Add new comment

Hundreds of security forces besieged by Taliban in Warduj

فيض اباد، کابل (پژواک،٣ زمرى ٩٤): د بدخشان د ولايتي شورا مشر وايي، د دې ولايت په وردوج ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو يو مرکز د وسله والو مخالفينو له لوري کلابند شوى دى، خو دفاع او د کورنيو چارو وزارتونه دا څرګندونې ردوي.
دا مرکز د وردوج ولسوالۍ له مرکز څخه کابو ٥  کيلومتره لرې په تيرګران سيمه کې پروت دى، په کوم ځاى کې چې په تېرو درېيو ورځو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې نښتې رامنځ ته شوې وې.
د بدخشان د ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نږدې دوه سوه سيمه ييز، ملي او سرحدي پوليس د تيرګران په سيمه کې د طالبانو له لوري کلابند شوي دي.
هغه زياته کړه، دا ځواکونه په يوه کلا کې محاصره دي او له تېرو درېيو ورځو څخه مقاومت کوي، چې د هوايي ځواک له ملاتړ څخه پرته ښايي دا مرکز سقوط وکړي.
نظري چې له غرمې مخکې يې خبرې کولې، وويل چې نيم ساعت وړاندې سيمه ييزو پوليسو، اردو او د عامه نظم ځواکونو د ولسوالۍ له مرکز څخه د تيرګران په لوري پرمختګ پيل کړى او تر اوسه جوته نه ده، چې طالبانو يې پر وړاندې مقاومت کړى دى که نه!
د ولايتي شورا مشر د تيرګران سيمې د يوې برخې د نيولو په اړه ګواښ وکړ، که تيرګران په بشپړ ډول د طالبانو لاس ته ورشي، د اشکاشم، زيباک، شغنان او واخان ولسواليو نښلوونکې لارې به وتړل شي او د دې ولسوالۍ مرکز به هم له امنيتي ګواښ سره مخ شي.
د بدخشان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال سخيداد حيدري هم وويل، چې امنيتي ځواکونه له هوايي ملاتړه بې برخې دي او هغوى له دې اړخه ډېر اندېښمن دي.
نوموړي زياته کړه، چې له دفاع او کورنيو چارو وزارت څخه يې د هوايي مرستې غوښتنه کړې ده، خو تر اوسه اقدام نه دى شوى.
حيدري وويل، په تېرو درېيو ورځو جګړو کې د دوو بهرنيو وګړو په ګډون  ١٨ وسله وال مخالفين او د طالبانو دوه سرګروپان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي.
سيمه ييز چارواکي وايي، په وردوج کې شاوخوا ٣٠٠ طالبان چې ٧٠ بهرني جنګيالي هم په کې ګډون لري، جګړه کوي.
د هغوى په وينا، په نښتو کې يو سرحدي پوليس وژل شوى او درې نور ژوبل دى.
خو طالبانو په خپله انټرنيټي پاڼه کې ويلي، د تيرګران په سيمه کې يې يوه مهمه پوسته نيولې او د جګړې په جريان کې ١٢سرحدي پوليس وژل شوي چې مړي يې په سيمه کې پاتې دي.
د هغوى په وينا، ١٢ ميله سپکې او درنې وسلې يې هم ترلاسه کړې دي، همداراز تازه دمي ځواکونه له اشکاشم  او زيباک څخه د سرتېرو مرستې ته ورغلي دي، چې د طالبانو له مقاومت سره مخ شول او د مرګ ژوبلې له اوښتو څخه وروسته، شاه تګ ته اړل شول.
خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي په وردوج کې د امنيتي ځواکونو کلابندي له واقعيت څخه لرې بولي او په خبري ناسته کې يې وويل، چې امنيتي ځواکونه په لرې پرتو سيمو کې شتون لري او د دې ځواکونو هېڅ مرکز د هېواد په هېڅ سيمه کې د دولت د مخالفينو له لوري کلابند نه دى.
ده زياته کړه، طالبانو په تېرو ٢٤ساعتونو کې د وردوج ولسوالۍ د امنيتي ځواکونو په مرکزونو بريد کړى، چې په ترڅ کې يې ٢٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ١٣ نور ټپيان دي، د طالبانو قوماندان قاري ذبيح الله نيول شوى دى.
د دفاع وزارت وياند دولت محمد وزيري هم په دې ګډه غونډه کې وويل، چې په وردوج ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونه کلابند نه دي.
د هغه په وينا، طالبانو څو ځله پر امنيتي مرکزونو بريدونه وکړل، خو بريدونه يې په شا شول.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان يمګان ولسوالۍ دوه مياشتې وړاندې طالبانو ونيوله، چې يوه مياشت وروسته د ملي اردو کومانډو او هوايي ځواکونو له اقدام څخه وروسته، بېرته د دولت لاس ته ورغله.
 
 
 
 
 
 
 
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.