Add new comment

Deputy secretary alleges Ghazni PC of inefficiency

    غزني ښار(پژواک،١٤چنګاښ٩٤): د غزني د ولايتي شورا مرستيال وايي چې د دې شورا ځينې غړي نا لوستي دي، په قانون نه پوهيږي،د ځمکو په غصب کې لاس لري او په تېرو اتو مياشتو کې يې د خلکو يوه ستونزه هم نه ده هواره کړې.
تېرکال د لړم په ٣مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اووه مياشتو ځنډ وروسته د ولايتي شوراګانو د  ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې ، خو دې شوراګانو د نظارت حق د ترلاسه کولو په موخه د شاوخوا يوې مياشتې لپاره د خپلو دفترونو دروازې وتړلې .
تر ډيرو لاريونونو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د يوه فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته پر سيمه ييزو ادارو د نظارت حق ورکړ.
په تېرو څو مياشتو کې د غزني د ولايتي شورا د کړنو په اړه د دې شورا مرستيال عبدالجامع جامع پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې دې شورا له خلکو سره له کړيو ژمنو يوهم نه ده عملي کړې.
هغه وايي چې په دې شورا کې د ټوپک سالارنو ترڅنګ يو شمېر نالوستي کسان هم را ټول شوي چې په قانون نه پوهيږي.
جامع زياته کړه : (( تېره دوره ولايتي شورا څه ناڅه ښه وه خو په دې ۸ مياشتو کې مو هېڅ نه دي کړي کومې ژمنې چې موله خلکوسره کړې وې هسې يو شعار و او بس. ))
د هغه په وينا، په دې شورا کې قومي انډول هم په پام کې نه دى نيول شوى او د دې شورا ځينې غړي د شخصي ګټو په خاطر له ولايتي چارواکو سره ستونزې لري.
ده وويل: (( ددې شورا قومي جوړښت هم نه ده برابر، کوم قوم چې په غزني کې زيات دى له هغه کم کسان او کوم قوم چې کم دى له هغه زيات کسان بريالي شوي دي.))
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په نافذه قوانينو کې په ولايتي شوراګانو کې د قومي انډول په اړه څه نه دي ويل شوي.
 جامع دا هم وويل :(( د پارلمان د وکيلانو تاثير په ولايتي شورا پروت دى، مستقل نه دي ، د پارلمان له وکيلانو مشورې اخلي کومه خبره چې هغوى ورته وکړي دوى هم هغسې کوي.))
د هغه په اند، په اوسنيو شرايطو کې د ولايتي شورا غړو د خپلو شخصي ګټو په خاطر خلکو او حکومت ته ستونزې جوړې کړې دي.
هغه زياته کړه : (( ولايتي شورا اوس مهال په ځينو مواردو کې د دولت او خلکو لپاره يو سرخوږى دى، د دې پر ځاى چې د خلکو ستونزې هوارې کړي نور هم خلکو او دولت ته مشکلات جوړوي.))
جامع د غزني د ولايتي شورا د څارنې په اړه وويل : (( زموږ څارنه ۹۰ سلنه ضعيفه ده، موږ خلکوته ستونزې جوړې کړي، معاش اخلو، امتيازات اخلو، تېل مصرفوو، پوليس راسره دي خو بيا مو هم ګټه چاته نه ده رسېدلې.))
د ده په وينا، د غزني د ولايتي شورا ډيرى غړي ناسوب دي نو له دې امله نه شي کولى چې د خلکو ستونزې تر اړوندو ارګانونو ورسوي او د  حل لار ورته پيدا کړي.
دى وايي: (( داسې وکيلان شته چې په تېرو اتو مېاشتو کې دوه ورځې راغلي نو دداسې وکيلانو به څنګه خلکو ته ګټه ورسيږي .))
ده وويل چې د  ټاکنو پر مهال د غزني د  ولايتي شورا کانديدانو د رايې د ترلاسه کولو په موخه خلک وغولول خو تر اوسه يې هېڅ کار ورته نه دى کړى .
هغه زياته کړه : (( موږ اوس مهال يواځې دتذکرې وکيلان يو او بس خلک راځي او موږ ورته تذکرې تصديق کوو ترڅو هغه ته تذکره ورکړي نور موهېڅ کار نه ده کړى.))
جامع دا هم وويل چې د غزني په بېلابېلو ولسواليو کې يو شمېر نامسوولې وسله والې ډلې شتون لري چې په بېلابېلو نومونو له خلکو پيسې ترلاسه کوي خو ولايتي شورا د دې ستونزې د حل لپاره هېڅ ډول اقدام نه دى کړى.
هغه وايي : ((د ولايتي شورا غړي يې ځکه پر وړاندې اقدام نه کوي چې موږ په خپل منځ کې همغږي نه لرو او دغه شورا په پښتون، تاجک او هزاره ډلو وېشل شوې ده.))
جامع دا هم وويل چې په غزني کې د نورو دولتي چارواکو ترڅنګ د ولايتي شورا غړي هم د ځمکو په غصب کې لاس لري.
د غزني ولايتي شورا نولس غړي لري چې څلور يې ښځينه دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.