Add new comment

مردم پروان از ناامنى¬ها شکايت دارند

چاريکار (پژواک، ٢٩چنګاښ ٩٤): د پروان د مرکز او يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي د دولت د وسله والو مخالفينو او نامسوولو وسله والو کسانو د فعاليتونو له امله ورځ تر بلې له زياتېدونکو ناامنيو شکايت کوي.
د پروان ولايت د سياه ګرد ولسوالۍ مرکز اوسېدونکي او قومي مخور عبدالقهار مجيدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت په ځينو سيمو کې په ځانګړې توګه د سياه ګرد او شينواري په ولسواليو کې د وسله والو مخالفينو فعاليتونه زيات شوي دي.
هغه زياته کړه: "دولت د طالبانو د بريدونو او خوځښتونو پر وړاندې کمزورى دى، سم چلند نه لري او د نا امنيو مخنيوى يې نه شي کولى، د دې تر څنګ خطرناک او تر ټولو ناوړه نامسوول وسله وال کسان دي چې زورواکي او بې عدالتي کوي او د دولت په مقابل کې يوه ستره ننګونه ده."
د نوموړي په وينا، د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو تر څنګ، په پروان کې د غير مسوولو وسله والو کسانو شتون بله جدي ستونزه ده چې د دغه ولايت امنيت ګواښي.
مجيدي وويل: "دولتي چارواکي تل ژمنه کوي چې نامسووله وسله وال کسان راغونډوو، خو ټولې ژمنې يې له واقعيت څخه لري دي، تجربې ثابته کړې چې هېڅ کار نه شي کولى، په پروان ولايت کې د غير مسوولو کسانو پر وړاندې پاتې دى."
هغه په پروان ولايت کې د نامسوولو وسله والو پر وړاندې د امنيتي چارواکو د پاتې راتلو په اړه څه ونه ويل؛ خو يو تن چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله وويل چې امنيتي ارګانونه له دې امله د نامسوولو کسانو پر وړاندې څه نه شي کولى چې غير مسوول کسان د دولت په لوړو پوړونو کې ملاتړي لري.
دا په داسې حال کې ده چې بهرنيو ځواکوونو د ځانګړو عملياتو په ترڅ کې د چنګاښ په ٨مه شپه ، د وسلو او مهماتو يوه زېرمه چې د اسلامي جمعيت د يوه پخواني قوماندان اړوند وه، د پروان ولايت په مرکز کې له منځه يوړه.
له دې عملياتو وروسته، سلګونه کسان واټونو ته راووتل او د ياد قوماندان په ملاتړ يې لاريونونه وکړل.
همداراز د حکومت اجرايي مشر عبدالله عبدالله وويل چې د بهرنيو ځواکونو دغه عمل د خلکو په ځانګړې توګه د مجاهدينو اندېښنه راپارولې چې ګواکې دا اقدام د مجاهدينو پر ضد خوځښت دى.
د حکومت اجرايي مشر وويل چې حکومت د مجاهدينو د عزت خوندي کولو ته ژمن دى او هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د مجاهدينو پر وړاندې توطيه وکړي.
له دې سره، د نامسوولو وسله والو شتون خلکو ته د ستونزو راټوکولو سبب کېږي.
د پروان د مرکز اړوند د پشان سيمې اوسېدونکي قاري عوض وويل: "په مرکز کې ورځ تر بلې امنيتي وضعيت ګډودېږي هره ورځ يوه پېښه کېږي، په روانه اوونۍ د پروان په مرکز کې دوه ځلې جګړه او نښته رامنځ ته شوې، لومړۍ د توغبردي پېښه چې مرګ ژوبله يې لرله او بيا د پشان په سيمه کې د تره د زامنو تر منځ پر ځمکه شخړه رامنځ ته شوه، پنځه کسان مړه او شپږ نور ټپيان شول چې زه خپله شاهد وم، دولت دې وسلې غونډې کړي چې خلک نور وسلو ته لاس ورنه وړي."
د سياه ګرد ولسوالۍ د فره ګرد سيمې اوسېدونکي ٣٦ کلن شمس الدين وويل: "هره ورځ زموږ په سيمه کې جګړه وي، ډېر ستومانه شوي يوو، دولت چې په مرکز کې امنيت ټينګ کړي او نور خلک نا ارامه وي، څه ګټه لري؟ بايد په مرکز او ولسواليو کې امنيت وي."
نوموړي زياته کړه چې په دې نښتو کې ملکي او بې ګناه کسانو ته زيان اوړي.
شمس الدين وويل چې څو ورځې وړاندې د سياه ګرد ولسوالۍ د سرخي په سيمه کې د امنيتي ځواکونو او دولت د وسله والو مخالفينو تر منځ نښته کې يو ملکي کس ووژل شو.
د شينوارو ولسوالۍ د قول هير اوسېدونکي ٢٤کلن غوث الدين وويل: "د غوربند په ولسواليو کې امنيت سم نه دى، د شپې له خوا موټر تګ راتګ نه شي کولى، طالب او يا د داعش په نوم کسان سړک بندوي، له يوې اوونۍ راپه دېخوا په غوربند کې امنيتي وضعيت خراب شوى دى، خو دولت ورته هېڅ پاملرنه نه کوي."
