Add new comment

د ميدان وردګو والي: يو شمېر رسنۍ قومي، مذهبي او سياسي مسايلو ته لمن وهي

ميدان ښار (پژواک،۱۴ چنګاښ ۹۴): د ميدان وردګو والي وايي، چې يو شمېر رسنۍ په خپلو خپرونو کې  قومي، مذهبي او سياسي مسايلو ته لمن وهي.
دغه څرګندونې د ميدان وردګو والي حيات الله حيات د چنګاښ په ۱۴مه، په دې ولايت کې د رسنيو له استازو سره په ګډه غونډه کې وکړې.
هغه وويل چې هره مياشت به د ځان او ټولې ولايتي ادارې د کړنو په اړه رسنيو ته د ولسونو پر وړاندې په خبري غونډه کې معلومات ورکوي.
ده زياته کړه، له دغه کار څخه يې موخه ولس ته حساب ورکونه او همداراز معلوماتو ته د رسنيو د لاسرسي پيدا کول دي.
حيات وايي، رسنۍ د مدني ټولنو يوه پياوړې او مهمه برخه ده او په ديموکراتيکو نظامونو کې مدني ټولنې څلورمه قوه بلل کېږي، نو بايد له دې برخې سره ژور کار وشي.
خو هغه زياتوي، يو شمېر رسنۍ د خپرونو پر مهال قومي، مذهبي او سياسي مسايلو ته لمن وهي، چې د  اطلاعاتو او فرهنګ وزارت يې بايد مخه ونيسي.
که څه هم نوموړي د کومې رسنۍ نوم په ډاګه نه کړ، خو ټينګار يې وکړ، چې په دغه هېواد کې بايد ټولې رسنۍ ملي او اسلامي ارزښتونه تر هرڅه وړاندې په پام کې ونيسي.
په دغه غونډه کې ازاد ژورنالېست عبدالله نظامي د ميدان وردګو له والي څخه وغوښتل، چې له رسنيو سره پوره همکاري وکړي، ترڅو رسنۍ وکولاى شي د دې ولايت ټولې پېښې تر پوښښ لاندې راولي.
 ده زياته کړه، که د دې ولايت ستونزو، لاسته راوړنو او نورو ټولنيزو موضوعاتو ته د رسنيو له لارې انعکاس ورکړل شي، نو له دې لارې حکومت او ولس دواړه خبرېدلای شي، چې د حساب ورکولو لپاره هم ښه زمينه ده.
دغه راز يوه بل ژورنالېست قريب الرحمن شهاب وويل، په دغه ولايت کې ګڼ شمېر ادارې په ځانګړې ډول نظامي ارګانونه له رسنيو سره معلومات نه شريکوي ، چې دې برخې ته بايد پاملرنه وشي.
ده زياته کړه، که د رسنيو او چارواکو ترمنځ په دغه ولايت کې د همغږۍ غونډې برابري شي، نو ياده ستونزه به هواره شي.
د پژواک خبريال ادريس نوري هم د بيان په ازادۍ ټينګار وکړ او له والي څخه يې غوښتنه وکړه، چې امنيتي ارګانونه دې د امنيتي پېښو پر مهال د دوی پوښتنو ته ځوابونه ووايي.
ده وويل، پژواک خبري اژانس ملي ګټو ته ژمن او هېڅکله به هغه خبرونه، چې قومي، مذهبي او سياسي ستونزې راولاړوي، خپاره نه کړي .
د ميدان وردګو ولايت مطبوعاتي دفتر مشر عطاءالله خوږياڼي له رسنيو څخه وغوښتل، چې په دغه ولايت کې د فعاليت پر مهال له دوی سره د همغږۍ په موخه اړيکه ونيسي.
نوموړي له نورو رسنيو څخه هم وغوښتل، چې په دغه ولايت کې خپلې څانګې فعاله کړي او په همدې موخه به د ولايت مقام له دوى سره بشپړه همکاري وکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.