مزارشريف (پژواک، ٧ زمرى ٩٤): د بلخ د ولايتي شورا مسوولين وايي، د پوهنې په برخه کې يې هڅو رنګ راوړی، خو لا هم د مزارشريف ښار د نامتوازنو پراختيايي چارو په اړه اندېښنه لري.
د يادې شورا رييس محمد ابراهيم خيراندېش د زمري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل، هره ورځ د بلخ ولايتي شورا ته تر ۳۰۰ پورې عام خلک د خپلو ستونزو شريکولو په موخه راځي او د هواري هيله يې لري.
ده زياته کړه، دوی دا خپله دنده ګڼي چې له دغو خلکو سره د بېلابېلو ناستو او غونډو له لارې وګوري او له سيمه ييزو حکومتي چارواکو سره د دوی د ستونزو د حل په موخه خبرې وکړي.
د هغه په وينا، په بلخ ولايت کې ډېری ستونزې د مزارشريف ښار د نامتوازنې پراختيا، روغتيايي چارو او د پوهنې په برخه کې وې، چې د ځينو برخو د سمون په اړه د دوی هڅو رنګ راوړی او ځينې يې لا هم جدي کار ته اړتيا لري.
خيراندېش وايي، د دوی له جدي هڅو سربېره لا هم په دې نه دي توانېدلي چې د بلخ ولايت په کچه د روغتيايي چارو په برخه کې لازم مثبت بدلون راولي.
نوموړي د بېلګې په توګه په مزارشريف ښار کې د بلخ د ملکي روغتون په اړه وويل، چې عام خلک يې له روغتيايي چارو سر ټکوي.
د ده په خبره، داسې ډېر شکايتونه يې ترلاسه کړي چې ناروغان په دغه روغتون کې د درملنې پر ځای شخصي روغتونونو ته لېږل کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د بلخ ملکي روغتون تر ډېره ځايه د ناروغانو د درملنې ښې اسانتياوې لري.
خو نوموړي د پوهنې د ستونزو د هواري په برخه کې د ولايتي شورا د هر اړخيزو هڅو يادونه وکړه او هغه يې د شورا لويې لاسته راوړنې وبللې.
د هغه په وينا، په تېرو څو مياشتو کې يې د بلخ د نږدې ۴۰ ښوونځيو ارزونه کړې چې د شتو ستونزو د حل په موخه يې لارې چارې ولټوي.
خيراندېش وويل، په دغو ښوونځيو کې يې د سيمې له اوسېدونکو شوراګانې جوړې کړې دي، چې په خپلو ښوونځيو کې ښوونيزې چارې وڅاري او د ستونزې پر مهال له ولايتي شورا سره په اړيکه کې شي.
نوموړي زياته کړه، له دې چارې سره په ښوونځيو کې خورا مثبت بدلون راغلی دی.
خو د ولايتي شورا رييس لا هم د مزارشريف په کچه په ښوونځيو کې مديريت او د ښوونکو په توګه د بې سوادۍ تر کچې د کسانو ګومارنه، په سياسي اړو دوړ کې د دوی ښکېلتيا سترې ستونزې وبللې.
نوموړي همداراز په وروستيو لسو- دوولسو کلونو کې د بلخ په ځانګړې توګه د مزارشريف ښار د پراختيايي چارو ستاينه وکړه، خو په دې يې ټينګار وکړ چې دغه چارې په نامتوازنه توګه ترسره شوې دي.
د ده په خبره، د مزارشريف ښار ډېرې داسې سيمې چې د خلکو نفوذ هم په کې ډېر دی، د نامتوازنې پراختيا ښکار شوې دي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس د مزارشريف ښار د دشت شور، نور خدا، فقيراباد، علي چوپان او ځينو نورو داسې سيمو نومونه ياد کړل چې پراختيايي چارې په کې د نشت برابرې دي.
نوموړي زياته کړه، د دغو ټولو ستونزو د حل په موخه يې له سيمه ييزو چارواکو سره جدي کړنې روانې کړې دي او هيله لري چې مثبت بدلون به راځي.