پل علم (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۹۴): د لوګر نوى امنيه قوماندان وايي، د امنيت د ټينګښت او د اداري فساد د مخنيوي په موخه يې د دريو قوماندانانو په ګډون يو شمېر نور کسان له دندو ګوښه کړي او پر ځاى يې مسلکي کسان ګومارلي دي.
مل پاسوال محمد داوود احمدي تېره مياشت د لوګر د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو او د معرفي کېدو په ورځ يې وويل چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښټ په موخه اړين اصلاحات راولي.
احمدي د چنګاښ په ١٧مه د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د پوليسو له ليکو يې هغه کسان لرې کړي چې په کارونو کې يې نيمګړتياوې وې او يا يې هم په اړه خلکو شکايتونه کړي وو.
هغه زياته کړه: ((ځيني مې له دندو ګوښه کړي او ځيني نور مې بيا نورو سيمو ته تبديل کړي دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، د کار له پيله تر اوسه يې د محمداغې، بره کي برک او ازرې ولسواليو امنيه قوماندانان هم له دندو ګوښه کړي دي.
د احمدي په وينا، د يادو ولسواليو قوماندانانو هم کاري نيمګړتياوې درلودې او خپلو مسووليتونو ته يې په سمه توګه رسېدنه نه کوله او د لوګر د پوليسو له ليکو د شخصي يا سياسي اغراضو له مخې څوک له دندو نه دي ګوښه شوي.
ده وويل: ((زما يواځېنى هدف دا دى چې امنيت ټينګ شي او خلکو ته ښه خدمت وکړم.))
احمدي له لوګر مېشتو غوښتنه وکړه چې د امنيت په ټينګښت او د اداري فساد په له منځه وړو کې له پوليسو سره اړينه همکاري وکړي.
د لوګر د امنيې قوماندان په وينا، د پوليسو شمېر يې کافي نه دى خو توانېدلى چې د دغه ولايت ولسوالۍ د سقوط له ګواښ څخه وژغوري.
د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عدالت عبدالرحيمزي پژواک ته وويل چې د دغه ولايت نوي امنيه قوماندان په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه د پام وړ بدلونونه راوستي دي.
عدالت زياته کړه : (( مونږ د خپلو خلکو په استازيتوب د امنيه قوماندان د کړنو ملاتړ کوو او لکه څرنګه چی هغوې لازمه وګڼله چی د پوليسو په ليکو کی د نيمګړتيا و او دستونزو د حل په برخه کی تغييرات رامنځته کړي دا په اصل کی د ولسونو او د ولايتی شورا هيلې او غوښتنې هم وې. ))
هغه د امنيتي ځواکونو ستاينه وکړه او ويې ويل چې د خپلسر په بيه شپه او ورځ هڅې کوي تر څو په هېواد کې امنيت ټينګښت ومومي.
دغه راز دوه ورځې وړاندې څارمن مطېع الله عبدالرحيمزى د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د امنيه قوماندان په توګه وټاکل شو.
هغه پژواک ته وويل: ((لکه څرنګه چې مشرانو پر ما باور وکړ او دا ستر مسووليت يې را پر غاړه کړ نو زه هم هڅه کوم چې امنيت ټينګ کړم او د خلکو او دولت تر منځ واټن کم کړم.))
عبدالرحيمزى وايي، خلکو ته به ثبوت کړي چې پوليس د ټولنې خدمتګاران دي او پرته له کوم توپيره غواړي ټولو ته يو شان خدمت وکړي.
لوګر د پلازمېنې کابل په دېرش کيلومترۍ کې پروت ولايت دى خو ځيني ولسوالۍ يې په لوړه کچه نا امنه دي او وسله وال طالبان په کې ښکاره فعاليتونه کوي.