کندوز ( پژواک، ۰ غبرګولی۹۴) : د کندوز ولایت ځايي چارواکي وایي چې وسلوالو طالبانو نن ناوخته ددې ولایت د چهاردرې ولسوالۍ نیولې ده.
د کندوز د ولایتي شورا رییس محمد یوسف ایوبي د غبرګولي په ۳۰مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې د چهاردې ولسوالۍ نن ماښام مهال سقوې کړې.
هغه زیاته کړه، چې وسلوالو طالبانو تر یوې سختې جګړې وروسته یاده ولسوالي نیولې او دولتي ځواکونه ترې په شا شوي دي.
د کندوز دولایتي شورا یوه غړي امرالدین ولي حکومت تورن کړ، چې د غوښتنو سه سره یې یادې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواک ونه لیږلو.
د هغه په وینا، د دولت د همدې نه باملرنې له امله په سیمه کې شته امنیتی ځواکونو مقاومت ونه شو کړای او ولسوالي یې طالبانو ته پریښوده.
د جهاردرې ولسوالۍ امنیه قوماندان سمونوال غلام محی الدین، قوماندان امنیه چهار دره پژواک ته ومنله، چې دولسوالۍ مرکز ددولت له واکه وتلې او د طالبانو تر کنټرول لاندې راغلې ده.
هغه زیاته کړه (( ددې ولسوالۍ د ساتلو لپاره زموږ د څلو کلونو هسې په اوبو کې لاهوشوې. ))
د سیمې یوه اوسیدونکي چې د نوم له څرګندولو یې ډډه کوله، پژواک ته وویل چې په دې جګړه کې یو شمیر دولتي سرتیرو او طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د یادونې وړ ده چې چهاردره ولسوالۍ د کندوز ښار لویدیځ لوري ته په ۱۰ کلیو مترۍ کې موقعیت لري.
د چهاردرې ولسوالۍ په داسې حالت کې د طالبانو لخوا نیول شوې چې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په بار بار خپلو خبري کانفرانسونو کې ادعا کوله چې هیڅ ولسوالي به دطالبانو لخوا ونه نیول شي.