Add new comment

ولسمشر: په کندهار کې نور موازي حکومتونه نشته

کندهار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٤): ولسمشر اشرف غني د کندهار د مدني ټولنې له استازو او ځوانانو سره په ليدنه کې وويل، چې له دې وروسته نور په دې ولايت کې موازي حکومتونه نشته.
ولسمشر چې نن د غبرګولي په ١٩مه يې د کورنيو چارو د وزير نورالحق علومي، د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير عبدالباري جهاني او يو شمېر نورو لوړپوړو چارواکو او د ولسي جرګې له ځينو استازو سره يوځاى کندهار ته سفر کړى و، د دې ولايت له ځايي ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو او مخورو سره په يو لويه غونډه کې برخه واخيسته.
له دې غونډې وروسته، مازيګر مهال يې د کندهار د مدني ټولنې له استازو سره وکتل، چې هغوى په دې ولايت کې د امنيت، پوهنې، کرنې، اقتصاد او اړوندو نورو مسايلو په برخه کې د اصلاحاتو لپاره وړانديزونه او مشورې ورکړې.
ولسمشر اشرف غني د کندهار د مدني ټولنې د غړو د مشورو او وړانديزونو په ځواب کې وويل، چې والي به تر راتلونکو دوو اوونيو په دې ولايت کې د بدلون او اصلاحاتو راوستلو لومړى پړاو پلى کړي.
هغه زياته کړه، په کندهار کې به ژور او بنسټيز بدلونونه راځي او هغوى به د اصولو له مخې مخکې ځي، ځکه په هره اداره کې چې کسان لرې کېږي، بايد پر ځاى يې نور کسان په دندو وګومارل شي، تر څو تشه رامنځته نه شي.
د نوموړي په وينا، هڅه يې دا ده چې اداره ځوانه شي، لکه څنګه چې کابينه ځوانه ده، داسې به په ولايتونو او ولسواليو کې ځوانان په دندو وګومارل شي او د همدې موخې لپاره يې د تقاعد تمديد بند کړى دى.
هغه ژمنه وکړه، چې د هېواد په کچه به داسې فضا رامنځته کوي، څو لوستي ځوانان وکولاى شي په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي او ځانونه کانديد کړي.
ولسمشر د حکومتي چارو له ورسپارلو وروسته د خپلو لومړنيو ورځو د کارونو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل،چې په پيل کې يې ډېر کار پر امنيت وکړ او په دې برخه کې يې له دفاع او کورنيو چارو وزارتونو سره ګډ کار وکړ، ترڅو اصلاحات راشي.
ده وويل، له همدې امله ده، چې اوس افغان ځواکونه په خپلو کمو امکاناتو د هېواد هغو برخو ته تلاى شي، چې بهرني ځواکونه په خپلو ټولو امکاناتو هلته نه شواى تلاى.
د نوموړي په خبره، لومړۍ سل ورځې په وزارتونو کې د اصلاحاتو ورځې دي او د دويم پړاو سل ورځې به د واليانو، قضايي او عدلي ارګانونو د اصلاح او بدلونونو ورځې وي او په دې توګه له اصولو سره سم د قانون د حاکميت په موخه مخ پر وړاندې ځي.
هغه وويل: ((له دې نه وروسته، نور په کندهار کې موازي حکومتونه نشته او يواځې والي زما خاص استازى دى.))
اشرف غني د خپلو اصلاحاتو په لړ کې يادونه وکړه، چې تر دې وړاندې په ادارو کې هېڅ انډول موجود نه و، وزيرانو به هره اوونۍ له ولسمشر سره ليدل، خو واليانو ان په مياشتو مياشتو نه ورسره ليدل.
دى وايي، په دې برخه کې يې پلان دا دى چې تر لومړيو سلو ورځو وروسته به داسې کاري چوکاټ برابروي، چې د چارو د تر سره کولو لپاره به وزيران او واليان په منظمه توګه ناستې سره کوي.
هغه دا هم وويل چې دولت پيسې لري، خو د لګولو وړتيا نشته او په خبره يې: ((وزارتونو په شپږو مياشتو کې خپله ١٧ سلنه بوديجه لګولې، تر دې د ناکامۍ بل لوى شاخص نشته.))
ده زياته کړه، په وزارتونو کې زياتې ستونزې وې، د بېلګې په توګه هغوى د بندونو سروې ګانې د بهرنيو شرکتونو په وسيله کړي، چې نه نړيوالې ټولنې او نه نړيوال بانک ته د منلو وړ دي.
ولسمشر لوستي ځوانان د دې هېواد لويه شتمني وګڼله او ويې ويل، چې دا مهال ١٧زره ځوانان په هندوستان او ١٨زره ځوانان په ايران کې لوړې زده کړي کوي، حکومت به د دغو لوستو ځوانانو نوملړ جوړوي، په هغو پسې به ګرځي او په کارونو به يې ګوماري.
نوموړي د هېواد د اقتصادي پياوړتيا په اړه وويل، چې له هراته تر کندهاره لويه شتمني پرته ده او هغه اوبه دي.
دى وايي، څومره چې هوا ګرمېږي، د اوبو بيه له تېلو هم لوړېږي، چې ده ورڅخه د کار اخيستلو لپاره منظم پلان جوړ کړى او د پلي کولو هڅه يې کوي.
هغه زياته کړه: ((له هراته تر کندهاره به د ګاز، پټلۍ، فايبر اپټيکس، اوبو، برېښنا او ټرازمېشن لاين چارې په يو وخت ترسره کېږي او په دې برخه کې يې له ترکمستان سره خبرې کړي؛ که دا کار وشي، نو پاکستان به افغانستان ته اړ وي، څو له دې لارې اروپا ته لار پيدا کړي.))
ده وويل، افغانستان غني دى، خو خلک يې اړ دي او په وينا يې: ((په هلمند او پکتيکا کې د ګازو لويې زېرمې شته، دغه راز مخکې داسې فکر کېده چې د لوګر د عينکو د مسو کان د هېواد په کچه تر ټولو لوى کان دى، خو اوس معلومه شوې چې تر دې د مسو لوى کان په کندهار کې دى، دغه راز له زابله تر کندهار د طلا ځانګړي کانونه شته.))
هغه په دې برخه کې د کانونو اوسنى وزير ډېر وړ او پوه شخص ياد کړ او ويې ويل، چې په دې وزارت کې غلا روانه وه، چې هغوى يې مخنيوى کړى او ټول قراردادونه يې ځنډولي دي.
اشرف غني د اصلاحاتو د پلي کولو لپاره له خلکو زغم وغوښت او ويې ويل، تر دې مهاله د هغه ٨٠ سلنه وخت امنيتي مسايلو او جګړې نيولى، که يې په پيل کې دې کار ته لومړيتوب نه واى ورکړى، نو اوس به ولسوالۍ يو په بل پسې سقوط کېدې او د بدلونو او اصلاحاتو مخه به يې نيوله.
خو ده وويل چې خپلې ټولې ژمنې يې يادې دي او يوه په بله پسې به يې د پوره کولو لپاره جدي کار کوي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.