Add new comment

 د کونړ د ولايتي شورا پخوانى رييس ووژل شو

اسعد اباد (پژواک، ٣ زمرى ٩٤): د کونړ د ولايتي شورا پخوانى رييس ميا حسن عادل د ناپېژاندو وسله والو له خوا وژل شوى دى.
د کونړ  امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل د زمري په ٣مه، پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې تاييد کړه، چې د ولايتي شورا پخوانى مشر ميا حسن عادل وژل شوى دى.
خو هغه زياته کړه، تراوسه پورې د هغه جسد د امنيتي ځواکونو او يا د هغه کورنۍ ته په لاس نه دى ورغلى، خو هڅه کوي د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې پيدا کړي.
ميا حسن عادل په تېره دوره کې د کونړ د ولايتي شورا رييس و او د دې ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ د برکندي د کلي اوسېدونکى و.
هغه تر دولسم ټولګي پورې زده کړې کړي، د کډوالۍ او جهاد پرمهال د حزب اسلامي د ګوند سيمه ييز قوماندان پاتې شوى و. د مجاهدينو له برياليتوب راهيسې تراوسه يې له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکې نه درلودې، خو په تېرو ولسمشريزو ټاکنو کې په کونړ کې د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاين مشر و.
نوموړي دا ځل هم د ولايتي شورا لپاره ځان کانديد کړى و، خو د ټولټاکنو د خپلواک کميسيون له خوا يې نوم له لېست څخه وېستل شوى و.
د ميا حسن عادل بل ورور صالح محمد صالح د ولسي جرګې غړى دى.
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.