Add new comment

Construction work on key bridge begins in Farah

فراه (پژواک، ٢١ غبرګولى ٩٤): د فراه ولايت په مرکز کې د ٧١ ميليون افغانيو په ارزښت يو پول جوړېږي چې د فراه له مرکز سره درې ولسوالۍ نښلوي.
د دغه پول کار پرون د ياد ولايت په مرکز ريګي سيمه کې پيل شو.
د فراه د اقتصاد رييس ظاهر شاه خادم وويل چې دغه پول به د ٢٠٠ متره په اوږدوالي او پنځه متره په سور او د ١٨ ستنو په درلودو سره په راتلونکو ١٥ مياشتو کې جوړ شي.
خادم وويل چې دغه پول د کليو پراختيا وزارت د کليو د لارو جوړونې پروګرام (NRAP) له لوري د ٧١،٤ ميليون افغانيو په لګښت جوړېږي.
دغه راز د هغه په وينا، د دغه پول په اوږدو کې دوه کيلو کيلومتره پوخ سړک او ٩ پولګوټي هم جوړېږي.
د فراه د کليو پراختيا مشر انجنير عبدالروف د خلکو لپاره د دغه پله جوړول ډېر مهم وبلل او زياته يې کړه چې د دغه پول په جوړولو سره به د پشترود، خاکسفيد، د بالابلوک ولسوالۍ د يو شمېر سيمو او مرکز ترانسپورتي ستونزې حل شي.
د پشترود د خلکو استازى او د ولايتي شورا مرستيال خيرمحمد نورزي وويل چې اوسمهال د فراه مرکز په "باغ پل" سيمه کې يو پول شتون لري، خو د پشترود او خاکسفېد له اوسېدونکو لرې دى.
نوموړي څرګنده کړه چې د دغه پول په جوړېدو سره به د يادو ولسواليو له ٢٠ څخه تر ٣٠ کيلومترو پورې لار لنډه شي.
د يادې پروژې د کار د پرانيستې پر مهال د فراه والي محمداصف ننګ وويل: "د ريګي د پول جوړول زموږ يوه ژمنه وه چې د فراه له خلکو سره مو کړې وه چې له نېکه مرغه نن د دغه کار د عملي پيل شاهدان يو."
ننګ د پشترود، خاکسفېد او بالابلوک د اوسېدونکو  د ا قتصادي، ټولنيز او سياسي وضعيت د ښه کېدو لپاره د دغه پول جوړول ډېر اغېزناک وبلل.
د فراه والي د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه ولايت د نورو مهمو پروژو کار هم پيل شي.
 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.