Add new comment

طالبان در منطقۀ آقتاش کندز پيشروى نموده اند

کندوز(پژواک، ٦ زمرى ٩٤): د کندوز ولايت په خان اباد ولسوالۍ کې دولت پلوه ځواکونو او طالبانو سختې نښتې کړې  او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز امنيه قوماندانۍ وياند سيد سرور حسيني وايي چې طالبانو د اقتاش ځينې کلي نيولي او د نښتو په ترڅ کې څلور طالبان هم وژل شوي دي.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې يو بهرنى وګړى او د ملاسخي داد په نوم يو طالب سرګروپ په وژل شوو کې شامل دي، خو تر څنګ يې درې ولسي ځواکونه او دوه پوليس هم ژوبل شوي دي.
حسيني زياته کړه چې مرستندوى ځواکونه د خان اباد له مرکز څخه اقتاش ته استول شوي، څو له لاسه وتلې ساحې بېرته ونيسي.
د خان اباد ولسوال حيات الله اميري وايي چې طالبانو د اقتاش ٥٠ کلي نيولي چې په ترڅ کې يې درې ولسي ځواکونه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
دده په خبره، طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو تراوسه يې کره شمېره نه ده څرګنده.
 اميري زياته کړه چې د پوليسو تشکيل محدود دى او که چېرته مرستندوى ځواکونه ور ونه رسېږي، طالبان  به نور هم وړاندې لاړ شي.
له بلې خوا د کندوز ولايتي شورا مشر محمد يوسف ايوبي وويل چې د نښتو په ترڅ کې د طالبانو د مرګ ژوبلې تر څنګ، د ولسي پاڅون د مشر نبي ګيچي چې د ٣٠٠ کسانو مشري کوي، يو تن وژل شوى او اووه نور يې ژوبل شوي دي.
هغه ادعا وکړه چې له اقتاش څخه د جګړې په سبب سلګونه کورنۍ د خان اباد ولسوالۍ مرکز ته د تګ لپاره اړ شوې دي.
 ايوبي خبر دارى ورکړ:((که چېرته اقتاش ته مرستندوى ځواکونه ونه لېږل شي، امکان لري چې د خان اباد ولسوالي د طالبانو لاس ته ورشي چې هغه مهال به د کندوز لويه لاره د تخار او بدخشان پر لور بنده شي.))
طالبانو پژواک ته په يوه استول شوي برېښنا ليک کې ويلي چې په اقتاش کې يې ٦٥ کلي چاڼ کړي او يواځې يو طالب وژل شوى او څلور نور ژوبل شوي دي.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي چې ګڼ شمېر اربکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې او لس اربکيان يې له ګڼو وسلو او مهماتو سره نيولي دي.
د اقتاش يوه اوسېدونکي محمدالله وويل:((موږ له خپلو کورونو نشو راوتلاى او اندېښنه لرو چې د جګړې قرباني به شوو.))
هغه زياته کړه، طالبانو هغه ١٢ اربکيان چې په اقتاش کې يې نيولي وو، دشت ارچي ولسوالۍ ته لېږدولي دي.
د کندوز او دشت ارچي ولسوالۍ تېره مياشت د طالبانو لاس ته ورغلې چې چهادره له څو ورځو وروسته بېرته دولتي ځواکونو ونيوله، خو دشت ارچي لاهم د طالبانو په واک کې ده.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.