Add new comment

قومي مشران: دولت دې د سولې له روانې پروسې ګټه پورته کړي

خوست ښار (پژواک، ٤ زمرى ٩٤): د خوست يو شمېر قومي مشرانو له افغان دولته غوښتي چې له وسله الو طالبانو سره د سولې د راوستو په تړاو د روانو خبرو اترو له موقع پوره ګټه پورته کړي.
دغو قومي مشرانو د  زمري په ٤مه د اجرائيه رياست سلاکار غازي نواز تڼي په مشرۍ د سولې له روانو هلو ځلو د ملاتړ په غونډه کې پر دولت او وسله والو طالبانو غږ وکړ چې روانو خبرو اترو ته د وروستۍ موقع په سترګه وګوري.
د اجرائيه رياست سلاکار په خپلو خبرو کې پر تېر حکومت او نړيوالې ټولنې نيوکه وکړه چې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته يې د سولې په اړه ترسره شوو خبرو هېڅ پايله نه ده لرلې.
غازي نواز تڼي د وسله والو طالبانو له سياسي استازو سره د لوړ پوړو دولتي چارواکو مخامخ خبرو او روانو مذاکراتو ته خوشبيني څرګنده کړه او دا يې د سولې پر لور بريالی ګام وباله.
هغه زياته کړه چې د افغان دولت او د وسله والو طالبانو تر منځ دويم ځل ناسته کې به ډېر ټينګار پر اوربند باندې وي او له هغې وروسته بيا پر نورو موضوعاتو خبرې کېږي.
ده وايي ((ډېر بهترين چانس دی. تېر حکومت ونه شو کولای چې د طالبانو ادرس پيدا کړي. په دې وروستۍ کې رسمي خبرې شوې او بيا هم خبرې کوي، دا ډېر ښه چانس په لاس راغلی دی.))
قومي مشر حاجي شريف الله غونډې ته په خبرو کې د سولې د رامنځته کېدو په اړه روانې خبرې او دغه راز د سولې ټيڼګښت نه يواځې د افغانستان، بلکې د سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې لپاره ګټور وبلل.
هغه د سيمې له هېوادونو، نړيوالې ټولنې او د امريکا له متحدو ايالاتو وغوښتل چې په افغانستان کې د جنګ د پای ته رسېدو لپاره د سولې په خبرو کې په پوره اخلاصه مرسته وکړي.
ده وويل، که چېرې په جنګ کې ښکېلې غاړې د سولې په اړه د خبرو دغه وروستۍ موقع هم له لاسه ورکړي، ښايي بيا به په دې برخه کې پرمختګ تر ډېره ناشونی وي.
حاجي شريف الله زياته کړه: ((که دا چانس هم له لاسه ورکړو، فکر نه کوم چې بيا دې داسې موقع پيدا شي. د سيمې له هېوادونو او نړيوالې ټولنې مو غوښتنه داده، چې په اخلاص سره په دې پروسه کې برخه واخلي.))
د خوست يو بل قومي مشر حکيم ولي پژواک اژانس ته وويل چې په افغانستان کې يو شمېر کړۍ د خپلو ګټو په خاطر په لوی لاس د سولې د روانو خبرو په مخ کې خنډونه جوړوي او جګړې ته لمن وهي.
که څه هم نوموړي د کومې ډلې نوم وانه خيست، خو ظاهراً يې اشاره په شمالي ولايتونو کې هغو ډلو ته وه، چې د ځينو راپورونو له مخې پر خلکو په ناقانونه توګه وسلې وېشي.
نوموړي وويل: ((دغه ډلې نه غواړي، چې په هېواد کې سوله راشي، دوی دلته جنګ غواړي. هغه ګټې چې دوی يې د جنګي حالاتو په وخت کې تر لاسه کوي، په سوله کې يې نشي ترلاسه کولای.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.