Add new comment

"جلرېز کې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان شخصي زندان جوړ کړى"

ميدانښار (پژواک، ۱۱ چنګاښ ۹۴): د ميدان وردګو د ولايتي شورا يو غړى  ادعا کوي چې په جلرېز ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان د خلکو د شکنجه کولو په موخه شخصي زندان جوړ کړى دى.
د ولايتي شورا غړی شريف الله هوتک وايي چې د سيمه ييزو پوليسو دغه قوماندان کريم د يو شمېر نورو ملګرو په همکارۍ د دغه ولايت په جلرېز ولسوالۍ کې عام خلک په شخصي بند خونه کې شکنجه کوي چې له امله يې ګڼې کورنۍ کډوالۍ ته اړې شوې دي .
هغه پژواک اژانس ته وويل چې ياد قوماندان د چنګاښ په ۶مه د جلرېز ولسوالۍ په تکانه سيمه کې د حبيب الله په نوم يو کروندګر چې له کابله ولسوالۍ ته پر لاره و، له موټره راښکته کړی او خپلې شخصي بند خونې ته يې وړی دی .
هوتک وايي: ((حبيب الله د قوماندان کريم له خوا تر نيول کېدو وروسته په بې رحمه ډول وهل شوی او د درې ساعته بې هوشه کېدو وروسته د قوماندان ملګرو په ګازډبه د کلاشينکوف سيخ ګرم کړی او لومړی يې د حبيب الله په پزه او وروسته يې په تناسلي اله کې ور دننه کړى دى.))
نوموړي زياته کړه، که حبيب الله مجرم و، نو بايد تر نيول کېدو وروسته ترې څېړنې شوې او د محکمو له لارې پر جرم ثابت شوی واى او ورته سزا ورکړل شوې واى .
د ولايتي شورا دغه غړي د  بشري حقونو خپلواک کمېسيون، ولسمشر، مدني ټولنو، يوناما، رسنيو او د محلي ادارو له مسوولينو د دغه جنايت د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.
د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي پژواک ته د يادې پېښې په اړه ناخبري وښوده او زياته يې کړه  چې تر دې دمه په رسمي ډول له دوی سره ياده موضوع نه ده شريکه شوې .
د هغه په وينا، نوي والي  حيات الله حيات د کار له پيله د ولس او حکومت تر منځ د شته فاصلې د له منځه وړو هڅه کوي او هېچا ته اجازه نه ورکوي چې ورته عمل ترسره کړي .
پژواک اژانس هڅه وکړه چې د سيمهه ييزو پوليسو له ياد قوماندان سره اړيکه ونيسي او د شوې  ادعا په اړه يې نظر واخلي ، خو بريالى نه شو .
د يادونې ده، د سيمه ييزو پوليسو د ياد جنايت په اړه په ټولنيزه شبکه فيسبوک کې هم له تېرو څو ورځو راهيسې څرګندونې شوې دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.