Add new comment

New Paktika governor pledges security, peace, merit

ښرنه(پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): د پکتيکا نوى والي وايي چې د امنيت ټينګښت، د سولې راوستل او کار  اهل ته سپارل يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
د پکتيکا نوى والي شارق او د دې ولايت امنيه قوماندان پاسوال علي مست خان مهمند د چنګاښ په لومړۍ نېټه د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادراې د مرستيال عبدالمالک صديقي له لوري د پکتيکا خلکو ته معرفي شول.
صديقي د يادو چارواکو د معرفي کولو په غونډه کې وويل چې د پکتيکا نوى والي امين الله شارق با استعداده او باتجربه شخص دى او وبه کولاى شي چې په دې ولايت شته ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.
هغه له نوي والي څخه وغوښتل چې ددې ولايت د قومونو ترمنځ د يوالي او په دې ولايت کې د سولې راوستو او امنيت د ټينګښت لپاره کار وکړي.
په دې غونډه په ولسي جرګه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي وويل چې پکتيکا کاريګر چارواکي ته اړتيا لري او نوى والي بايد پوره کار وکړي.
هغه زياته کړه : (( په پکتيکا کې قومي جوړښتونه له پخوا جوړ دي، په ټول ولايت کې جنګ سالار نشته، نشه يي توکي له صفر سره ضرب دي، خلک له جګړې ستړي دي نو په همدي اساس دکار کولو لپاره ډير مناسب چاپير يال برابر دی او والي صاحب بايد چې کار وکړئ.))
د غونډې يوشمېر نورو ګډنوالو هم له نوي والي څخه وغوښتل چې په دې ولايت کې د امنيت د ټينګښت ترڅنګ له ادراي فساد سره هم جدي مبارزه وکړي.
دغه راز د پکتيکا نوي والي امين الله شارق په خپلو خبرو کې وويل چې د امنيت ټينګښت، د سولې راوستل، د امنيتي ارګانونو ترمنځ همغږي، د ولس او دولت ترمنځ د واټن کمول او  کار د هغه اهل ته سپارل يې له کاري لومړيتوبونو څخه دي.
هغه زياته کړه : ((زما ډير تمرکز به ولس ته په خدمت او د دولتي ادارو پر پياوړتيا وي.))
د شارق د معرفي په غونډه کې د ولسي جرګې، ولايتي شورا او مدني ټولنو غړو ، دولتي کارکونکو او قومي مشرانو ګډون کړى و.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.