Add new comment

اوباما له افغان مشرانو سره پر سوله او امنيت خبرې وکړې

واشنګټن (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٤): د امريکا ولسمشر بارک اوباما له ولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رييس ډاکتر عبدالله سره د سولې پر وروستيو هڅو او امنيتي مسايلو خبرې کړې دي.
په واشنګټن کې له سپينې ماڼۍ د زمري په لومړۍ نېټه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر بارک اوباما تېره ورځ ناوخته له افغان ولسمشر اشرف غني او اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله سره د ويډيو کنفرانس له لارې خبرې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې بارک اوباما د دې اړيکې پر مهال د افغانستان د سولې په پروسه کې د وروستيو پرمختګونو ستاينه وکړه.
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اوباما د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې يو ځل بيا د خپل بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ، د سولې او پخلاينې په دې برخه کې يې د ولسمشر اشرف غني د هلو ځلو ستاينه وکړه.
سپينې ماڼۍ وايي چې د دې اړيکې پر مهال افغان او امريکايي مشرانو پرېکړه وکړه چې په راتلونکي کې به هم دا ډول اړيکو ته ادامه ورکوي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ويډيو کنفرانس پر مهال ولسمشر اوباما دغه راز د روان کال په لومړيو مياشتو کې واشنګټن ته د سفر پر مهال له افغان مشرانو سره په شوو پرېکړو او خبرونو کې د پرمختګونو خبر ورکړ.
سرچينه کاږي، د يادې ليدنې پر مهال افغان ولسمشر د فساد د له منځه وړو، د اقتصاد د پياوړو او سيمه ييزو اقتصادي همکاريو د زياتولو ژمنه کړې وه چې په دې برخو کې اوس ډېر پرمختګونه شوي دي.
د امريکا ولسمشر بارک اوباما په افغانستان کې د روان جګړه ييز موسم پر مهال د افغان ملي ځواکونو د وړتياوو ستاينه هم کړې ده.
د سپينې ماڼۍ د معلوماتو له مخې، افغان او امريکايي مشرانو د دې اړيکې پر مهال د افغان ملي دفاعي ځواکونو پر پياوړتيا هم ټينګار وکړ او ولسمشر اوباما ډاډ ورکړ چې هېواد به يې له افغانستان سره خپلو اوږودمهاله مرستو او همکاريو دوام ورکړي.
سرچينې زياتې کړې چې د دې خبرو پر مهال د ترهګرۍ پر ضد پر سيمه ييزې همکارۍ هم خبرې شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.