ګردېز (پژواک، ١٤ زمرى ٩٤): د پکتيا ولايت د پوهنې رياست شپږ کارکوونکي د اداري فساد په تور نيول شوي خو دوه نور يې په تېښته بريالي شوي دي.
د پکتيا د پوهنې رياست يوې سرچيني د نوم نه اخيستو په شرط پژاوک خبري اژانس ته وويل چې د دغه رياست د پلان مدير، د محافظت او مصونيت مدير، د نظارت امر، دوه انجينران او د وزي ځدراڼ ولسوالۍ د پوهنې مدير د اداري فساد پر تور نيول شوي دي.
هغه وويل: ((په دې فساد کې د پوهنې رياست دوه نور چارواکي هم شامل دي خو نامعلوم لور ته تښتېدلي دي او اړيکه ورسره نه نيول کېږي.))
د پکتيا د والي وياند نقيب احمد اتل هم د اداري فساد په تور د پوهنې رياست د شپږو کارکوونکو نيول کېدل تاييد کړل.
د هغه په وينا، د پوهنې رياست يو بل کارکوونکى هم په همدې فساد کې لاس درلوده خو نامعلوم لور ته تښتېدلى دى.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې د يونيسف موسسې له لوري د ښوونځيو د تشنابونو د حفظ او مراقبت لپاره دوه ميليونه افغانۍ ورکړل شوې وې.
هغه وايي چې د پوهنې رياست اړوندو چارواکو له يادو پيسو پنځه سوه زره لګولې او پاتې نورې يې په شخصي جېبونو کې اچولې دي.
د منګل په وينا، په دې پيسو کې د فساد په تور د پوهنې رياست شپږ کارکوونکي نيول شوي دي.
منګل ټينګار وکړ چې هغه لوړپوړي چارواکي يې بايد هم ونيول شي چې په لوړه کچه په اداري فساد کې لاس لري.