Add new comment

د لوګر ولايتي شورا: د خلکو تر ستونزو مو ځان رسولى

پل علم (پژواک، ۲۱ غبرګولی ۹۴): د لوګر د ولايتي شورا اداري پلاوى وايي چې په تېرو څو مياشتو کې يې  د اداري فساد په مخنيوي او د خلکو شکايتونو ته د رسېدنې په برخو کې د پام وړ کړنې ترسره کړې دي.
تېر کال د لړم په ٣مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون له کابو اوو مياشتو ځنډ وروسته د ولايتي شوراګانو د  ټاکنو وروستۍ پايلې اعلان کړې خو دغو شوراګانو د نظارت حق د ترلاسه کولو په موخه د شاوخوا يوې مياشت لپاره د خپلو دفترونو دروازې وتړلې .
تر ډېرو لاريونونو وروسته ولسمشر محمداشرف غني د يو فرمان له مخې ولايتي شوراګانو ته پر سيمه ييزو ادارو د نظارت حق ورکړ.
په تېرو څو مياشتو کې د لوګر د ولايتي شورا د کړنو په اړه د دې شورا مشر حسيب الله ستانکزي د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو څو مياشتو کې د ولايتي شورا غړو خپل صلاحيتونه او مسووليتونه په سمه توګه پر ځاى کړي دي.
هغه زياته کړه: ((سره له دې چې ولايتي ادارې له موږ سره په سمه توګه همکاري نه کوي خو موږ د خپل مسووليت او صلاحيت له مخې هڅه کړې چې په هغو ادارو کې د فساد مخه ونيسو چې خلک ترې ډېر شکايت لري.))
د ده په وينا، خلکو د ولايتي شورا پر غړو باور کړى او رايي يې ورکړې نو د شورا غړي هم اړ دي چې په دولتي ادارو کې د اداري فساد او بې کفايتو چارواکو مخه ونيسي.
هغه زياته کړه: ((د لوګر د ولايتي شورا غړي له خپلو ژمنو سره سم هېڅ دولتي ادارې ته اجازه نه ورکوي چې خلکو ته د خدمتونو د وړاندې کولو پر ځاې په بېلابېلو نومونو خلکو ته ستونزې جوړې کړي.))
د ستانکزي د معلوماتو له مخې، د لوګر د پوهنې، عامې روغتيا او ښاروالۍ تر څنګ په ځينو نورو ادارو کې هم په لوړه کچه فساد شتون درلود خو د شورا د غړو تر څارنې وروسته د پام وړ بدلونونه په کې راغلي دي.
دغه راز د لوګر د ولايتي شورا مرستيال عدالت عبدالرحيمزي وايي چې خلک د خپلو ستونزو د حل کېدو په موخه ولايتي شورا ته مراجعه کوي.
هغه زياته کړه: ((که ولسي وګړو ته په دولتي ادارو کې کومه ستونزه رامنځته شي نو هغوى لومړی موږ ته مراجعه کوي او بيا موږ هڅه کوو چې له اړوندې ادارې سره په مشوره ستونزه هواره کړو.))
 
د ده په وينا، د لوګر  ولايتي شورا هڅه کوي چې د دولت او خلکو تر منځ را پيدا شوي واټن کم او له والي او نورو چارواکو سره په همغږۍ په دې ولايت کې  سالمه اداره رامنځته کړي.
هغه وايي چې د لوګر د ولايتي شورا غړي د دغه ولايت د خلکو لپاره د کار کولو پياوړې اراده لري.
د لوګر د مرکز پل علم اوسېدونکى عصمت الله وايي: ((کله چې خلک ولايتي شورا ته مراجعه کوي، د وکيلانو له ښه چلند سره مخ کېږي او هغوی يي په ورين تندي  ستونزو ته د حل لارې لټوي او موږ له خپلو استازو خوشحاله يو.))
د هغه په خبره چې د لوګر د ولايتي شورا ډېرېى غړي ځوان، په کار پوه او با تجربه کسان دي چې د اداري فساد په مخنيوي کې يې له خلکو سره ډېره مرسته کړې ده.
د لوګر د مدني ټولنې غړى  محمدکاظم ابراهيم زاده وايي چې پر دولتي ادارو د ولايتي شورا څارنو او ارزونو مثبتې پايلې لرلې دي.
هغه زياته کړه: ((د شورا له غړو مې غوښتنه دا ده چې پر خپلو ژمنو د کاري دورې تر پايه ودرېږي او کوم ډول يې چې خلکو ته د خدمت ډاډ ورکړی، پر خپلو وعدو ودرېږي او د ولايتي ادارې د لا سمون لپاره يو ښه پلان او طرحه جوړه کړي.))
د لوګر ولايتي شورا د دوو ښځو په ګډون نهه غړي لري او د چارو د پر مخ بيولو لپاره پر دريو کاري کمېټو وېشل شوي دي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.