شينواري، سياه ګرد، شيخ علي او سرخ پارسا د دغه ولايت د غوربند اړوند ولسوالۍ دي، په غوربند کې د شينوارو او سياه ګرد ولسوالۍ خورا نا امنه دي.
د پروان د جبلسراج ولسوالۍ د ده بالا سيمې اوسېدونکي سيد عبدالحکيم هاشمي وويل، په دې ولسوالۍ کې هم نا امني شتون لري.
نوموړي د بېلګې په توګه وويل چې څو ورځې مخکې د پوليسو رينجر موټر د پل مټک په سيمه کې د سړک غاړي پر ماين برابر شو او څه موده وړاندې د ولسوالۍ په بازار کې امنيتي پوسته تر بريد لاندې راغله.
هغه وويل چې په يادو امنيتي پېښو کې مرګ ژوبله هم رامنځته شوه.
نوموړي زياته کړه: "که د نا امنيو مخه ونه نيول شي، تروريستي فعاليتونه به زيات شي، تر کله به دا بدمرغي وي، ولي امنيتي ځواکونه د نا امنيو مخه نه نيسي؟"
د پروان ولايتي شورا غړي او د پروان بګرام ولسوالۍ د غلام علي بازار اوسېدونکي محمد مجيب شورش هم له نا امنيو شکايت وکړ چې د يوې اوونۍ په ترڅ کې په بګرام کې څو امنيتي پېښې رامنځ ته شوې دي.
د هغه په وينا، په قلندرخېلو کې د پخواني جهادي قوماندان وسيم او له خپل ساتونکي سره د پوليسو امنيتي پوستې قوماندان وژل کېدل د دې پېښو له ډلې دي او پر هغه باندې هم بريد وشو، خو ژوندى ترې ووت.
په شورش باندې څو ورځې وړاندې د بګرام غلام علي بازار کې ماين چاودنه وشوه، خو په دې بريد کې يوازې يوه نجلۍ ټپي شوه.
د ولايتي شورا دغه غړي وويل: "امنيت نه يوازې په بګرام، بلکې د پروان ولايت د ولسواليو په مرکز کې هم خراب شوى دى او د اندېښنې وړ دى، که دولت همداراز بې پروا وي نو د پروان امنيت به لا پسې خراب شي، موږ ټول له دولت سره همکار يوو، پر ما بريد وشو؛ ځکه چې د غلام علي په بازار کې مې غله تعقيبول، خلک په هر راز شرايطو کې له دولت سره همکاري کوي، خو دولت ډېر ناکاره او وروسته پاتې دى."
د پروان امنيه قوماندان مل پاسوال محمدزمان مموزي وويل چې جرمونه ځيني وخت زياتېږي او کله هم کمېږي، خو د جرايمو د کمېدو لپاره بايد خلک له دولت سره همکار وي.
هغه زياته کړه: "موږ بايد قضيو ته لاسرسى پيدا کړو او د يو ورانکاري عمل تر پېښدو مخکې لاس په کار شو، چې زموږ ملي امنيت د نا امنيو د مخنيوي په خاطر په جدي توګه فعاليت کوي، بايد خلک له موږ سره همکاري وکړي، له دې چې شکايت کوي، که خلک له موږ سره همکار و اوسي کولى شو په پروان کې د نا امنيو کچه راټيټه کړو."
مموزي زياته کړه چې دا مهال د پوليسو شاوخوا ١٠٠٠ ځواکونه په دغه ولايت کې فعاليت کوي، خو پېښو ته د رسېدو په خاطر بايد په پروان کې د پوليسو شمېر ١٣٠٠ تنو ته لوړ شي.
هغه وويل چې دا موضوع يې د کورنيو چارو وزارت ته وړاندې کړې ده.
نوموړي زياته کړه چې د پروان اتيا سلنه اوسېدونکي په قانوني او يا غيرقانوني ډول وسلې لري.
د ده په وينا، پوليس هڅه کوي چې ناقانونه وسلې راغونډې کړي او د تېر کال په کمپاين کې ١٨٠ نامسووله وسله وال کسان، له خپلو وسلو سره ونيول شول.
خو هغه زياته کړه چې د دغه ولايت يو شمېر اوسېدونکي د پروان له امنيتي ارګانونو سربېره په نورو ولايتونوکې هم دندې لري او کله چې پروان ته راځي، خپلې وسلې هم له ځان سره راوړي.
نوموړي وويل چې يادو کسانو په قومي شخړو کې له خپلو وسلو استفاده کړې ده.
د هغه په وينا، امنيه قومانداني پر داسې طرحې کار کوي چې پروان ته په راننوتو سره د داسې کسانو وسلې راغونډې او بېرته دندو ته د ستنېدو پر مهال خپلې وسلې ترلاسه کړي.
د نوموړي په وينا، د پروان په مرکز کې د روانې مياشتې په ١٩مه د ځکمې پر سر دعوا کې د دوو نامسوولو وسله والو ډلو تر منځ د شخړې له امله پنځه کسان ووژل شول او شپږ ټپيان شول، د کاپيسا د امنيې قوماندانۍ د پوليسو افسر په دې پېښه کې لاس درلود او ان د دې پېښې عامل پېژندل شوى دى.
د هغه په وينا، د پوليسو ياد افسر تښتېدلى خو پوليس د هغه د نيولو په لټه کې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.