Add new comment

د ځينو ولايتونو ښځينه  ټاکنو کې د ګډون په برخه کې له ستونزو سره مخ دي

ګردېز (پژواک، د چنګاښ لومړۍ نېټه ٩٤): په پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو کې ښځې په ټاکنو کې د ګډون په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي چې امله يې هغوى نه شي کولاى په سمه توګه د ټاکنو په پروسه کې ونډه واخلي.
په يادو ولايتونو کې داسې مهال خلک او بېلابېل بنسټونه دغه څرګندونې کوي چې د اساسي قانون له مخې د ولسي جرګې ټاکنې بايد په تېرو دوو مياشتو کې ترسره شوې واى او نوې ولسي جرګې بايد نن دنده پيل کړې واى خو ولسمشر محمداشرف غني د ولسي جرګې د کار موده وغځوله.
ولسمشر ويلي چې راتلونکې مياشت به د ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلانوي او د بلې جرګې د کار تر پيله به اوسنۍ جرګه خپل کار ته ادامه ورکوي.
په يادو ولايتونو کې د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د ستونزو په اړه په پکتيا کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ مشر احسان الله حميدي د چنګاښ په لومړى پژواک خبري اژانس ته وويل چې د پکتيا، پکتيکا او خوست ولايتونو ښځې د ټاکنو په پروسه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د ټاکنو په ورځ د ښځينه کار کوونکو او د اړين عامه پوهاوي نشتوالی او کلتوري ستونزې د دې لامل شوې چې د ټاکنو په پروسه کې د ښځو ونډه کم رنګه وي.
هغه زياته کړه: ((د ټاکنو په ورځ ښځينه کار کوونکي ډېرې کمې وي په دغو ولايتونو کې څوک خپلو ښځو ته اجازه نه ورکوي چې نارينه يې تلاشي کړي او بله دا چې د ټاکنو په اړه په سمه توګه عامه پوهاوى نه کېږي دلته ډېرې ښځې نه ټاکنې پېژني او نه يې هم پر ارزښت پوهېږي او دريمه خبره دا ده چې ځيني کلتوري ستونزې هم د دې لامل شوې چې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون کچه ټيټه کړي.))
حميدي وايي چې د يادو ستونزو د حل په موخه بايد په تعليمي نصاب کې د ټاکنو د اهميت په اړه تدريس ته ځاى ورکړل شي تر څو نوی نسل له ټاکنيزو ستونزو خلاص وي.
د هغه په وينا، مدني ټولنې، قومي مشران، د ټاکنو کمېسيون او نورې اړوندې ادارې بايد د ټاکنو په برخه کې ټولو ستونزو ته د حل لار پيدا کړي.
دغه راز د خوست ولايت ديني عالم مولوي جهاد ګل وايي: ((ښځې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي او د ژوند په ټولو چارو کې ورته اړتيا ده. لکه څرنګه چې ښځه د ژوند په نورو برخو کې مهمه او شتون يې اړين دى نو په سياسي پرېکړو او تصميم نيونو کې هم بايد ښځې شاملې وي.))
دى هم وايي چې په پکتيا، خوست او پکتيکا ولايتونو کې د بېلابېلو ستونزو له امله ښځې په سمه توګه په ټاکنو کې ګډون نه شي کولاى.
د پکتيکا ولايت قومي مشر حاجي زرين کټوازی وايي، په دغه ولايت کې داسې بنسټونه نشته چې د ټاکنو په برخه کې د ښځو ستونزې راپورته او د حل لار ورته پيدا کړي.
 هغه دا هم وويل: ((خلک ځکه په ټاکنو کې د ښځو د ګډون غم نه کوي چې تراوسه سړي هم په ټاکنو کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.))
په پکتيکا ولايت کې د مدني ټولنې غړې حميده اورګوني وايي چې پکتيکا کې د ټاکنو په پروسه کې د ښځو ګډون په موخه اړين کارونه نه دى شوى.
د هغې په وينا، په پکتيکا ولايت کې ښځې د کلتوري او امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى په سمه توګه د ټاکنو په پروسه کې ونډه واخلي.
د اورګوني د معلوماتو له مخې، په تېرو ټاکنو کې ټول پکتيکا ولايت کې د رايې ورکونې په څلورو مرکزونو کې ښځينه کار کوونکو شتون درلود او په پاتې نورو کې يې سړي وو چې له امله يې ډېرې ښځې له رايې ورکونې پاتې شوې.
خو د پکتيا د ښځو چارو مشره نسرين اورياخېل بيا پژواک ته وويل چې ښځو ته يې د ټاکنو په برخه کې د عامه پوهاوي څو ورکشاپونه تر اوسه جوړ کړي دي.
نوموړې وايي چې د ديني عالمانو په مرسته يې د اسلام له نظره ښځو ته د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي تر څو په ټاکنو کې ونډه واخلي.
دغه راز په پکتيا کې د ټاکنو د کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول شېرعلي فيضي پژواک ته وويل چې د مدني ټولنو او نورو بنسټونو سره يې خبرې کړې چې په دغه ولايت کې د ټاکنو په برخه ستونزې وڅېړي تر څو د حل لارې ورته پيدا شي.
هغه وايي چې د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د ګډون په موخه د شته ستونزې د هواري لپاره به لارې چارې ولټوي.
د فيضي په وينا، د ټاکنو په پروسه کې د ښځو د ستونزو د حل په موخه به له اړوند ارګانونو سره خبرې وکړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې څه باندې ٧ ميليونه کسانو ګډون کړى و، چې ٣٨سلنه يې ښځې او ٦٢ سلنه يې نارينه وو.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.