Add new comment

د غزني ولايتي شورا غړي غونډو ته نه حاضرېږي

غزني ښار (پژواک، ۱٥ چنګاښ ۹۴): د غزني د ولايتي شورا مرستيال او ځيني اوسېدونکي وايي چې د دغه ولايت د ولايتي شورا ډېرى غړي پر خپلو شخصي کارونو بوخت دي او غونډو ته نه راځي.
د افغانستان د نافذه قوانينو له مخې پرته له عذره د دولت هېڅ کارکوونکي نه شي کولاى له دريو ورځو پرله پسې ډېره غيرحاضري وکړي، خو د ملي شورا او ولايتي شورا ګانو په ګډون د دولت ډېرى کارکونکي په مياشتو مياشتو خپلو دندو ته نه حاضريږي.
په دې وروستيو کې د غزني د ولايتي شورا د غړو ناسوبتيا ډېره شوې ده چې په اړه يې د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي حاجي الله داد د چنګاښ ١٥مه پژاوک خبري اژانس ته وويل په تيرو څو مياشتو کې د دې ولسوالۍ اوسيدونکي څو ځلې وغوښتل چې د ولايتي شورا له غړو سره وګوري خو هغوې په خپلو کې دندو کې حاضر نه و.
هغه زياته کړه : ((کله دوه يا درې وکيلان ناست وي، نور وکيلان نه راځي مو دا څووم ځل دى چې راځو خو دوي نه وي.))
د ده په وينا، خلکو د سر په قيمت په ټاکنو کې برخه واخيسته او د ولايتي شوراګانو کانديدانو ته يي رايه ورکړه خو  دوى له خلکو سره جفا کوي  او په منظمه توګه خپلو دندو ته نه حاضريږي.
په غزني کې د ومان ټولنې مرستيال محمدابراهيم اميري هم پژواک ته وويل چې د غزني د ولايتي شورا غړي د شخصي بوختياو له مخې ډيرى وخت ناسوب وي.
هغه وايي: ((خلکو دوى ته رايه ورکړه تر څو د دوى له لارې خپل غږ د حکومت تر غوږونو ورسوي، خو دوى په خپلو دندو کې نشته ، په دې کار سره يې خلک ډېر غوسه کړي دي کېداى شي بل ځل هېڅوک د ولايتي شورا کانديد ته رايه ور نه کړي.))
د هغه په وينا، د ولايتي شورا غړي له دولته تنخوا او نور امتيازات ترلاسه کوي خو د خپلو مسووليتونو پر وړاندې بې پروا دي.
دغزني د  قره باغ ولسوالۍ اوسېدونکي لعل محمدوايي: ((زه راغلى يم چې ځان ته تذکره واخلم او زما پاڼه بايد د ولايتي شورا غړي تاييد کړى خودا دوه درې ورځې کېږي ځم راځم او څوک نشته.))
يادو کسانو له دولتي چارواکو غوښتنه وکړه چې د غزني د ولايتي شورا غړي خپلو مسووليتونو ته متوجه کړي او ټينګار پرې وکړي چې دندې ته حاضر شي.
د اړوندې موضوع په اړه د غزني د ولايتي شورا مرستيال عبدالجامع جامع هم وايي چې د ولايتي شورا غړي ډېرى وخت خپلو دندو ته نه حاضريږي او په شخصي کارونو بوخت دي.
د هغه په وينا، د غزني ولايتي شورا يو شمېر داسې غړي هم لري چې په تېرو اتو مياشتو کې يواځې دوه ورځې د شورا غونډو ته راغلي دي.
هغه وويل: (( دا وکيلان امتياز اخلي، پوليس ورسره دي خو خپلو دندو ته نه راځي چې دا کار يي د قانون خلاف دى .))
د جامع په وينا، د غزني د ولايتي شورا اداري پلاوى هڅې کوي چې د دې شورا غړي په منظمه توګه غونډو ته راشي تر څو په سمه توګه د خلکو ستونزو او نورو اړوند چارو ته رسېدنه وشي.
د غزني د ولايتي شورا ١٩غړي لري چې څلور يې ښځې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.