Add new comment

مردم باميان در اعتراض به کشته شدن سربازان در جلريز مظاهره نمودند

باميان (پژواک، ١٣ چنګاښ ٩٤): په باميانو کې د مدني ټولنې او ولايتي شورا د غړو په ګډون سلګونو کسانو د ميدان وردګو په جلريز ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو د وژنې په غبرګون کې لاريون وکړ او پر حکومت يې سختې نيوکې وکړې.
د ميدان وردګو امنيتي چارواکي وايي چې دوې ورځې وړاندې پر دې ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو په بريد کې ١٢ امنيتي پوستې د دولت له واکه وتلې او ٢٤سيمه ييز پوليس وژل شوي، خو اوس وايي چې دا ټولې پوستې بېرته نيول شوې او د دريو طالب قوماندانانو په ګډون په لسګونه وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
نن په سلګونو کسانو په باميانو ښار کې لاريون وکړ او په الکين څلورلارې کې يې د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې دفاع او کورنيو چارو وزارتونه او لوړ پوړي حکومتي چارواکي په جلريز کې د امنيتي پوستو په سقوط او امنيتي ځواکونو پر وژلو تورن کړل.
په دغه لاريون کې د ((مرګ پر نکټايي اغوستو طالبانو!)) شعارونه ورکول کېدل.
د باميانو د ولايتي شورا مشرې طيبې خاوري وويل چې د باميانو خلک نامشروع حکومت ته چې د اساسي قانون خلاف جوړ شوى او د دې نا مشروع حکومت مشر ته خبردارى ورکوي چې د وينې تر وروستي څاڅکي به له خلکو او ټاټوبي دفاع کوي.
د هېواد په کچه د ولايتي شورا دغه يواځېنۍ مشرې وويل: ((سرتېري په تشو ګېډو، د مهماتو او مرستو له ور رسېدو پرته په مظلومانه ډول شهيدان شول او حکومت يې د وژلو ننداره کوله.))
خاوري د باميانو له خلکو غوښتنه وکړه، څو په هغه لاريون کې ګډون وکړي چې په جلريز کې د امنيتي ځواکونو د قربانۍ او د حکومت د چلند په اړه ترسره کېږي.
شاوخوا ٢٠ سيمه ييز پوليس چې د جلريز ولسوالۍ د جګړې عيني شاهدان وو، وتوانېدلي چې ځانونه ژوندي وباسي، د نن ورځې په اعتراضيه ناسته کې يې ګډون درلود.
د جلريز د هوايي پل پوستې سرګروپ محمد شريف پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېرې  پنجشنبې نيمه شپه د دوى پر پوستو بريد وشو او دوى تر سهاره مقاومت وکړ چې وروسته يې مهمات ختم شول، يو شمېر ملګري يې ووژل شول او پاتې ٩ ملګري يې اړ شول چې د کټه سنګ پوستو پر لور شا ته ولاړ شي.
هغه زياته کړه، کله به يې چې د ميدان وردګو امنيه قوماندان سره اړيکه نيوه، نو هغه به ورته ويل چې مرسته در رسېږي، خو په ٢٤ساعته جګړه کې هېڅ مرسته ور ونه رسېده.
دغه سرګروپ وويل چې د دولتي وژل شوو سرتېرو شمېر له ٤٠ زياته دى او نه پوهېږي چې ولې مرستندوى ځواکونه د هغوى مرستې ته نه دې رسېدلي.
نن د جلريز د جګړې د ١٦ وژل شوو سيمه ييزو پوليسو مړي چې يکاولنګ ولسوالۍ اوسېدونکي وو، د باميانو هوايي ډګر ته ولېږدول شول او کورنيو ته يې وسپارل شول.
د باميانو د مدني ټولنې يوه غړي محمد جواد صادع حکومت د دغو سرتېرو د وژنې عامل وباله او دا وژنه يې سيستماتيکه ياده کړه.
صادع زياته کړه چې حکومتي چارواکي بايد د دې بې پروايۍ پر وړاندې ځواب ورکړي.
يوه بل مدني فعال اسماعيل ذکي له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د امنيتي چارواکو د بې پروايۍ په اړه څېړنې وکړي، که نه له دې پرته به خپلې عدالت غوښتنې ته دوام ورکړي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.