Add new comment

Never talked to Pakistan on Durand Line: Ghani

کندهار ښار ( پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٤) : ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې له پاکستان سره يې پر ډېورنډ خبرې نه دي کړي او نه هم دا ډول خبرې دده صلاحيت دي.
ولسمشر دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٩مه،کندهار ولايت ته د سفر پر مهال په منډيګک ماڼۍ کې يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې له ولسمشر سره د راغلي پلاوي غړو، د کندهار ولايت ځايي ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو ، مخورو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
ولسمشر يادې غونډې ته په خپله وينا کې د کندهار ولايت پر ستونزو، پاکستان سره پر اړيکو، سولې پروسې او د خپلو ژمنو په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان په اړه اشرف غني وويل چې دغه هېواد له تېرو څو کلونو راهيسې له افغانستان سره په نا اعلان شوې جګړې بوخت دى او لومړى بايد سوله له پاکستان سره وشي.
هغه زياته کړه : ((د ډيورنډ پر موضوع مې هېڅکله له پاکستان سره خبرې نه دي کړي او نه هم ددې خبرو واک لرم، ددې واک يواځې له ولس سره دى.))
د پاکستان له استخباراتي ادارې سره د تفاهم ليک په اړه ولسمشر غني وويل چې دا د دواړو هېوادونو د استخباراتي ادارو ترمنځ خبره وه، خو کله چې پر ضد يې دلته تبليغات زيات شول، نو ده يې چارې په خپله غاړه واخيستې.
دى وايي : (( پر دې تفاهم ليک به ملي اجماع کېږي او تر هغه وروسته به د هېواد ملي ګټې په پام کې نيولو سره لاسليک کېږي.))
د سولې په اړه ولسمشر اشرف غني وويل چې له پاکستان سره سوله مهمه ده.
د هغه په وينا، د پخواني ولسمشر حامد کرزي د حکومت پر مهال چې کله هم له کوم طالب مشر سره د سولې لپاره خبرې شوې او يا هم اړيکې نيول شوې، نو هغه په پاکستان کې يا وژل شوى او يا هم بندي شوى دى.
ولسمشر وايي چې سوله په احساساتو نه راځي، بلکې ددې لپاره حوصله او تعقل په کار دى او په دې برخه کې بايد ژور فکر وشي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.