Add new comment

لاريون کوونکي: د سولې د بين الافغاني خبرو ملاتړ کوو

فراه (پژواک، ۱۲ زمرى ۹۴): په فراه او سرپل ولايتونو کې لاريون کوونکو د سولې د بين الافغاني خبرو ملاتړ وکړ او له طالبانو يې وغوښتل چې د جګړې پر ځاى د سولې لاره غوره کړي.
څه موده مخکې د وسله والو طالبانو او افغان دولت استازو د لومړي ځل لپاره مخامخ او رسمي خبرې وکړې، خو د وسله والو طالبانو نوي مشر ملا اخترمحمد منصور ته په منسوب يوه غږېز کلېپ کې د سولې له پروسې سره مخالفت ښودل شوى او ويلي يې دي: "د سولې خبرو ته غوږ نه نيسو، موږ به خپلې مبارزې ته ادامه ورکوو."
سلګونو مدني فعالانو، د ولايتي شورا غړو، قومي مشرانو، ديني علماوو او د ښځو په ګډون عامو خلکو نن د فراه په مرکز کې لاريون وکړ.
دغو لاريون کوونکو د سولې له هڅو ملاتړ وکړ او له ملګرو ملتونو يې وغوښتل چې تر څو په افغانستان کې د پاکستان او نورو استخباراتي کړيو د لاسوهنو مخه ونيسي.
يو لس کلن ماشوم چې پر يو پاڼه ليکل شوى "افغانان له جګړې ستړي شوي" شعار يې هم له ځان سره لېږداوه د لاريون په سر کې روان و او په لوړ اواز يې شعارونه ورکول "موږ سوله غواړو! جنګ بس دى! "
د فراه د مدني ټولنې منشي حميدالله رحماني چې د لاريون کوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې د دولت او طالبانو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: "افغانان تر دې زيات د جګړې طاقت نه لري، موږ سوله غواړو په هر قيمت چې وي."
يو بل لاريون کوونکی او د ښاري شورا غړی سيداحمد قلعه کاهي وويل: "افغان ولس نور بېدار دی، هېڅ وخت د بهرنيانو د ګټو لپاره کار نه کوي...موږ له پاکستان څخه غوښتنه کوو چې نور د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي."
هغه وويل لاريون کوونکي له ملګړو ملتونو غواړي چې په افغانستان کې د ټولو هغو استخباراتي کړيو او هېوادونو په ځانګري ډول د پاکستان د استخباراتو ادارې مخه ونيسي، چې په افغانستان کې لاسوهنې کوي.
د ولايتي شورا غړي خيرمحمد نورزي او د لاريون بل ګډونوال وويل، لاريون کوونکي د طالبانو له مشرانو غواړي چې نور په افغانستان کې د وينو د تويېدو لپاره له زړه هڅې وکړي.
له لاريون کوونکو د سيداحمد په نوم يوه وويل چې د طالبانو نوى مشر هم بايد د سولې پلوي وکړي او د سولې خبرو ته دوام ورکړي.
د سرپل ولايت په مرکز کې هم نن لاريون وشو.
يوه لاريون کوونکي او د سرپل د ولايتي شورا شورا مشر محمد نور رحماني وويل چې لاريون کوونکي له وسله والو مخالفينو سره د سولې د خبرو ملاتړ کوي خو د سولې په اړه د وسله والو طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور وروستۍ څرګندونې غندي.
د سرپل لاريون کوونکو د يوې اعلاميې په خپرولو سره هم د ملااختر محمد وروستۍ څرګندونې غندلي دي.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.