Add new comment

ولسمشر غني : په کندهار کې بنسټيز بدلونونه راوستل کېږي

کندهار ښار ( پژواک، ١٩ غبرګولى ٩٤) : ولسمشر اشرف غني وايي چې په کندهار ولايت کې ستونزې ډېرې دي او په دې ولايت کې بنسټيزو بدلونونو ته اړتيا ده.
ولسمشر دغه څرګندونې د غبرګولي په ١٩مه،کندهار ولايت ته د سفر پر مهال په منډيګک ماڼۍ کې يوې لويې غونډې ته د وينا پر مهال کړې دي.
د کندهار د والي وياند صميم خپلواک پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې غونډه کې له ولسمشر سره د راغلي پلاوي غړو، د کندهار ولايت ځايي ملکي او نظامي چارواکو، قومي مشرانو ، مخورو او د مدني ټولنې غړو برخه اخيستې وه.
ولسمشر يادې غونډې ته په خپله وينا کې د کندهار ولايت پر ستونزو، پاکستان سره پر اړيکو، سولې پروسې او د خپلو ژمنو په اړه خبرې وکړې.
هغه زياته کړه، چې نوي ټاکل شوى والي ددې ولايت په اړه خپلې څېړنې بشپړې کړې دي او په دې کې ثابته شوې چې په ولايت کې يې ستونزې ډېرې دي.
د نوموړي په وينا، د والي د څېړنو له مخې تر امنيت وروسته ددې ولايت د پوهنې په برخه کې ستونزې ډېرې او جدي دي.
اشرف غني وايي : (( په دې ولايت کې بنسټيزو اصلاحاتو ته اړتيا ده، موږ به له ځايي ادارې او خلکو سره په ګډه په دې ولايت کې بدلونونه راولو.))
نوموړي وويل چې په دغه ولايت کې والي د مرکزي دولت يواځينى استازى دى، بل څوک ددولت استازيتوب نه شي کولى.
ولسمشر په نورو ولايتونو کې هم کېدونکو  اصلاحاتو ته په اشارې سره وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې مشر غلام جيلاني پوپل پر دې کار کوي، څو په لومړي پړاو کې په شپږو لويو ولايتونو کې د ښاروالۍ ټاکنې ترسره کړي.
د هغه په وينا، ددې ټاکنو له لارې به خلک وکولى شي په خپله خوښه خپل ښاروال وټاکي.
اشرف غني د کندهار ولايت د برېښنا د ستونزې يادونه وکړه او ويې ويل چې ډېر ژر به په دې ولايت کې سولري برېښنا فعاله شي او په دې برخه کې عملي کارونه پيل شوي دي.
د هغه په وينا، خصوصي سکتور به هم د کندهار د برېښنا په برخه کې کار کوي.
ولسمشر وويل چې کجکي ته توربينونه رارسېدلي دي، خو له خلکو يې وغوښتل چې د سيمې د امنيت لپاره همکاري وکړي.
ده زياته کړه : (( که خلک برېښنا غواړي لومړى بايد د خپلو سيمو امنيت خوندي کړي. ))
له ترکمنستان څخه د برېښنا د غځولو په اړه ولسمشر اشرف غني وويل ، پخوا پلان داسې و، چې د افغانستان د شمال او کابل له لارې دا برېښنا کندهار ته ولېږدول شي، خو اوس د هرات له تورغنډۍ  لارې کندهار ته برېښنا لېږدول کېږي .
خو هغه وويل چې دا کار لږ وخت غواړي او خلک دې لږه حوصله وکړي.
ولسمشر زياته کړه، چې د کندهار د کرنې په برخه کې هېڅ پاملرنه نه ده شوې او په دې برخه کې  يې له ايران سره خبرې کړې، څو د کندهار حاصلاتو ته بازار او خليجي هېوادونو ته د صاردولو لپاره لاره برابره کړي.
هغه د کندهار په عدلي او قضايي ارګانونو کې شته ستونزو ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې په دې برخه کې به هم جدي اقدامات کوي.
اشرف غني د کندهار خلکو ته وويل چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال په خپلو کړنو ژمنو ولاړ دى او يوه په بله پسې به يې عملي کوي.
ده زياته کړه : (( کندهاريانو پور راکړى داپور يې پر ما دى، خو پورې دې ټول په يو ځاى نه غواړي، يو په يو به يې پوره کوم.))
نوموړي وويل چې بدلونه به راولي، خو دا ټول په يوه وخت کې نه راځي، لومړى بايد له پرزو ماشين جوړ او بيا له ماشين څخه ګټه واخيستل شي.
د هغه په وينا، ده ته ويل شوي چې د کندهار اوسني مسوولين د کار خلک نه دي، بايد بنسټيز بدلونونه راوستل شي.
تر ولسمشر مخکې د کندهار ولايت يو شمېر قومي مشرانو، د مدني ټولنو غړو او ديني علماوو په خپلو ويناوو کې د کندهار ولايت يوه يوه ستونزه په ګوته کړه او پر ځايي چارواکو يې سختې نيوکې وکړې.
د احمد شاه سپر په نامه د مدني ټولنې يوه فعال وويل چې په کندهار کې دوه ډوله حکومتونه دي، ځينې زورواکي له کورونو څخه د ټېلېفون له لارې دولتي ادارې کنټرولوي او لارښوونې ورته کوي.
د څارنوال محمد عيسى په نامه قومي مشر بيا له ولسمشر اشرف غني څخه وغوښتل  چې ددې ولايت له خلکو سره کړې ژمنې پوره کړي.
خو د ولايتي شورا رييس حاجي سيدا جان خاکرېزوال بياد کندهار له ځايي ادارې دفاع وکړه او ويې ويل، ستونزې دومره نشته ، څومره چې خلکو يې په اړه ادعا وکړه.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.