Add new comment

برخى مردم يمگان مجبور به خوردن علف شده اند

فيض اباد (پژواک، ٢٥ غبرګولى ٩٤): د بدخشان يمګان ولسوالۍ يو شمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو د کمښت له امله واښه خوري، سلګونه کورنۍ بې ځايه شوې او د ښوونځيو په تړل کېدو زرګونه زده کوونکي له زده کړو بې برخې شوي دي.
يمګان ولسوالۍ ١٠ ورځې وړاندې د طالبانو لاس ته ولوېده او امنيتي مسوولينو ورته د تاکتيکي شا تګ نوم ورکړ.
دا وضعيت د دې لامل شو څو  خوراکي توکي لږ او نرخونه يې پورته شي چې خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.
د يمګان د پوهنې مدير عطاالله وويل، حالت ډېر خراب دى، تر دې چې ځيني خلک د رواشو او ان د وښو ريښې خوري.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د خوراکي توکو بيې ډېرې لوړې شوې دي.
يوه ٥٠ کيلويي بورۍ اوړه چې مخکې ١٢٠٠ افغانۍ وو، اوس ٤٠٠٠ افغانيو ته او يو بوتل يو کيلويي غوړي چې پخوا ١٠٠ افغانۍ وو، اوس ٥٠٠ افغانيو ته لوړ شوي دي او همداراز د ډېرو نورو خوراکي توکو نرخونه هم دوه  او درى چنده شوي دي.
د يمګان د پوهنې مدير وويل چې د هلکانو او نجونو څلور ښوونځي چې ټولټال ٥٠٠٠ زده کوونکي لري، تړل شوي دي.
د هغه په وينا، د يمګان د مرکز ٦٠٠٠ زره اوسېدونکي د يمګان درې بازار ته چې د دولتي ځواکونو په لاس کې ده، بېځايه شوي دي.
دغه راز شاوخوا سل کسان توانېدلي څو د کران او منجان ولسوالۍ ته ولاړ شي او لا هم د خلکو له خوا د خپلو کورونو پرېښودو لړۍ روانه ده..
عطا الله وويل چې د طالبانو له خوا څو د هاوان مرمۍ د خلکو پر کورونو لګېدلې چې له امله يې څلور ښځې او پنځه سړي ټپيان شوي دي.
د يمګان د ګوهر کلي د خلکو استازي قاري عبدالرافع وويل چې خلک د طالبانو له ځورېدو په تنګ شوي دي.
نوموړي زياته کړه چې په وروستيو ورځو کې ٣٠ ازبک او تاجک طالبان د پاکستان د چترال توپخانې له لارې يمګان ته راغلي او د کاو په کلي کې ځاى پر ځاى شوي دي.
دغه مخور ګواښ وکړ: " که دولت پام ونه کړي ، ډېر بهرني طالبان به په سيمه کې راغونډ  او وضعيت به لاپسې خراب شي."
سيمه ييز مسوولين وايي چې شاوخوا ٢٥٠ بهرني وګړي د سيمه ييزو طالبانو تر څنګ په يمګان، وردوج او جرم ولسواليو کې د دولت پر وړاندې جګړه کوي.
قاري عبدالرافع يادونه وکړه، څو ځلې چې امنيتي چارواکي يمګان ته راغلل، ژمنه يې وکړه چې يمګان به چاڼوي او لارې به خلاصې کړي، خو ژمنې يې نه دې پوره کړې، د يمګان ډېرى برخې اوس هم له طالبانو سره دي او خلک په ډېرو ستونزو او کړاو کې ژوند کوي.
خو د بدخشان ولايت ،د سرپرست والي وياند احمد نويد فروتن وويل،چې د ولايت سرپرست شاه ولي الله اديب او د وسلوالو ځواکونو لوى درستيز ډګرجنرال قدم شاه شهيم پرون يمګان ته تللى و او خلکو سره يې ژمنه وکړه ، په هر ډول چې وې، يمګان به  د وسلوالو مخالفينو له شتون څخه تصفيه کوي.
فروتن زياته کړه،چې هغوى د امنيتي ځواکونو ستونزې هم وڅېړلې او بشپړ راپور يې ملى دفاع او د کورنيو چارو وزارت ته سپارلى دى.
نوموړي زياته کړه،چې هغوى  دخوراکي توکو د لېږد په اړه د اکمالاتي لارو پر پرانيستلو ،له خلکو سره خبرې کړي دي.
د بدخشان سرپرست والي وياند وويل،چې د يمګان ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې ده او دولتي ځواکونه د ولسوالۍ شاوخوا او پر حاکمو سيمو کې ځاى پر ځاى دي، خوره وره جګړه روانه ده او تر اوسه ٤٠ طالبان وژل شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.
د هغه په وينا، شپږ دولتي سرتېري وژل شوي او په همدې شمېر ټپيان دي، خو خلکو ته زيان نه دى اوښتى او بې ځايه شوي هم نه دي.
تېره اونۍ د ملي دفاع وزارت مرستيال وياند بريد جنرال دولت وزيري پژواک ته ويلي وو چې د ملي اردو د کومانډو ځواکونو ځانګړې قطعه او د عامه نظم قطعې پوليس يمګان ولسوالۍ ته تللي چې له نورو ځواکونو سره د يمګان ولسوالۍ د بېرته نيولو پر سر مشوره کوي او په دې اړه يې پلان بشپړ شوى دى.
همداراز د بدخشان ولايتي شورا مشر عبدالله ناجي نظري وويل چې مرستندوى ځواکونه په مناسب وخت يمګان ولسوالۍ ته ونه رسېدل او ولسوالي سقوط شوه، خو وايي چې دغه ولسوالي به ډېر ژر له وسله والو چاڼ شي.
طالبانو د روانې جګړې په اړه څه نه دې ويلي او وړاندې يې ادعا کړې وه چې د يمګان ولسوالۍ د نيولو پر مهال يې ١٨ دولتي ځواکونه وژلي او يو شمېر يې ټپيان کړي دي، دوه ټانکونه، وسلې او مهمات يې ترلاسه کړي او لس پوليس چې پټ شوي وو، برمته کړي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.