Add new comment

No female gynaecologist in 14 districts of Kunar

اسعداباد (پژواک، ١٧ غبرګولى ٩٤): د کونړ ولايت اوسېدونکي او د عامې روغتيا چارواکي د دغه ولايت په ولسواليو کې د نسايي ولادي ډاکټرانو له نه شتونه شکايت کوي.
بلخوا د کونړ د عامې روغتيا رييس وايي، د قابلو د روزنې پروسه يې پيل کړې چې درې کاله وروسته به د دغه ولايت په ولسواليو کې ياده ستونزه هواره شي.
دوى وايي، د عامې روغتيا وزارت د خپلو نړيوالو روغتيايي ملګرو پر مټ په يو شمېر ولايتونو کې د همدې ډول ستونزو د له منځه وړو په موخه د روغتيا په برخه کې د لوستو نجونو د روزلو مسلکي پروګرامونه پيل کړي چې د پام وړ پايله يې درلوده.
د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي وايي چې د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د قابله ګانو او نرسانو د روزلو يو مرکز فعال کړى دى.
هغه زياته کړه چې د دغه مرکز د زده کوونکو لپاره ګڼې اسانتياوې هم په پام کې نيول شوې، د دې تر څنګ د اسلامي او کلتوري ارزښتونو په پام کې نيولو سره د پاتې کېدو مناسب چاپېريال، خوراک څښاک، د لوبو په شيانو ښکلی د ماشومانو وړکتون، د لېږد را لېږد اسانتيا، د نجونو لپاره د ساعت تېرۍ ارام ماحول، د مطالعې لپاره مجهز کتابتون او د عملي کار لپاره پر وسايلو سمبال ځانګړي لابراتوارونه په پام کې نيول شوي دي.
ډاکټر فضلي وايي، په دغه مرکز يا انسټيټيوټ کې د کونړ د څوارلسو ولسواليو څخه د اړتيا په پام کې نيولو سره د ازادې سيالۍ له لارې شپېته نجونې د زده کوونکو په توګه منل شوې چې دېرش تنه يې د قابله ګۍ او پاتې نورې يې د نرسنګ په برخه کې دوه کلنې مسلکي زده کړې ترلاسه کوي.
 
د هغه په وينا، اوس هم د کونړ ولايت په ټولو ولسواليو کې نسايي، ولادي ډاکټره نشته، دا ستونزه يې له وزارت سره هم شريکه کړې ده.
د نوموړي په وينا، د دې تر څنګ د ولايت په مرکز اسعد اباد ښار کې د مرکزي ولايتي روغتون لپاره معياري ودانۍ هم نه لري.
خو د عامې روغتيا رييس ډاکټر اسدالله فضلي وويل چې د قابله ګۍ د ياد دوه کلن پلان له مخې چې په ترڅ کې به يې ٦٠  نجونې له انسټيټيوټ څخه فارغې شي، نو په ولسواليو کې به د ښځينه ډاکټرانو او قابله ګانو د نشتوالي ستونزه هواره شي.
د دغه ولايت د ماڼوګي ولسوالۍ يوه اوسېدونکې او د قابلګۍ د برخې زده کوونکې خديجه چې په خپله سيمه کې تر دوولسم ټولګي زده کړې کړې وايي: ((د کورنۍ په موافقه مې د قابله ګۍ مسلکي زده کړو ته  لار وموندله.))
هغې پژواک اژانس ته وويل چې له پخوا يې د روغتيا په برخه کې د خدمت هيله درلوده، په تمه ده چې زده کړې پوره کړي او په خپله سيمه کې په کارکولو سره د زېږون پر مهال د مور او ماشوم د ژوند په خونديتوب کې خپل مسووليت ترسره کړي.
د سرکاڼو ولسوالۍ اوسېدونکې او د قابلګۍ د انسټيټيوټ زده کوونکې ارزو په ټولنه کې د مسلکي ښځينه روغتياپالو شتون هم ډېر مهم ګڼي او وايي چې دوی په دغه مرکز کې د ټولو ارزښتونو په پام کې نيولو سره زده کړې کوي .
د نوموړې په وينا، د زده کړو تر بشپړېدو وروسته به د کار کولو په نيت خپلو سيمو ته ستنېږي او د خلکو خدمت به کوي.
دې زياته کړه: ((اوس هم موږ کله نا کله د عملي زده کړو لپاره نږدې ولسواليو ته ځو او د ناروغانو درملنه کوو. ))
د ياد انسټيټيوټ يوه ښوونکې ملالۍ امين وايي چې د دغه مرکز زده کوونکو ته په منظم ډول له سهاره تر مازديګره پورې زده کړې ورکول کېږي.
د هغه په وينا، د نظري زده کړو تر څنګ دې نجونو ته عملي زده کړې هم ورکول کېږي او ځينو کلينيکونو ته لېږل کېږي .
دا وايي چې نجونې د قابله ګۍ د زده کړو تر څنګ د کمپيوټر او انګليسي ژبې زده کړې هم ترلاسه کوي.
د دغه انسټيټيوټ مشر ډاکټر احسان الله  وايي چې ٦٠  نجونې پر زده کړو بوختې دي، ٣٠ يې په قابله ګۍ او ٣٠ نور يې په نرسنګ برخه کې زده کړې کوي.
د هغه په وينا، په دغه ولايت کې د ولادت پر مهال د مور او ماشوم د مړينې کچه لوړه ده، خو د دغو نجونو تر فراغت وروسته چې په ولسواليو کې دندې پيل کړې، نو دا کچه به ټيټه شي.
ډاکټر احسان الله وايي، د نجونو له کورنيو يې ژمنې اخيستې چې د دوى د زده کړو تر بشپړېدو وروسته به يې  په خپلو سيمو کې دندې ترسره کوي.
د دغه ولايت د شيګل ولسوالۍ يوه اوسېدونکى حميد الله وايي چې په ولسواليو کې د ښځينه ډاکټرانو د نه شتون له امله د ولادت پر مهال د مور او ماشوم مړينې زياتې وي.
هغه زياته کړه: ((زموږ په ټوله ولسوالۍ کې ښځينه ډاکټره نشته.))

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.