Add new comment

محبوسين: در جريان تحقيقات در زندان مرکزى لوگر اذيت ميشويم

پل علم (پژواک،۳۰غبرګولی۹۴): په لوګر کې يو شمير زندانيان د دې ولايت پر امنيه قوماندانۍ تور پورې کوي چې د څېړنو پرمهال يې ربړولي  او په دې زندان کې هم له ستونز سره مخ دي.
يادې څرګندونې د لوګر زندانيانو د دې ولايت د ولايتي شورا له غړيو سره د ليدنې پرمهال وکړې،د  لوګر د ولايتي شورا غړو تېره ورځ د دې ولايت له زندان څخه ليدنه کړې ده.
د لوګر په مرکزي زندان کې د عبدالحميد په نوم يوه زنداني پژواک خبري اژانس ته وويل چې څو مياشتې وړاندې په يوه جنايي مسئله کې د لاس لرلو په تور نيول شوى دى .
هغه زياته کړه : (( کله چې پوليسو په کلي کې ونيولم نو په امنيه قوماندانۍ کې ډير زيات ووهل شوم او ډير توند چلند يې راسره وکړ. ))
هغه وايي چې له اسنادو پرته زندان ته اچول شوى او زياتوي : (( جنايي مدير د څېړنو په لومړۍ ورځ په کيبل تر دې حده ووهلم چې نږدې مړ وم .))
په ياده شوي زندان کې د لوګر د بره کي برک ولسوالۍ اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل : ((درې مياشتې کيږي چې په دې  محبس کې د بې ګناهۍ شپې او ورځې تېروم او ترڅنګ يې د جنايي پوليسو هغه ناسمې کړنې او شکنجه به مې په خپل ټول عمر کې هير  نشي.))
د هغه په وينا، په کلي کې يې د امنيتي ځواکونو او پوليسو ترمنځ جګړه وشوه چې وروسته بيا پوليسو دى له درېيو نورو کليوالو سره طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيو او تراوسه په زندان کې دى.
هغه وايي چې محکمې يې په اړه تر اوسه کومه پرېکړه نه ده کړې خو د نيولو پرمهال پوليسو ډير سخت ډبولى دى.
هغه زياته کړه : ((په امنيه قوماندانۍ کې برېښنا را کول کېده، په کيبل وهل کېدو او پوليسو زموږ کورنيو ته سپکې سپورې کولې.))
دغه راز يو شمير نورو زندانيانو هم د پوليسو له بد چلند څخه سر ټکاوه او ويل يې چې د ځاى او برېښنا په برخه کې هم  له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
دوى ويل چې د استوګنې خونې يې وړې دي او له پايواز سره د ليدنې ځاى هم نه لري.
د لوګر د ولايتي شورا مشر حسيب الله ستانکزي له ياد زندان څخه د ليدنې پرمهال پژواک ته وويل چې په دې زندان کې زندانيان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دي.
هغه زياته کړه : (( په امنيه قوماندانۍ کې د څېړنو پر مهال د کشفي ادارو له لوري زندانيان شکنجه شوي او بد چلند ورسره شوی او بل دا چی په محبس کې  هغوى د ځاى او برېښنا په برخو کې هم ستونزې لري.))
ده وويل چې د  څېړنو پرمهال د زندانيانو ربړول د افغانستان د اساسي قانون او د اسلامي ارزښتونو خلاف عمل دى.
ستانکزي زياته کړه چې د يادو زندانيانو ستونزې به له اړوندو ارګانونو سره د حل په موخه شريکې کړي.
خو د لوګر د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو پروړاندې د مبارزې مدير سمونوال شير داوود ارين پژواک ته وويل چې هيڅ زنداني له جرم پرته نه دى نيول شوى او نه هم څوک د څېړنو پرمهال ربړول شوي دي.
هغه زياته کړه : ((هر څوک چې موږ نيولي دي په اړه يې کافي اسناد او مدارک په لاس لرو، نو ځکه يې شکنجې ته هيڅ اړتيا نشته.))
د ارين په وينا، زندانيان له زندان څخه د ازادېدو په موخه بې بنسټه څرګندونې کوي.
د لوګر زندان شاوخوا پنځه کاله وړاندې د ولايتي بيا رغونې ډلې له لوري رغول شوى او اوسمهال تر دوه سوو زيات کسان په کې زنداني دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.