Add new comment

د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ د سقوط له ګواښ سره مخ ده

ګردېز (پژواک، ١٦ چنګاښ ٩٤): د پکتيا د ولايتي شورا غړي او اوسېدونکي وايي چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د دغه ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې جګړه روانه ده او د سقوط له ګواښ سره مخ ده.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي تاج محمد منګل د چنګاښ ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې مياشتې راهيسې د پکتيا او ځينو نورو ولايتونو سلګونه طالبان څمکنيو ته راغلي تر څو دا ولسوالۍ سقوط کړي.
هغه وايي چې دمګړۍ د دې ولسوالۍ په لوړي سيمه کې د افغان امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
ده وويل چې په ياده جګړه کې افغان امنيتي ځواکونو، ملکي وګړو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
د هغه په وينا، يو شمېر کورنۍ د روانې جګړې له امله کورونو پرېښودو ته اړې شوې دي.
د يادې ولسوالۍ يو اوسېدونکى حاجي سردار پژواک ته وويل چې په دوامداره توګه په دې ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه: ((په جګړه کې د وسلو د استعمال غږ او د هوايي مرميو راتلل خلکو ته لويې ستونزې جوړې کړې او خلک يې په وېره کې اچولي دي.))
هغه وايي چې د دې ولسوالۍ ځينې سيمې طالبانو نيولې او که پر وړاندې يې کلک پوځي مقاومت ونه شي امکان لري دغه ولسوالي سقوط وکړي.
د پکتيا امنيه قوماندان پاسوال زلمي اورياخېل هم ومنله چې د څمکنيو ولسوالۍ په لوړې سيمه کې يې له طالبانو سره جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه: ((تر اوسه مو په دې جګړه کې ګڼو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې او غواړو چې د يو منظم پلان له مخې کار وکړو.))
هغه د يادې ولسوالۍ د سقوط موضوع رد کړه او ويې ويل چې په څمکنيو ولسوالۍ کې يې وسله وال طالبان پر شا تمبولي او نور د مقاومت توان نه لري.
خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد بيا پژواک ته وويل چې په څمکنيو ولسوالۍ کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه کې ګڼو افغان امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه دا هم وويل چې طالبانو د څمکنيو ولسوالۍ يو شمېر مهمې سيمې نيولې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.