوى له اغېز څخه خلاصوي او يو سالم او معياري ښوونيز بهير به رامنځته کوي. ))
والي ددې ولايت له خلکو وغوښتل چې د چارو د ښه والي لپاره د دوى له کارونو څارنه وکړي ، پر ځاى مشوري ورکړي او په ټولو چارو په ځانګړې توګه د امنيت او تعليم په برخو کې ورسره مرسته وکړي.
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.