Add new comment

کندهاريان: حکومت دې له پاکستان سره استخباراتي هوکړه لغوه کړي

کندهار  (پژواک، ٢٧ غبرګولى ٩٤): د کندهار يو شمېر اوسېدونکو د يوې احتجاجي غونډې او لاريون له لارې د افغانستان او پاکستان تر منځ  له استخباراتي تفاهم نامې سره مخالفت وښود.
دغه غونډه چې د غبرګولي په ٢٧مه په کندهار ښار کې جوړه شوې وه، په کې د ولسي جرګې او ولايتي شورا يو شمېر غړو، سپين ږيرو او ځوانانو ګډون کړى و.
 غونډې ته په مشرانو جرګه کې د کندهار د خلکو استازي حاجي رحمت الله اڅکزي وويل، د افغانستان او پاکستان تر منځ د استخباراتي تفاهم ليک لاسليک کېدل افغانانو ته د منلو نه دى.
هغه زياته کړه، حکومت ادعا کوي چې تر دې مهاله يې دغه تفاهم ليک نه دى لاسليک کړى، خو د هغه معلومات دا دي چې دغه تفاهم ليک د پردې تر شا لاسليک شوى دى.
نوموړي له حکومته وغوښتل چې دغه تفاهم ليک لغوه اعلان کړي؛ ځکه پاکستان هيڅکله د افغانستان دوست نه شي کېداى.
هم دا هم وويل چې که حکومت تفاهم ليک لغو نه کړي، نو د هغوى احتجاجي غونډې به روانې وي.
د کندهار د ولايتي شورا غړي حاجي سيد جان خاکرېزوال هم د افغانستان او پاکستان تر منځ استخباراتي تفاهم ليک د ملي ګټو پر زيان وباله.
هغه وويل، په دغه تفاهم ليک کې د ولس خوښې ته نه دي کتل شوي او له هغوى سره مشوره نه ده شوې.
د ده په وينا، افغان حکومت څنګه له يو داسې ملک سره استخباراتي تفاهم ليک لاسليکوي چې هغوى په افغانستان کې عام ولس وژني، ښوونځي، سړکونه، پلونه او نور د عامه ګټې ځايونه ورانوي.
د غونډې نورو ويناوالو هم ورته څرګندونې کولې او ويل يې چې د هر هغه تړون مخالفت کوي چې پاکستان په کې ګټه کوي او افغانان په کې زيان ويني.
وروسته همدا غونډه په لاريون بدله شوه او په داسې حال کې چې د تفاهم ليک په خلاف بېلابېل شعارونه يې له ځانونو سره لېږدول د کندهار ښار تر شهيدانو څلور لارې پورې پلي لاړل.
لاريون کوونکو د (له پاکستان سره استخباراتي تفاهم ليک نه منو)، (له پاکستان سره استخباراتي تفاهم ليک د افغانانو سپکاوى دى) او ورته نور شعارونه ورکول.
د اجمل په نوم يو لاريون کوونکي  پژواک ته وويل، له پاکستان سره د استخباراتي تړون مخالفت ځکه کوي، چې پاکستان د افغانستان پر وړاندې خپل باور بايللى دى.
هغه زياته کړه، دغه تفاهم ليک به هغه وخت د منلو وړ وي چې د افغانستان او پاکستان ګټې په کې يو شان خوندې شي، نه داسې چې پاکستان ګټه په کې وکړي او افغانستان په کې زيانمن شي.
يوه اوونۍ وړاندې چې ولسمشر کندهار ته راغلى و، د خلکو په يوه لويه غونډه کې يې وويل چې په هېواد کې د سولې لپاره اړتيا ده چې لومړى له پاکستان سره سوله وشي.
هغه دا هم ويلي و چې استخباراتي تفاهم ليک د افغانستان د ملي امنيت او د پاکستان د اى اېس اى ادارو تر منځ دى او دا به هغه وخت لاسليک کېږي چې د هېواد په کچه ورباندې ملي اجماع وشي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.