Add new comment

عاکفي: ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د خلکو نظريات او وړانديزونه مهم دي

کندهار (پژواک، ١١ زمرى ٩٤): د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون مشر وايي، په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو راوستو لپاره د خلکو نظريات او وړانديزونه ډېر مهم دي او په همدې موخه يې ولايتونو ته د سفرونو لړۍ پيل کړې ده.
د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون رييس شاه سلطان عاکفي، دغه څرګندونې نن د زمري په ١١مه، کندهار ته د خپل سفر پر مهال وکړې.
عاکفي د کندهار ولايت له مرستيال والي عبدالعلي شمسي سره وليدل او ويې ويل، غواړي د دې ولايت له خلکو، قومي مشرانو، ديني عالمانو او د مدني ټولنې له استازو سره وويني او په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په موخه د هغوى نظرونه راټول کړي.
 هغه زياته کړه: ((د ټاکنيز نظام د اصلاح لپاره د ولايتونو د اوسېدونکو نظريات ډېر مهم دي.))
د ده په خبره، په همدې موخه د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون بېلابېلو ولايتونو ته سفرونه کوي او د نظر غوښتلو لړۍ يې پيل کړې ده.
د ټاکنيزو اصلاحاتو د کمېسيون رييس وايي، د خپل کار له پيل راهيسې يې له تېرې يوې اوونۍ را هيسې پر ټاکنو له څارونکو بنسټونو، نړيوالې ټولنې، ګوندونو او د ټولنې له نورو قشرونو سره مشورې پيل کړې دي.
نوموړي يادونه وکړه، غواړي په ډېر دقت پر مخ لاړ شي او په ټاکنيز نظام کې داسې غوره اصلاحات رامنځ ته کړي، چې وروسته به د حکومت مشران د ټاکنيزو کمېسيونونو د ګومارنې او لرې کولو واک و نه لري.
عاکفي وويل: ((دوه اوونۍ کېږي چې د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون خپل کار پيل کړى، موږ هڅه کوو چې د درېيو مياشتو په موده کې اړوند نظريات، وړانديزونه او مشورې راټولې او وروسته يې د حکومت مشرتابه وړاندې کړو.))
دى زياتوي، د ملي سرشمېرنې پيلول، د رايې ورکوونکو کره نوملړ چمتو کول، د برېښنايي تذکرو د وېش بهير ګړندى کول او په ټاکنيزو کمېسيونونو کې د بې پرې کسانو ګومارل هغه وړانديزونه دي، چې په تېرو دوو اوونيو کې د ټاکنيز اصلاحاتو کمېسيون ته رسېدلي دي.
عاکفي په دې لړ کې يادونه وکړه، چې راتلونکې دوه ورځې به هم په کندهار کې پاتې شي او د ټاکنيز نظام د اصلاح په موخه به د دغه ولايت د مخورو، ځوانانو، مشرانو، مېرمنو، مدني فعالانو او ژورنالېستانو نظرونه واوري.
هغه ژمنه وکړه، چې له راټولېدونکو نظرياتو او وړانديزونو څخه به د ټاکنو د قوانينو په اصلاح کې ګټه پورته کوي.
د کندهار مرستيال والي هم وويل، چې ټاکنې يوه ملي پروسه ده او په همدې بنسټ دا ډېره مهمه ده چې وخت په وخت د خلکو نظريات او وړانديزونه واورېدل شي او له مخې يې د ټاکنو په بهير کې روڼوالى راشي.
هغه زياته کړه، که د ټاکنيزو اصلاحاتو کمېسيون د اصلاحاتو چارې په بې پرې او شفاف ډول تر سره کړي، نو د بې باورۍ فضا به له منځه لاړه شي او د ټاکنو پروسه به وده وکړي.
نوموړي د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي په موخه د ټاکنيزو اصلاحاتو د ځانګړي کمېسيون جوړېدل اغېزناک ګام وباله او هيله يې وښودله، چې د خلکو نظريات او وړانديزونه به د ټاکنيزو قوانينو په اصلاح کې عملي بڼه خپلوي.
د يادونى ده، چې تراختر مخکې ولسمشر محمداشرف غني د هېواد په ټاکنيز نظام کې د بنيادي اصلاحاتو راوستلو، د ټاکنو د سيسټم د بنسټيز کېدلو، د ازادو، رڼو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدلو، د ولسواک نظام د پياوړتيا، د مشارکت د راجلبولو او په دولتي بنسټونو باندې د خلکو د باور پيدا کولو، د قانون د واکمنۍ او د ټاکنيزو سرغړونو او تخلفاتو د مخنيوي په موخه د يوه فرمان په ترڅ کې د ټاکنيزو اصلاحاتو ځانګړى کميسيون  ټاکلي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.